د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۵

نوروز منګل ملي او نورو لوبډلو ته د لار پيدا کېدو شرایط بیان کړل


نوروز منګل
نوروز منګل

د افغانستان کرکټ بورډ د ملي، الف، ایمرجنګ او يو شمېر نورو لوبډلو لپاره د لوبغاړو د ټاکلو په بهیر کې د شفافیت ترڅنګ د يو لړ نړیوالو معیارونو د پلي کولو خبره کوي.

د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر نوروز منګل نن یکشنبه په کابل کې يوې خبري ناستې ته وویل چې له دې وروسته به يوازې هغه لوبغاړي ملي او نورو لوبډلو ته لار پيدا کوي چې ټاکلي معیارونه او شرایط پوره کړي.

ښاغلي منګل شرایط داسې بیان کړل:

  • د افغانستان تابعیت باید ولري.
  • ښه فټنس ولري.
  • په داخلي سیالیو کې دوامداره ګډون ولري.
  • په‎دغو سیالیو کې ښه ریکارډ ولري.

د نوموړي په خبره، هغه لوبغاړي چې په شپږیزه، غازي امان الله خان او فرسټ کلاس سیالیو کې ښه وځلېږي او له دغو سیالیو په دوو کې «الف» درجه خپله کړي، هغه ته به د افغانستان د کرکټ بورډ له لوري د رسمي لوبغاړي قرارداد ورکول کېږي.

دا په‎داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د کرکټ بورډ په غوراوي کمېټې يو لړ انتقادونه موجود وو چې د لوبغاړو په ګمارنه کې له شفافیت او نړیوالو معیارونو کار نه اخېستل کېږي.

XS
SM
MD
LG