پاکستان هند ته خبرداری ورکړ

د پاکستان صدراعظم عمران خان د پاکستان د خپلواکۍ په اړه د دغه هېواد تر ولکې لاندې کشمیر په پارلمان کې د وینا پر مهال. August 14, 2019

پاکستان د هند تر واک لاندې کشمیر کې پوځي هڅو ته اندېښمن شوی دی، خو د پاکستان صدراعظم عمران خان هند ته خبرداری ورکړ چې هر تېري ته به‌یې ځواب ورکړي.

عمران خان زیاته کړه چې د کشمیریانو ستونزه‌یې له نړیوالو سره شریکه کړې.

د پاکستان صدراعظم عمران خان پر هند تور پورې کړ چې د کشمیر په لانجمنه سیمه کې پوځي هلې ځلې کوي.

عمران خان وایي، د پاکستان پوځ د هند له پلانونو سم خبر دی او د هغوی د هرې هڅې په وړاندې چمتو دی.

عمران خان پرون د کشمیر پارلمان ته د پاکستان د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت په خپله وینا کې په مظفر اباد کې وویل: "د نړۍ سترګې اوس کشمیر او پاکستان ته دي. دا مسئله به څرنګه نړیواله شي؟ زه‌یې دلته د دې پارلمان مخې ته مسئولیت منم، زه به هغه استازی یم چې د کشمیر غږ به تر ټولې نړۍ ورسوم."

شماری از عساکری هندی در منطقه جمو و کشمیر

د هند او پاکستان ترمنځ لانجه وروسته تر دې زیاته شوه چې نوې ډېلي تېره اوونۍ تر خپل واک لاندې کشمیر کې ځانګړی وضعیت لغوه کړ او په زرګونه اضافي پوځیان‌یې هلته واستول او هلته د موبایل ټیلیفونونه، عادي ټیلیفونونه او انټرنټ بند شوی دی.

د هند صدراعظم نرېندرا مودي ویلي دي چې دا هڅې به نوې ډېلي ته اجازه ورکړي چې د جمو او کشمیر په ایالت کې د ترهګرو او بېلتون غوښتونکو پر ضد لاس په کار شي.

هند د کشمیر لپاره په خپل اساسي قانون کې ځانګړې ماده هم تېره اوونۍ لیرې کړه، پخوا د هند تر واک لاندې کشمیر خپل خودمختاره حکومت درلود، د هند د نورو سیمو خلکو په کشمیر کې شتمنۍ نه‌شوی اخیستلی، دولتي دندې یې نه‌شوی لرلی او په دې سیمه کې یې د زده‌کړو اجازه هم نه‌لرله.

عمران خان یوه ورځ وروسته تر دې کشمیر ته ولاړ چې اسلام‌اباد د هند د وروستۍ پرېکړې په اړه په کشمیر کې د امنیت شورا د غونډې د جوړېدو غوښتنه وکړه.

هند او پاکستان دواړه د کشمیر د ملکیت ادعا کوي او په کشمیر کې د شخړو پر مهال په لسګونو زره کسان په تېرو څو لسیزو کې وژل شوي دي.

هند او پاکستان چې دواړه اټمي وسلې لري له بریتانیا څخه په ۱۹۴۷ کال کې د خپلواکۍ تر اخیستو وروسته درې ځله جګړه کړې ده چې دوه ځله‌یې د کشمیر پر سر وه.

د هند تر واک لاندې کشمیر کې اکثریت د خپلواکۍ پلویان دي او ګڼ کسان‌یې تر هند دا غوره ګڼي چې له پاکستان سره وي.