د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، د افغان دولت لهخوا ګمارل شوی پلاوی به د سولې اړوند خبرو لپاره نن د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۲۹» د دوحې پر لور روان شي.
په دې اړه نور: سرچینه: د قطر د راتلونکې ناستې کوربهتوب افغان دولت کويکه څه هم د افغانستان د حکومت له لوري د ۲۵۰ کسانو نوملړ جوړ شوی وو چې باید پهدې خبرو کې ګډون وکړي، خو د سولې عالي شورا مرستیالې حبییه سرابي پرون د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۲۸» ازادي راډیو ته وویل چې ښایي یو شمېر دې غونډې ته ولاړ نهشي.
حبیبه سرابي چې پهخپله هم د دې پلاوي یوه غړې ده، د دغو کسانو دقیق شمېر یاد نهکړ.
نوموړې زیاته کړه:
"ټول لېست نه. یو شمېر ښایي د شخصي ستونزو له کبله او ځیني د لوژستیکي ستونزو له کبله ولاړ نهشي. موږ ځو، څو د افغانستان اوسنی وضعیت تشرېح کړو. په هغه کې مدني ټولنې، د افغانستان خلک، مشران او د دې هېواد درې قواوې دي."
په دې اړه نور: ارګ ماڼۍ نن د قطر له بینالافغاني ناستې مخکې یوه غونډه نیولېتر دې وړاندې وسلهوالو طالبانو په یوې اعلامیه کې ویلي وو چې په دوحه کې د دې ناستې تنظیموونکي له کابله د دومره کسانو د منلو پلان نهلري او ان په قطر کې د طالبانو یوې سرچینې ازادي راډیو ته ویلي چې د دغه افغان پلاوي په شرکت سره ښایي دغه ډله د قطر ناسته تحریم کړي.
افغان حکومت تر اوسه د طالبانو دغو څرګندونو ته غبرګون نهدی ښودلی او په عین حال کې په دوحه کې د دې غونډې د تنظیموونکو په یوه بلنلیک کې چې د ازادي راډیو لاسته ورغلی، دا یادونه شوې چې هلته به تر ۳۰۰ پورې کسان راټولېږي.
پهدې لیک کې راغلي:
په دې اړه نور: سرخط: د قطر د غونډې ګډونوال به د سولې ډولۍ راوړي؟"ټول ګډونوال په شخصي حیثیت پهدې کنفرانس کې ګډون کوي، د دې کنفرانس عمومي هدف په دوحه کې د خبرو اترو وروستیو پرمختګونو ته په پام د سولې خبرو اترو ته د نوي رنګ ورکول دي."
دا هغه ټکی دی چې طالب استازو هم مخکې اشاره ورته کړې وه چې لهدې پلاوي سره د عادي افغانانو په حیث خبرې کوي او ټینګار یې کړی وو چې دا پلاوی د حکومت نظر نهشي څرګندولی.
طالبانو تر اوسه له افغان حکومت سره مخامخ خبرې رد کړې دي، خو افغان ولسمشر د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۲۸» قطر ته له تلونکي پلاوي سره ولیدل او ورته ویېویل، طالبان قانع کړئ چې له افغان دولت سره له مذاکراتو پرته بله لار نهلري او د جنګ د ختمولو لپاره بله نسخه نه پیدا کېږي.
تمه ده په قطر کې د افغانستان د سولې او ثبات په اړه بینالافغاني مشورتي غونډه د جمعې په ورځ پیل شي.
د سولې عالي شورا وایي، تر وخت مخکې ده چې د دې غونډې مثبتې پایلې ته خوشبین واوسي او زیاتوي چې ښایي دا ډول غونډې لا دوام وکړي.