د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۷

په کابل کې پر پرلت خیمې تر چاودنې وروسته د پرلت فعالیتونه پراخ شوي


د کابل پرلت تنظیموونکي وايي، د دوی د تحصن خیمه به تر هغې درېدلې وي، تر کومه چې حقه غوښتنې یې نه‌وي منل شوي.

په کابل کې د پرلت کوونکو پر خیمې تر برید وروسته د دغه ځوانانو حرکت پراخ او د دوام لپاره‌یې هوډ غښتلی ښکاري.

د کابل پرلت تنظیموونکي وايي، حرکت‌یې خودجوشه دی او ټول د یوه هدف لپاره چې هغه د افغان وژنې مخنیوي دی سره راټول شوي دي.

دوی وايي، تر کومه چې افغانان د یو بل په منلو، د ظلم او وژنې پر وړاندې یو موټی نه‌شي روان حالت به دوام کوي.

اسرار کریمزي او اباسین بریال په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د پرلت لوی هدف دا دی چې په افغانستان کې باید افغان وژنه نور پای ته ورسېږي او پرلت یو پیل دی، غواړو چې په ټول هېواد کې افغانان نور د دې بحث مرکزي برخه وګرځي."

"اوس په ډله‌ییزه توګه د مدني ټولنو، سیاسي ګوندونو او د ټولنې د بېلابېلو قشرونو غړي راځي له موږ سره يو ځای کېږي او په غونډو کې ګډون کوي، پرلت لنډمهالی حرکت نه‌دی او که چېرته موږ وکولای شو چې د یوه کس د وینې تویېدنې مخه ونیسو دا به مو لوی کار کړی وي."

کابل پرلت
کابل پرلت

د ښاغلي کریمزي په خبره که څه هم ټاکلو هدفونو ته د رسېدو مزل اوږد دی، خو دوی به په دغه سوله‌ییزه مبارزه کې په شا نه‌شي.

کابل پرلت کوونکو شااوخوا دوه اوونۍ وړاندې د کابل د حضوري چمن په سیمه کې د تحصن خیمه ودروله.

دغه ځوانان چې شمېر یې لسګونه تنو ته رسېږي په پاکستان کې د منظور پښتین په مشرۍ د پیل شوي ولسي حرکت د ملاتړ سربېره په افغانستان کې هم د افغان وژنې پر وړاندې غږ پورته کړی دی.

شااوخوا یوه اوونۍ وړاندې پرلت خیمې ته څېرمه په یوه چاودنه کې چې د کابل د امنیه قوماندانۍ د چارواکو په وینا ماین و یو تن ووژل شو او ۱۴ نور ټپیان شول.

خو د یادې چاودنې سربېره هم هره ورځ لسګونه افغانان او مشران د پرلت خیمې ته ورځي او له دغه حرکت نه خپل ملاتړ اعلانوي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پخوانی وزیر سید مخدوم رهین روان وضعیت ته په کتو، کابل پرلت یو پر ځای ګام بولي او ستاینه‌یې کوي.

نوموړی وايي، افغان حکومت او نړیواله ټولنه باید له هر سوله‌ییز او مشروع ولسي حرکت نه ملاتړ وکړي.

سید مخدوم رهین
سید مخدوم رهین

نوموړي زیاته کړه:

"هر ډول اعتراض چې هغه په سوله‌ییز شکل وي او ګډون کوونکي یې مشروع غوښتنې لري دا مشروعیت لري او قانوني دی، حکومتونه باید د خلکو غوښتنو ته غوږ کېږدي."

د ښاغلي رهین په خبره د ډیورند کرښې دواړو خواوو ته افغانانو د تاریخ په اوږدو کې په خپلو کې ښې او په متقابل درناوي ولاړې ټینګې اړیکې پاللي او اوس هم په‌کار ده چې د موجوده ستونزو د هواري لپاره یو بل ته لاس ورکړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG