- د فراه امنیتي وضعیت
که څه هم د فراه والي تېره ورځ ویلي و چې وسلهوال طالبان د فراه له ښاره په شا تمبول شوي او ښار د دوی په بشپړ کنټرول کې دی، خو د دغه ولایت د ولایتي شورا رئیس وايي چې تېره شپه یو ځل بیا طالبانو په ښار حمله کړې ده.
فرید بختور د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غويي ۲۷» غرمه مهال ازادي راډيو ته وویل چې طالبانو ته مرستندویه وسلهوال رارسېدلي او د امنیه قوماندانۍ او محبس په ګډونیې یو شمېر مهمې ولایتي ادارې تر حملې لاندې نیولې دي.
ښاغلي بختور زیاته کړه:
"بېګاه ۱۱ بجې بیا د فراه په ښار کې جګړه پيل شوې، وسلهوال په امنیه قوماندانۍ، محبس او زما په شخصي مېلمستون باندې حملې او ډزې کوي، تر اوسه هم وسلهوال مخالفین د ښار په مرکز کې دي، دوی ته ځیني مرستندویه طالبان هم رارسېدلي، اوس هم په ښار کې جګړه روانه ده."
دا په داسې حال کې ده چې د سې شنبې په ورځ وسلهوالو طالبانو پر فراه ښار ډلهییزې حملې وکړې او ان د لنډ مهالي لپارهیې د فراه د مرکز ځینې سیمې هم ونیولې.
افغان چارواکو تېره ورځ وویل چې په جګړه کې وسلهوالو طالبانو ته د درنو تلفاتو له اوښتو وروسته دوی په شا تمبول شوي دي.
خو د فراه والي عبدالبصیر سالنګي د پنجشنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې په فراه ښار کې د جګړې بیا پیل رد کړ او ویېویل چې د ښار وضعیت د امنيتي ځواکونو تر کنټرول لاندې دی.
ښاغلي سالنګي زیاته کړه:
"دا مهال ۶۰۰ کمانډو، د ملي امنیت، ملي پولیس، د ۴۴۴ قطعې ځواکونو ټوله ساحه تلاشي کړه، موږ داسې علایم پيدا نهکړل چې هلته دې طالبان وي، وضعیت نورمال او حالت تر کنټرول لاندې دی. امنیه قوماندان، د لوا قوماندان، د قول اردو رئیس ارکان، د قول اردو قوماندان، د امنیت رئیس او زه «والي» یوځای یو، تصفیه روانه ده. د وسلهوالو هېڅ نښه نهلیدل کېږي."
خو د ولایتي شورا رئیس فرید بختور د فراه د والي خبرې ردوي او له مرکزي دولته غواړي چې څومره ژر چې ممکنه وي د فراه ولایت د ژغورلو لپاره جدي امنیتي اقدام وکړي.
د فراه امنیه قوماندان فضل احمد شیرزاد تېره ورځ خبریالانو ته ویلي و داسې اسناد شته چې ایران د فراه په جګړه کې له وسلهوالو طالبانو سره مرسته کوي.
څه موده مخکې وسلهوالو طالبانو د الخندق په نوم نوي پسرلني عملیات پیل کړل چې ورسره په یو شمېر ولایتونو کې امینتي وضعیت خراب شوی، جګړو زور اخیستی او مرګ ژوبله هم زیاته شوې ده.
- د غزني امنیتي وضعیت
په ورته وخت کې په ولسي جرګه کې د غزني استازي علي اکبر قاسمي ازادي راډيو ته وویل چې وسلهوالو مخالفینو تېره شپه د جغتو ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ او زنهخان ولسوالۍ یو شمېر امنیتي پوستې هم نیولي او د امنیتي ځواکونو ۲۷ سرتېرو تهیې مرګ ژوبله اړولې ده.
قاسمي زیاته کړه:
"تېره شپه د غزني د جغتو ولسوالۍ امنیه قومانداني وسلهوالو مخالفینو ونیوله، ټول امکانات او تجهیزاتیې له ځان سره یوړل، ۱۶ امنیتي ځواکونه تلفات لري او همدا شان په زنهخان ولسوالۍ کې هم درې امنیتي پوستې وسلهوالو نیولې دي."
د غزني والي عبدالکریم متین که څه هم د چغتو ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ د نیولو په اړه څه نهوايي، خو د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې لوړ امنیتي ګواښونه تأییدوي.
- د جوزجان امنیتي وضعیت
بلخوا د جوزجان د والي مرستیال عبدالرحمن محمودي وايي چې له تېرې ورځې راهیسې د دغه ولایت قرقین ولسوالي هم د وسلهوالو له لوري محاصره شوې ده.
- د دفاع وزارت غبرګون
د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند دفتر سرپرست محمد رادمنش ازادي راډیو ته وویل چې د فراه ښار په شمال او لوېدیځ کې ډزې اورېدل کېږي او په ښار کې تصفیوي عملیات هم روان دي.
ښاغلی رادمنش وايي چې په غزني کې د وسلهوالو طالبانو د ځپلو لپاره عملیات روان دي او تر اوسه پهدغه ولایت کې ۵۲ وسلهوال وژل شوي دي.
ازادي راډیو هڅه وکړه چې پهدې اړه د وسلهوالو طالبانو نظر هم واخلي، خو بریالي نهشوه او نه هم کومې خپلواکې سرچینې تر اوسه یادې ډلې ته د اوښتو تلفاتو رقم تأیید کړی دی.
د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون غړي له حکومته غواړي چې د افغانستان د ۱۹ ناامنه ولایتونو په اړه جدي امنیتي تدابیر ونیسي، هغه ولایتونه چې تر ډېره د وسلهوالو مخالفینو له ګواښونو او حملو سره مخ دي.
راپور: رحمتالله افغان
- پخواني معلومات
له فراه ښاره د ازادي راډیو د خبریال د راپور له مخې تېره شپه له ۱۰ بجو وروسته د ښار په مختلفو برخو کې نښتې پیل شوي چې په یو شمېر سیمو کې تر اوسه روانې دي.
د ازادي راډیو خبریال احمد شاه فطرت د ښار د وضعیت په اړه وویل:
Your browser doesn’t support HTML5
د ازادي راډیو د خبریال په وینا وسلهوالو طالبانو چې ویل کېږي په ښار کې پټ شوي وو او د محبس په ګډونیې پر څو دولتي ودانیو حملې کړې دي.
په فراه ښار کې د وسلهوالو طالبانو لهخوا بیا حملې په داسې حال کې پیل شوي چې تېره ورځ افغان او د ناټو چارواکو وویل چې ښار په بشپړ ډول د حکومت تر کنټرول لاندې راوستل شوی او وسلهوال طالبان په شا تمبول شوي دي.