د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۲

د کابل بازانو کرکټ لوبډلې بُست ساتونکو ته ماتې ورکړه


د کرکټ د شپږیزه لیګ په لومړي لوبه کې نن د کابل بازانو لوبډلې د بُست ساتونکو ته ماتې ورکړه.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن ازادي راډیو ته وویل چې لوبه لومړۍ د بُست ساتونکو پیل کړه او سیالې لوبډلې ته ۱۳۶منډې هدف ورکړ.

خو کابل بازان لوبډلې په ۱۷ اورونو کې دغه هدف پوره کړ او لوبه یې وګټله.

د کابل بازان لوبغاړی اصغر ستانکزي په ۳۵ توپونو کې ۷۲ منډې جوړې کړې او د لوبډلې غوره لوبغاړی وپېژندل شو.

د کرکټ د شپږیزه لیګ سیالۍ پرون ناوخته د افغانستان د ۶ زونونو د لوبډلو په ګډون سره پرانېستل شوې.

XS
SM
MD
LG