د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۹

ډفېنس پوسټ په ننګرهار کې د ۹ تنو د وژلو پېښه څېړلې


  • ډفېنس پوسټ

ډفېنس پوسټ خپرونې په ننګرهار کې د نهو تنو د وژلو د پېښې په اړه لیکنه خپره کړې ده.

دغه ان‎لاین خپرونه د ازادي راډیو د راپور په استناد لیکي چې د چپرهار ولسوالۍ د دولت‎زیو په سیمه کې والي حیات‌الله حیات دا منلې ده چې ټول وژل شوي ملکیان دي.

د دوشنبې په ورځ ناوخته د افغان ځانګړو ځواکونو له لوري په‎دې رامنځته شوې سهواً پېښه کې اته تنه ټپیان شوي هم دي.

ډفېنس پوسټ خپرونه وړاندې لیکي:

د افغانستان په جګړه کې لا هم د ملکي تلفاتو شمېره زیاته ده.

تېر کال تر ۱۰ زرو ډېر ملکیان وژل شوي یا ټپیان شوي دي، خو ډفېنس پوسټ د ملګرو ملتونو په وینا لیکي چې تېر کال تر وړم کال نهه فیصده ملکي تلفات کم وو.

د خپرونې په باور له درېیو د دوو برخو ملکي تلفاتو عامل د افغان حکومت مخالف وسله‎وال دي او د ۲۰ فیصده ملکي تلفاتو عاملان افغان او بهرني ځواکونه دي.

خپرونه لیکي چې د افغان او بهرنیو ځواکونو له لوري چې کوم تلفات ملکیانو ته اوړي، تر ډېره د هوایي بریدونو له امله وي.

خپرونه لیکي:

په بهرنیو ځواکونو کې یوازې امریکایان بمباري کوي، نور په‎کې برخه نه‌اخلي.

ډفېنس پوسټ بیا د یوناما په وینا لیکي چې د روان میلادي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې په افغانستان کې ۷۶۳ ملکیان وژل شوي او ۱۴۹۵ نور ټپیان شوي دي.

اروپا هر کال د زرګونه افغان کډوالو د پناه اخیستو درخواستونه ردوي.

  • واشنګټن پوسټ

یوې بلې خپرونې، واشنګټن پوسټ بیا له افغانستانه د اروپا خوا ته د مهاجرو مسئله را اخیستې ده.

دغه ورځپاڼه تر دې اوږده سرلیک لاندې مطلب لري، اروپا هر کال د زرګونه افغان کډوالو د پناه اخیستو درخواستونه ردوي، نو کله چې دا کسان خپلو کورونو ته ستنېږي څه ورته په انتظار کې دي؟

ورځپاڼه تر دې عنوان لاندې لیکي، هېواد سبحاني درې کاله د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې ژوند وکړ او اوس افغانستان ته استول شوی.

ده په بروکسل کې په یوه اپارتمان کې ژوند کاوه او په یوې قهوه خانه کې یې کار کاوه.

ورځپاڼه لیکي:

سبحاني فکر کاوه چې د تل لپاره‌یې له خپل جګړه ځپلي هېواد څخه فرار کړی.

واشنګټن پوسټ بیا لیکي، دغه کس یو له هغو نورو زرګونه افغانانو څخه دی چې په تېرو ۳۰ میاشتو کې یې د اروپا په غربي هېوادونو کې د پناه اخیستو درخواست ورکړی او درخواست‌یې رد شوی دی.

ورځپاڼه بیا څرګندوي چې ۲۵ کلن سبحاني اوس بې‎کاره دی او د جلال‎اباد ښار په یوه کرایي کور کې ژوند کوي.

واشنګټن پوسټ د سبحاني په وینا لیکي چې په بلجیم کې یې سخت کار کاوه، مالیه‌یې ورکوله او فرانسوي یې زده کړې وه.

سبحاني وایي، کله چې د کابل له هوایي ډګره راووتم، خپله غمجنه راتلونکې مې تر سترګو شوه چې راروانه ده.

XS
SM
MD
LG