- واشنګټن پوسټ
له امريکا خپرېدونکې ورځپاڼې واشنګټن پوسټ په خپله يوه تازه ګڼه کې په افغانستان کې د اوربند پر هڅو او له افغانستانه د امريکايي سرتېرو د وتلو پر موضوع ليکنه خپره کړې ده.
د ليکنې په پيل کې راغلي، په افغانستان کې دېره شااوخوا ١٤٠٠٠ امريکايي سرتېري ونهتوانېدل د کرسمس او د نوي ميلادي کال د جشن پر مهال د خپلو کورنيو له غړو سره يوځاى يوه مېز ته کېني.
ورځپاڼه ليکي، دغه سرتېري ښايي وکړاى شي په راروانه ډسمبر مياشت کې له خپلو کورنيو سره يوځاى شي، خو د ليکوال په باور که امريکا وتوانېږي دوى د افغانستان له ناګټل شوې جګړې کورونو ته ستانه کړي.
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په باور، په افغانستان کې اوسنى وضعيت هيله بخښونکى نهدى.
د ورځپاڼې په ليکنه، د طالبانو شورا يوه اوونۍ مخکې په افغانستان کې له اوربند سره موافقه وکړه چې د سولې مذاکرو ته لار پرانيزي.
د ليکوال په ليکنه خو د طالبانو رهبرۍ تر اوسه له دغه اوربند سره موافقه نهده کړې او داسې نهښکاري چې دغه ډله دې له سولې سره دومره لېوالتيا ولري.
ليکوال د استدلال په توګه د افغانستان په شمال کې يوې وروستۍ حملې ته اشاره کړې چې په نتيجه کې يې ١٧ دولتي پوځيان ووژل شول.
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ليکوال زياتوي، ځکه نو له طالبانو د صادقانه سولې تمه داسې ده لکه په سوځنده دښته کې د باران تمه.
- انډيا ټوډې
په داسې حال کې چې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په افغانستان کې د سولې پر روانو هڅو ليکنه خپره کړې، د هندوستان اوونيزې خپرونې انډيا ټوډې بيا د ګوزڼ يا پوليو ناروغۍ د کمپاينونو په اړه ليکنه خپره کړې ده.
د ليکنې سرليک دى: "افغانستان او پاکستان په نړۍ کې د پوليو ضد واکسين د کمپاين بريا په خطر کې اچولې ده."
په وروستيو کې د هندوستان، کاناډا، اسټراليا، د امريکا د متحده ايالاتو، فرانسې او نيوزيلنډ استازي د هندوستان په اوتراپرادېش ايالت کې په يوه کنفرانس کې جرګه شوي وو.
د اوونيزې په ليکنه، دغو استازو د ماشومانو د ګوزڼ يا فلج ناروغۍ د ختمېدو په اړه کمپاينونه تر يوه حده بريالي بللي دي.
دوى دغهراز وويل، بيا هم افغانستان او پاکستان د دغه نړيوال کمپاين د برياليتوب پر لار يو خطر ګڼل کېږي.
د انډيا ټوډې اوونيزې په ليکنه، په ٢٠١٩ میلادي کال کې د پوليو ١١٧ مثبتې پېښې په پاکستان او ٢٦ په افغانستان کې ثبت شوې دي.
سرچينو اوونيزې ته ويلي، د دې ناروغۍ ويروس په هندوستان کې په اسانۍ خپرېداى شي.
د نړۍ په سطحه افغانستان، پاکستان او نايجريا هغه هېوادونه ګڼل کېږي چې لاهم د ګوزڼ يا پوليو ناروغي پهکې ختمه شوې نهده.
خو په وروستيو کې نايجريا د پوليو له ويروس څخه پاک هېواد اعلان شوى دى.