د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۰۳

هیل: افغانستان کې د ټرمپ کړنلاره، د جګړې د پای ته رسولو لپاره ښه فرصت دی

ځینې نړیوالې ورځپاڼې
ځینې نړیوالې ورځپاڼې
  • هیل

امریکایۍ هیل خپرونې، په افغانستان کې د ټرمپ کړنلاره، په لومړي ګام کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره تر ټولو ښه فرصت دی، ترسرلیک لاندې یوه مقاله خپره کړې ده.

د مقالې لیکوال په افغانستان کې د نږدې څلور زره امریکایي سرتېرو د کمولو په اړه بحثونو ته اشاره کوي او په ټوله کې په دې هېواد کې د امریکا د متحدو ایالتونو د اصلي ماموریت هدف تشریح کوي.

د مقالې په دوام کې د افغانستان په لانجه کې د سیمې د لوبغاړو رول ته کتنه شوې.

لیکوال د بیلګې په توګه د امریکایي جګپوړو چارواکو له قوله لیکې چې ویلي یې دي پاکستان، روسیه، ایران او چین په افغانستان کې د متحدو ایالتونو او د هغه د متحدینو د هڅو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي.

د مقالې لیکوال وړاندې لیکي، که متحده ایالات له ډیپلوماټیکې لارې له طالبانو سره توافق ته ورسېږي، باید دا ډاډ ترلاسه شي چې افغانستان بیا د ترهګرو په ځاله نه بدلېږي.

  • والسټريټ ژورنال

د امریکا متحده ایالات په افغانستان کې د اسلامي دولت یا داعش د ظهور په وړاندې مبارزه کوي، دا د امریکایي والسټريټ ژورنال ورځپاڼې د مقالي سرلیک دی.

په مقاله کې د امریکا د دفاع وزارت د جون د میاشتې د هغه راپورپه حواله ویل شوي چې په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګه د تردوه زره وسله والو په لرلو سره د غرب د په نښه کولو هڅه کوي.

په دوام کې لولو چې پردې سربېره چې دغه ډله په افغانستان کې کمزورې شوې، خو تراوسه د خراسان څانګه له منځه نده تللې او ګواښ یې په خپل ځای دی.

والسټریټ ژورنال د امریکایي پوځي او د تروریزم پر وړاندې د مبارزې د چارواکو له قوله لیکې چې ویلي یې دي، په دې خاطراندېښمن دي چې د اسلامي دولت ډلې ډېر وسله وال د ازبکستان له شاوخوا سیمو چې د منځني ختیځ له سیمې بهر تر هر ځایه لرې دي، راغلي دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG