د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۰

مس عینک لوبډله بند امیر ته په ماته ورکولو د شپږېزې لیګ پایلوبې ته ووته


مس عینک اتلانو د کرکټ لوبډلې د ۲۰۱۷ میلادي کال شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو په دوهم پړوا کې، د بند امیر لوبډلې ته ماته ورکړه او د دغه لیګ پای لوبې ته یې لار ومونده.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل، د لوبې ټاس یا پچه بند امیر لوبډلې وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه، مس عینک لوبډلې په ۲۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۵ منډې هدف وټاکه.

خو بندامیر لوبډلې په ۲۰ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۰ منډې جوړې کړې او لوبه یې مس عینک لوبډلې ته وبایلله.

د مس عینک لوبغاړي ظاهر خان د بند امیر ۵ لوبغاړي وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

XS
SM
MD
LG