د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۴ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۳۳

د افغانستان د غوره لیګ "شپږیزه"د کرکټ سیالۍ پیل شوې

د شپږیزې په نوم د افغانستان د غوره لیګ د کرکټ سیالۍ پرون پیل شوې.

په لومړۍ مسابقه کې کابل بازانو د بُست ساتونکو ته په ۸ ویکټونو او ۱۵ توپونو ماتې ورکړه.

په دوهمه سیالي کې امونهنګان او سپین غر بازان مخامخ شول.

امو نهنګانو د ۷ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې په ۲۰ اوورونو کې ۱۵۹ منډې وکړې.

په مقابل کې یې سپین غر پړانګانو په ۲۰ اوورونو کې د ۸ لوبغاړو د سوځېدو په وړاندې ۱۵۹ منډې جوړې کړې.

د دې لپاره چې دواړه ټیمونه مساوي شوي وو، په یوه اضافي اوور کې، چې الیمینېټر (eliminator) یا حذفي اوور بلل کېږي، سپین غر لوبډله بریالۍ شوه.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG