د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۷

سرخط: حکومتي چارواکي نا امني څه ته وايي؟


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د ګڼو نورو مطالبو تر څنګ د افغانستان د امنیت په اړه هم یو شمېر مطلب چاپ کړي دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپله سر مقاله کې لیکلي، د اپریل د میاشتې له لسمې بیا د مې تر یوولسمې نېټې پورې د راټولو شویو اراقامو له مخې د افغان و بهرنیو ځواکونو، وسله والو طالبانو، داعش ډلې او د سړک غاړې د ماینونو د چاودنې له امله ۲۰۶ ملکي وګړي وژل شوي او له ۲۵۰ زیات ټپیان شوي دي.

د سرمقاله لیکوونکي په خبره دا یوه میاشت تر ټولو خونړۍ میاشت وه او د جګړې دواړو لوریو تر ټولو زیات ملکي وکړي په نښه کړي دي.

په مطلب کې راغلي، د دغو شمېرو پر بنسټ پر ځان مرګو بریدونو سربېره د افغان او بهرنیو ځواکونو له لوري پر ملکي سیمو هوايي بریدونو هم ګڼ ملکیان وژلي، ټپیان کړي او کورنه یې ویجاړ کړي دي.

ورځپاڼې لیکلي، که څه هم د افغان حکومت تر څنګ وسله وال طالبان هم د جګړې پر مهال د ملکي وګړو په نښه کول د خپلو پالیسو خلاف بولي، خو داسې ښکاري چې د جګړې هېڅ لوري ته هم د ملکي وګړو د ژوند خوندیتوب ارزښت نه لري.

سرخط:

سر خط خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سر مقاله کې لیکلي، تر ترهګرو د حکومت مضر احتیاط ډېر خلک وژني.

په سرمقاله کې راغلي، له تېرې څه مودې راهیسې کابل په بې ساري ډول نا امنه شوی او اوس د افغانستان پلازمېنه کم او د ترهګرۍ مرکز زیات ښکاري.

د سرمقاله لیکونکي په خبره، پرله پسې درنې چاودنې، ځانمرګي بریدونه او نښتې اوس د کابل د ورځې عادي خبرې دي او چې کومه ورځ بې فاجعې تېره شي خلک شکر کاږي.

ورځپاڼه لیکي، د تېرې چهارشنبې په ورځ د کابل ښار شهرنو او برچي سیمه بیا د شپږو انتحار کوونکو له خوا په نښه شول، خو په همدې ورځ د افغانستان د کورنیو چارو وزیر وویل، نا امني هومره هم نشته چې خلک فکر کوي، شته خو کمې دي، خلک دې له امنیتي پلوه هېڅ تشویش نه کوي.

سرمقاله لیکونکي پوښتنه مطرح کړې چې موږ نه پوهېږو چې حکومتي چارواکي نا امني څه ته وايي او چې زیاته شي هغه څنګه وي؟

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې لیکلي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان امنیتي او دفاعي ارګانونو مسؤلینو ته ویلي چې د خلکو د امنیت د ټینګښت او د تروریستي ډلو د ځپلو لپاره دې جدي پاملرنه وشي.

ورځپاڼه لیکي افغان ولسمشر دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ د وسله والو ځواکونو د اعلی سرقوماندانۍ غونډې ته کړې دي.

په مطلب کې دا هم راغلي چې ښاغلي غني اړوندو ارګانونو ته لارښونه وکړه چې راروانه اوونۍ د کابل په لوېدیځ کې نوې امنیتي حوزه افتتاح کړي.

هېواد په یو بل مطلب کې د امریکا د دفاع وزیر په حواله لیکلي، افغان ځواکونه کم خو غوره دي.

په مطلب کې د جیمز مټیس په حواله راغلي، که څه هم چې په افغانستان کې تاوتریخوالي زور اخیستی، خو کم او روزل شوی افغان پوځ د وسله والو مخالفینو په وړاندې ښه جنګ کولی شي.

XS
SM
MD
LG