د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډلې په خپل تازه راپور کې په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په تړاو تېره میلادي میاشت تر ټولو خونړۍ میاشت بللې ده.
د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډلې د وروستي راپور له مخې د مې په میاشت کې د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې له ۶۰ ډېرې پېښې شوي چې ۱۸۳ ملکي کسان پهکې وژل شوي او ۳۳۷ نور پهکې ټپیان شوي دي.
د یادې ډلې راپور ښيې چې په وژل شوېو او ټپیانو کې ښځې، ماشومان او د پاخه عمر کسان شامل دي.
د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډلې مشر عزیز احمد تسل د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۳» ازادي راډيو ته وویل، انتحاري حملې او د سړک د غاړې بمونه د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې لوی لاملونه دي.
د ښاغلي تسل په خبره د دولتي ځواکونو او وسلهوالو مخالفینو عملیات او هوايي حملې هم په درېیمه او څلورمه درجه د ملکي وګړو د تلفاتو لامل شوی دي.
تسل په مې میاشت کې وسلهوال طالبان تر ټولو ډېر د ملکي وګړو د تلفاتو عاملین بولي.
دی وايي:
"د اپرېل د میاشتې په پرتله د ملکي وګړو تلفات ډېر شوي دي، په جنوري او دوهمه فبروي میاشت کې هم تلفات ډېر وو، په دوه وروستیو میاشتو کې بیا تلفات لږ وو، خو په پنځمه میاشت کې بیا ډېر زیات وو."
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد له ازادي راډيو سره په یوه ټیلیفوني اړیکه کې دا راپور رد کړ او ادعا يې وکړه چې د ملکي وګړو د تلفاتو تر ټولو ستر لامل د افغان دولتي ځواکونو ځمکني او هوايي عملیات دي.
دا پهداسې حال کې ده چې د ښاغلي تسل په خبره د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډلې د اپریل په میاشت کې هم د ۵۰۰ ملکي وګړو مرګ ژوبله ثبت کړې ده.
دا ډله د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې شمېره د ځينو رسنیو د راپورونو، د ولایتي ادارو او یوناما د دفتر په همکارۍ ترتیبوي.
دا پهداسې حال کې ده چې د ملي او نړیوالو بنسټونو له دې ډلې د ملګرو ملتونو د راپور له مخې په افغانستان کې جګړې تر ټولو ډېر ملکي خلکو ته زیان رسولی دی.
دغو بنسټونو تل د دولت وسلهوال مخالفین د ملکي وګړو د تلفاتو ستر عاملین بللي دي.
په ځینو مواردو کې بیا افغان او بهرني ځواکونو هم تورن ګڼل شوي چې په ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې د ملکي خلکو خوندیتوب ته پاملرنه نهکوي.
خو افغان امنیتي بنسټونو تل ټینګار کړی چې وسلهوال طالبان او داعش له عامو خلکو د ډال په څېر استفاده کوي او هدف یې ګرځوي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۳» له ازادي راډيو سره په خبرو کې د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې د ډلې وروستی راپور رد کړ او ویې ویل:
"موږ دا راپور نه تأییدوو، دا واقعیت نهلري چې زموږ ځواکونو دې ملکي خلک هدف ګرځولي وي او یا دې د عملیاتو په نتیجه کې ملکي وګړو ته زیان رسېدلی وي."
ښاغلي دانش دا څرګندونې داسې مهال کوي چې همدا تېره اوونۍ د افغان ځواکونو د «قطعه ۰۲» په عملیاتو کې چې په ننګرهار کې يي درلودل، عامو خلکو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو ادعا وشوه، خو د نوموړي په خبره، تر اوسه هېڅ داسې تأیید شوی راپور نشته چې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې عامو وګړو ته مرګ ژوبله وښيې.
د ده په وینا ملکي وګړي تر ډېره په تروریستي حملو له هغې ډلې په انتحاري او چاودیدونکو حملو کې قرباني کېږي چې د طالبانو، داعش او حقاني شبکې لهخوا سازماندهي کېږي.
راپور: یوسف خان ځدراڼ