د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۵

د لوګر په مرکز پل علم کې پر امنیتي حوزې موټر بم برید ۳ کسان وژلي


نن د چهارشنبې په ورځ سهار پنځه بجې د لوګر په مرکز پل علم ښار کې د پولیسو په اولې امنیتي حوزې موټر بم برید شوی چې درې پولیس په‎کې وژل شوي همدارنګه ۴ پولیس او ۸ ملکیان په‎کې ټپیان شوي دي.

د لوګر د امنیه قوماندان ویاند شاه‌پور احمدزي ازادي راډیو ته وویل، په پیل کې د حوزې شاته د موټر بم حمله وشوه او ورپسې درې ځانمرګي بریدګر حوزې ته داخل شول او پولیسو سره‌يې نښته پیل کړه.

د امنیه قوماندانۍ ویاند وویل چې پلي بریدګر له لنډې نښتې وروسته ووژل شول.

شاه‌پور احمدزي زیاته کړه چې په وژل شویو پولیسو کې د حوزې امر خان اغا خان هم شامل دی.

نوموړي وویل:

"د اولې حوزې د تعمیر شا ته دښمن یو موټر چمتو کړی و او هغې ته‌يې انفجار ورکړ، تر څنګ‌يې درې تنه نور انتحاریان هم وو چې خوشبختانه پولیسو دوی سره ډېر قوي مقاومت وکړ، دوی ته‌يې غاښ ماتوونکی ځواب ورکړ، درې تنه زموږ پولیس شهیدان دي، څلور تنه نور پولیس ټپیان دي، همدا شان اته تنه نور ملکیان ټپیان دي چې په هغو کې دوه تنه ماشومان هم دي."

د اولې امنیتي حوزې یو تن سرتېري وویل چې پولیسو ته له مخکې اطلاع ورکړل شوې وه او له همدې کبله د دوی تلفات لږ وو.

ده وویل:

"مخکې له دې چې دلته موټر بم برید وشي، له مخکې په‎دې اړه موږ ته له امنیه قوماندانۍ راپور راغلی و، دوی ویلي و چې دښمن پر حوزه د حملې پلان لري او موږ خپل تیاری درلود، یوازې درې تنه پولیس شهیدان لرو، درې څلور پولیس ټپيان شوي دي، موږ پر وخت حمله دفع کړه او بریدګر مو له‌منځه یوړل."

د برید د نږدې سیمې یو تن اوسېدونکي خپل د سترګو لیدلی حال داسې بیان کړ:

"زما نوم عبدالبصیر دی، د هماغه ځای اوسېدونکی یم، د سهار له لمانځه وروسته مو قرانکریم تلاوت کاوه، ناڅاپه یو ډېر بد درز شو، خو ګردونه شول، نور مو څه نه‌لیدل، شااوخوا د ګردونو ډک وو، زنانه او ماشومان مو په خاورو او دوړو کې نه‌ښکارېدل، د کوټو چتونو کې درزونه تللي وو."

دا په‎داسې حال کې ده چې ۱۵ ورځې مخکې ولسمشر غني د لوګر د کتنې پر مهال ویلي وو چې د یاد ولایت امنیتي حالت د قناعت وړ نه‎دی او ځايي چارواکي دې د دوو اوونیو په موده کې د وضعیت د بدلون لپاره واضحه طرحه له ده سره شریکه کړي.

راپور: نجیب‌الله الوخېل

  • پخواني معلومات

نن چهارشنبه سهار پنځه بجې د لوګر مرکز پل علم ښار کې د پولیسو په اولې امنیتي حوزې موټر بم برید شوی چې درې پولیس په‎کې وژل شوي همدارنګه ۴ پولیس او ۸ ملکیان په‎کې ټپیان شوي دي.

د لوګر د امنیه قوماندان ویاند شاه‌پور احمدزي ازادي راډیو ته وویل، په پیل کې د حوزې شا ته د موټر بم حمله وشوه او ورپسې درې ځانمرګي بریدګر حوزې ته داخل شول او پولیسو سره‌يې نښته پیل کړه.

نوموړی وايي، درې واړه بریدګر له لنډې نښتې وروسته د پولیسو له‎خوا ووژل شول، خو د موټر بم چاودنې له کبله پولیسو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.

شاه‌پور احمدزي زیاته کړه چې په‎دې برید کې درې پولیس وژل شوي، ۴ پولیس او ۸ ملکي وګړي چې دوه ماشومان هم په‎کې دي ټپيان شوي دي.

بل لورته د پېښې عیني شاهدانو ویلي چې چاودنه ډېره زوروه وه او په‎دې کې د ملکي وګړو کورونو او دکانونو ته زیانونه اوښتي دي.

تر اوسه د برید مسؤلیت کومې وسله‎والې ډلې په غاړه نه‎دی اخیستی.

  • پخواني معلومات

د لوګر چارواکي وايي چې نن د چهارشنبې په ورځ د دې ولایت په مرکز پل علم کې پر لوموړۍ امنیتي حوزې موټر بم حمله شوې ده.

د لوګر امنیه قوماندان محمد ابدالي ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې په دې حمله کې د لوموړۍ حوزې د امنیتي امر په ګډون درې پولیس وژل شوي او د ۴ پولیسو په ګډون ۱۲ ملکیان ټپیان دي.

د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند شاه‌پور احمدزي ازادي راډيو ته پېښه تأیید کړه چې له نوموړي سره د ازادي راډیو خبریال صفي‌الله ستانکزي مرکه کړې ده چې دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:03 0:00
مستقیم لېنک

د پېښې مسؤلیت وسله والو طالبان منلی.

نور جزئیات وروسته ...

  • پخواني معلومات
  • په لوګر ولایت کې نن سهار د پولیسو پر لومړۍ حوزې یوه موټر بم حمله شوې ده.

    د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند شاه‌پور احمدزي ازادي راډيو ته تأیید کړه چې په برید کې درې تنه پولیس وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

    هغه وویل، بریدګر هم وژل شوي او وضعیت تر کنټرول لاندې دی.

    د لوګر امنیه قوماندانۍ ویاند ښاغلي احمدزي دا هم ومنله چې سیمې ته نږدې اته ملکیان ټپيان شوي دي.

    تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسؤلیت په غاړه نه‌دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG