د شپږیزې کرکټ لیګ سیالۍ له یو کلن ځنډ وروسته پیل شوې

د شپږیزې لیګ سیالۍ له يو کلنډ ځند وروسته پرون پيل شوې چې شپږ لوبډلې پکې لوبېږي.

له يو کلنډ ځند وروسته په کابل کې يو ځل بیا د شپږیزې کرکټ لیګ سیالۍ له نویو رنګونو سره پیل شوې.

د افغانستان له بېلا بېلو ولایتونو راغلي ګڼ مینه وال هم خوښ دي چې د کرکټ دا سترې کورنۍ سیالۍ له نږدې ګوري او خوند ترې اخلي.

د افغانستان کرکټ بورډ که څه هم د دغه سوداګریز لیګ په روان پړاو سیالیو کې د پانګوالو د کمې لیوالتیا خبره کوي، خو وايي، هڅه يې کړې، چې دغه سیالۍ د تېر په څېر ترسره شي.

د کابل په نړیوال لوبغالي کې د کرکټ زرګونه مینه وال راټول شوي او د خپلې خوښې د لوبغاړو لوبې له نږدې ګوري.

شریف الله ځدراڼ او جمیل الرحمن له بغلان چې ددغو لوبو لیدو لپاره له خوست او بغلان نه کابل ته راغلي وایي، په ناامنه افغانستان کې يواځې کرکټ دی چې خلکو ته خوشحالۍ ورکوي.

د شپږیزې لیګ سیالۍ د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۳ میلادي کال کې پيل شوې. په لومړي سر کې پنځو لوبډلو سیالي کوله خو وروسته یې شمېر شپږو ته لوړ شو.

د افغانستان له بېلا بېلو ولایتونو راغلي ګڼ مینه وال هم خوښ دي چې د کرکټ دا سترې کورنۍ سیالۍ له نږدې ګوري او خوند ترې اخلي.

ددغه لیګ شپږم پړاو تېر کال (۲۰۱۸) د نامعلومو دلایلو له امله ترسره نه شو، خو په هغه کال بیا په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان د کرکټ غوره لیګ سیالۍ ترسره شوې چې سږ کال یې دوهم پړاو د مالي فساد له امله لغوه شو.

  • د کرکټ پر شپږیزه لیګ سیالیو ۱۱۵ میلیونه افغانۍ پانګونه شوې
  • د افغانستان د کرکټ شپږیزه تجارتي لیګ تېره شپه پرانېستل شو

شپږیزه د افغانستان د کرکټ په داخلي چوکاټ کې له دې امله په زړه پورې لیګ ګڼل کېږي چې د افغانستان د ملي لوبډلې مینه وال خپل لوبغاړي له نږدې ګوري. همداراز دغه لیګ یو فرصت دی چې د کرکټ ځوان ستوري وځلېږي او خپل استعدادونه خلکو ته وښيي، ترڅو ملي لوبډلې ته لاره ومومي.

د شپږیزې په روانو سیالیو کې چې پرون (میزان ۱۵مه) پیل شوې، لوبېدونکی لوبغاړی طارق ستانکزی وایي، "که تاسو وګورئ، اکرام علی خیل، همدارنګه ابراهیم ځدراڼ او رحمن الله ګربز همدې شپږیزې نه مخکې تللي دي، هر ځوان همدا هیله لري چې ملي ټیم ته لاړ شي، زموږ کوښښ هم همدا دا دی چې دلته ښې لوبې وکړو او خپل هدف ته ځان ورسوو."

ددغه لیګ بل لوبغاړی رحمن الله ګربز وایي، له دغو لوبو لوبغاړي ډېر څه زده کوي چې کولی شي په نړیوالو میدانونو کې د لوبې پرمهال ورسره مرسته وکړي.

د شپږیزې لیګ سیالۍ د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۳ میلادي کال کې پيل شوې. په لومړي سر کې پنځو لوبډلو سیالي کوله خو وروسته یې شمېر شپږو ته لوړ شو.

د شپږیزې لیګ د مسوولینو په خبره، سږ کال دغه لیګ له مالي اړخه دوی ته ښه نه دی، ځکه د دغه لیګ دوو لوبډلو د کابل بازانو او د سپین غر زمریانو اخېستلو ته سوداګرو زړه ښه نه کړ او بې مالي ملاتړه پاتې شوې.

د شپږیزې لیګ عمومي مسوول عبدالهادي دریځ ازادي راډیو ته وویل، چې د شپږیزې لیګ سیالۍ د افغانستان کرکټ بورډ ته د نویو استعدادونو د موندلو او له اقتصادي پلوه زیاتې مهمې دي.

ښاغلی دریځ وايي، کرکټ بورډ تل کوښښ کوي، چې دغه لیګ هر کال په کیفیت سره ترسره کړي او له لارې يې ځوانو لوبغاړو ته دا موقع په لاس ورکړي چې خپلې وړتیاوې نندارې ته وړاندې کړي.