د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۰

د افغانستان د کرکټ شپږیزه ټورنمنټ بند امیر ښامارانو ټیم وګاټه

AFGHANISTAN -- In this photograph taken on September 18, 2017, Afghan cricket fans cheer and wave the national flag during a match between Kabul Eagles and Band-e-Amir Dragons during the Shpageeza Cricket League T20 tournament at the Kabul International C

د افغانستان د کرکټ شپږیزه ټورنمنټ بند امیر ښامارانو ټیم وګاټه.

دغه ټیم نن جمعه د کابل په کرکټ نړیوال سټډیوم کې د مس عینک اتلانو ټیم ته ماته ورکړه.

بند امیر لومړی بیټینګ کړی و او د سیال لپاره یې ۱۵۹ منډې هدف وټاکه، خو مس عینک ټیم هدف ته ونه رسېد او لوبه یې د پنځو منډو په توپیر وبایلوده.

د بند امیر ټیم لپاره په نننۍ لوبه کې جاوید احمدي ۵۵، حضرت الله ځاځي ۳۵ او شاهدالله ۲۲ تر ټولو زیاتې منډې کړې دي.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي د دې پایلوبې د لیدلو لپاره زرګونه ننداره‎چیان ورغلي وو.

د شپږیزه کرکټ ۲۰ اوریزې سیالۍ سږ کال د شپږو ټیمونو تر منځ د سپټمبر په ۱۱ مه پیل شوې چې نن یې پایلوبه د بند امیر ښامارانو ټیم په اتلولۍ پای ته ورسېده.

د بند امیر ټیم د راشد خان په مشرۍ د ځینو بهرنیو او کورنیو لوبغاړو په ګډون لوبې وکړې او د مس عینک ټیم ته هم محمد نبي عیسی خیل لوبډلمشري وکړه چې مشهور بهرني لوبغاړي هم پکې وو.

XS
SM
MD
LG