د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۶

د افغانستان د کرکټ شپږیزه تجارتي لیګ تېره شپه پرانېستل شو


د افغانستان د کرکټ شپږیزه تجارتي لیګ پرون شپه پرانېستل شو.

د کرکټ بورډ عمومي رئیس عاطف مشعل په پرانېست غونډه کې وویل چې دا ځل په شپږېزه لیګ کې میلیونونه افغانۍ پانګونه شوې ده.

"موږ وتوانېدو چې د اول ځل لپاره د کرکټ شپږیزه لیګ پانګونې ته ورکړو. شپږ کمپنۍ وتوانېدې شپږ ټيمونه او لوبغاړي واخلي. موږ وتوانېدو چې ۱۲۵ میلیونه افغانۍ پانګونه وشي په دې لیګ کې."

کابل بازان، بوست ساتونکي، امو نهنګان، سپين غر زمریان، بند امیر ښاماران او مس عینک اتلان د شپږیزه په کرکټ لیګ کې شامل شپږ لوبډلې دي.

د کرکټ شپږیزه لیګ لومړۍ لوبه نن شپه کابل بازان او بوست ساتونکي ټیمونه کوي.

د شپږیزه په کرکټ لیګ کې دا ځل د نړۍ مشهور کرکټران هم افغانستان ته راغلي دي.

د پاکستان، جنوبي افریقا، ویسټ انډیز، عمان، عربي متحده اماراتو، بنګله‎دیش او زمبابوې ځینې مشهوره لوبغاړي په دې لیګ کې د لوبېدو لپاره کابل ته تللي دي.

مشهوره پخوانۍ کرکټي څېرې سنټ جسوریا، هرشیل ګیبز او عبدالرزاق هم په دې لیګ کې د روزونکو او لوبغاړو په توګه کار کوي.

XS
SM
MD
LG