د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۱۱:۳۱

د هلمند د پرلت ځوانانو د سولې غږ ته د طالبانو ځواب!


وسله‌والو طالبانو د هلمند ولایت د ځوانانو د سولې غوښتنو ته مثبت، خو مشروط ځواب ویلی دی.

په هغه غږیز پیغام کې چې د طالبانو د ویاند قاري یوسف احمدي له لوري رسنیو ته استول شوی دی، راغلي دي چې د هلمند د ځوانانو د سولې غوښتنه مني، خو دوی دې لومړی د هغه امریکايي ځواکونو سره د سولې خبرې وکړي او د اوربند ضمانت دې واخلي کوم چې د هلمند په ښوراب نظامي هډه او کندهار هوايي میدان کې مېشت دي.

په پیغام کې ویل شوي چې افغان حکومت د سولې په برخه کې خپلواکي نه‎لري او دوی هم د یوه لاسپوڅي حکومت سره تر هغو چې امریکايان ورسره سوله ونه‎کړي خبرې نه‎کوي.

طالبانو د هلمند د پرلت ځوانانو د سولې غږ ته مثبت، خو مشروط ځواب ورکړ.

په لښکرګاه کې د سولې په‎پار د پیل شوي پرلت مشران وايي چې دوی به ډېر ژر د سولې د رسمي منځګړیتوب له‎پاره موسی کلا ولسوالۍ ته چې په ظاهره د طالبانو مرکز بلل کېږي، ولاړ شي.

په لښکرګاه کې د سولې په‎پار پیل شوی پرلت
په لښکرګاه کې د سولې په‎پار پیل شوی پرلت

د ځوانانو د دغه پرلت تر څنګ تېره ورځ ښځو هم خیمه ودروله او د وسله‎والو طالبانو نه‌يې د سولې غوښتنه تکرار کړه.

د هلمند ځوانانو د تېرې جمعې ورځې تر ځانمرګي برید وروسته چې ۱۶ ملکي کسان‌يې ووژل د اعتراض په ډول خیمې ودرولې او د حکومت او طالبانو نه‌يې د عاجلې سولې غوښتنه وکړه.

افغان حکومت له وړاندې د کابل پروسې په غونډه کې له وسله‎والو سره د بې‌قید او شرطه سولې وړاندیز کړی دی چې تر اوسه طالبانو هېڅ ډول ځواب نه‎دی ورکړی.

XS
SM
MD
LG