د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۳

راپور: د ۲۰۱۸ میلادي کال د مارچ میاشت د ملکیانو لپاره خونړۍ میاشت وه


د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډله وايي چې د ۲۰۱۸ میلادي کال د مارچ میاشت د ملکیانو لپاره یوه خونړۍ میاشت وه.

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډله په یوه تازه راپور کې چې یوازې د تېرې مارچ میاشتې ارقام په‌کې اعلان شوي، د ولسي وګړو د تلفاتو د ډېرېدو خبر ورکړی دی.

دا ډله وايي چې په دې میاشت کې ۱۲۱ ولسي وګړي وژل شوي او ۳۲۲ نور ټپيان شوي دي.

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ رئیس عزیز احمد تسل د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وري ۱۳» ازادي راډيو ته وویل چې په دې میاشت کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ۶ انتحاري حملې شوي چې ۶۰ تنه ملکیان په‌کې وژل شوي دي.

د ده په وینا، ۱۵ نور ملکیان د افغان ځواکونو په هغو عملیاتو کې وژل شوي چې د وسله‌والو پر ضد يې ترسره کړي دي.

ښاغلی تسل د سړک غاړې ماینونه د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې د زیاتېدو بل عامل بولي او وایي:

"په دې میاشت کې انتحاري حملې زیاتې شوې وې، دغه‌شان هدفي حملې او دولتي ځواکونه چې کوم عملیات کوي، هم د ملکي وګړو ژوند ته پاملرنه نه‌کوي چې له امله‌يې ولسي وګړي وژل کېږي، د ولسي وګړو مرګ ژوبله هره میاشت بېلابېل لاملونه لري، مثلاً د فبرورۍ په میاشت کې ډېری دغه مرګ ژوبله د هوايي حملو او په جنوري میاشت کې د سړک غاړې ماینونو د چاودنې له امله وه."

دا په داسې حال کې ده چې د دې ډلې د راپور له مخې، د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې شمېره د روان میلادي کال د جنورۍ په میاشت کې ۹۶ تنه او په فبرورۍ میاشت کې له دې هم ټيټه وه.

په افغانستان کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله هغه څه دي چې هر کال د کورنیو او بهرنیو ادارو له‌خوا ثبتېږي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د تاوتریخوالي له کبله ۳۴۳۸ کسان وژل شوي او ۷۰۱۵ نور ټپیان شوي دي.

د دغه راپور له مخې، په وژل شویو او ټپیانو کې له څلورو زرو زیات مېرمنې او ماشومان شامل دي چې دا په یاده برخه کې د تېر کال په پرتله زیاتوالی ښيي.

په ورته وخت کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډلې دا راپور چې ګوندې افغان ځواکونه هم د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې لامل ګرځېدلي ردوي.

نصرت رحیمي
نصرت رحیمي

د دې وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي ازادي راډيو ته وویل:

"د مارچ میاشتې په اړه چې د ملکي وګړو د خوندیتوب کومو بنسټونو راپور خپور کړی چې ګوندې په دې میاشت کې د افغان ځواکونو له‌خوا ۱۵ ملکیان وژل شوي، دا موږ ردوو."

د وسله‌والو طالبانو یوه ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم د دوشنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې د یادې ډلې لاس لرل رد کړل.

خو د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي وايي چې ډېری ولسي وګړي د دولت د مخالفو وسله‌والو په حملو کې وژل کېږي.

د ښاغلي رحیمي په خبره، افغان ځواکونه د عملیاتو پر مهال هڅه کوي چې د ولسي وګړو ساتنه وکړي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG