د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۴

د غوڅ ملاتړ ماموریت: په هلمند کې وژل شويو طالبانو د راتولونکو حملو پلانونه جوړول


afghanistan -- rs resolute support ماموریت حمایت قاطع
afghanistan -- rs resolute support ماموریت حمایت قاطع

په افغانستان کې د دېره نړیوالو ځواکونو سرچینې وايي، هغه لسګونه وسله وال چې د هلمند ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې مړه او ټپیان شوي، د فراه له جګړې تښتېدلي طالب مشران وو.

د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت وايي، هغو لسګونو طالب مشرانو چې د هلمند ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې په هوايي حملو کې مړه او ټپیان شوي، د فراه په جګړه کې له ماتې وروسته د خپلو راتلونکو پلانونو په اړه غونډه کوله.

په افغانستان کې دېره نړیوالو ځواکونو د چهارشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه وویل چې دا کسان په یوه کور کې راټول شوي وو او د راتلونکو حملو لپاره یې پلانونه جوړول چې په نښه شول.

خبرپاڼه زیاتوي چې د روانې مې میاشتې له ۱۷ مې تر ۲۶ مې له ۷۰ زیاتو طالب مشرانو ته په هوايي حملو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د خبرپاڼې له مخې، د موسی کلا په عملیاتو کې د طالبانو شااوخوا ۵۰ مشران مړه او ټپیان شوي دي.

خو په کابل کې د غوڅ ملاتړ د ماموریت ویاند ډګرمن مارتین او ډونېل Martin O'Donnell تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې دا طالب مشران د فراه په جګړه کې له تېښتې وروسته تر تعقیب لاندې وو او تېره اوونۍ د پنجشنبې په ورځ په موسی کلا کې په هوايي حمله کې په نښه شول.

او ډونیل وویل:

"یو علت چې موږ دا هدف غوره کړ قسماً دا و چې موږ طالبان پر فراه له حملې وروسته څارل، موږ دوی په داسې حال کې تر څارنې لاندې ونیول چې غوښتل یې په دې اړه پرېکړه وکړي چې په فراه کې له ماتې وروسته باید څه وکړي، ځکه د فراه ماتې په رښتیا دوی له صحنې وایستل، زه فکر کوم چې په دې غونډه کې د جګپوړو طالب مشرانو راټولېدل د دې حقیقت ښکاروندويي کوي چې د افغانستان د ملي امنیت د ادارې او د امریکا د پوځ او د ناټو د ځواکونو ارزیابي چې د دوی مرستې ته ورغلل، طالبان په رښتیا اړ کړل چې پر خپل دریځ او اقداماتو بیا غور وکړي."

د غوڅ ملاتړ ماموریت وايي چې د موسی کلا عملیات په تېر یوه کال کې وسله والو طالبانو ته تر ټولو لویه ضربه وه.

د افغانستان دفاع وزارت هم وايي چې دا حمله د طالبانو لپاره خورا لویه ضربه وه.

د دفاع وزارت ویاند جنرال محمد رادمنش ازادي راډیو ته وویل چې افغان او نړیوال ځواکونه به د طالبانو د مشرانو د منځه وړلو عملیاتو ته دوام ورکړي.

محمد رادمنش
محمد رادمنش

نوموړي وویل:

"په موسی کلا ولسوالۍ کې د ترورېستي ډلو ۵۰ تنه مشران له منځه ولاړل، دې د دوی پر فعالیتونو خورا ناوړه اغېز کړی، همداراز په ټول هېواد کې د دوی رهبرانو او قوماندانانو ته غاښ ماتوونکی ځواب ویل شوی او په راتلونکې کې به هم وویل شي."

طالبانو په موسی کلا کې د خپلو قوماندانانو مرګ ژوبله تشه ادعا بللې ده.

د طالبانو ویاند قاري محمدیوسف احمدي یوه ورځ وروسته له دې چې د غوڅ ملاتړ ماموریت په موسی کلا کې د طالب مشرانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړ، په یوه خبرپانه کې وویل چې دا حمله د ولسي خلکو پر کور شوې او په ترڅ کې یې پنځه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د طالبانو د دې وینا په ځواب کې د غوڅ ملاتړ د ماموریت ویاند ډګرمن او ډونیل وايي چې که وژل شوي کسان په رښتیا ملکیان وای، نو د طالبانو ویاند ولې مخکې نه ویل او په دې اړه یې خپله خبرپاڼه ولې د ناټو له خبرپاڼې وروسته خپره کړه؟

XS
SM
MD
LG