د افغان حکومت اجرائیه رئیس وايي، وروستیو امنیتي پېښو ته په کتو وسلهوالو طالبانو د حکومت لهخوا د سولې وړاندیزونو ته په خبرو او عمل کې هېڅ ډول لېوالتیا نهده ښودلې.
عبدالله عبدالله چې د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غويي ۲۴» د وزیرانو شورا له پيل مخکې رسنیو ته خبرې کولې وویل چې اوس د دې وخت رارسېدلی چې نور ځانونه غلط نهکړو او د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ د امنیت لپاره لاس پهکار شو.
ښاغلي عبدالله یو ځل بیا په تُنده لهجه وویل چې د افغانانو لومړیوب یو شی «امنیت» دی، موږ «حکومت» په نورو کارونه ځان مصروف کړی دی، خو نوموړي په جزئیاتو سره څه ونهویل.
اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله زیاته کړه:
"حالت هغه نقطې ته رسېدلی چې زه د هېواد د یوه تبعه او د اجرائیه رئیس په توګه بالاخره باید یو روښانه او واضح دریځ غوره کړم، اخري فرصت او بحث دا چې په رښتیا هم موږ د افغانستان ښو ته ژمن یو که نه؟ په تېرو څو ورځو کې موږ د ملي امنیت شورا او اعلی سرقوماندانۍ د یوې غونډې شاهد نهیو، هره ورځ تلفات لرو، د افغانستان خلک قتل عام شول، امنیتي ځواکونه وژلو ته ورکوو، دلته څوک مسؤل دی؟ راځئ خلکو ته ځواب ورکړو."
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ننګرهار پر مستوفیت چې مسؤلیتیې داعش ډلې پر ځان ومانه په انتحاري او ډلهییزه حمله کې ۱۰ کسان ووژل شول او ۴۲ نور ټپيان شول.
په تېرو دوو اوونیو کې د کابل په یو شمېر سیمو کې هم خونړۍ حملې وشوې چې لسګونه کسانو تهیې مرګ ژوبله واړوله.
په ورته وخت کې طالبانو د بغلان د تالهوبرفک ولسوالۍ او د فاریاب د بل چراغ ولسوالۍ له سختو حملو وروسته ونیولې او هم د فراه ولایت په یو شمېر امنیتي پوستو يې مرګونې حملې وکړې.

ښاغلی عبدالله د وزیرانو د شورا په غونډه کې
عبدالله عبدالله په ټینګار سره وویل چې په یوه سیمه کې شپږ میاشتې خلک په دفاعي حال کې محاصره وي، خو حکومتیې دفاع نهشي کولای او د مړو او ټپيانو غمیې نهخوړل کېږي.
ازادي راډیو هڅه وکړه چې د ښاغلي عبدالله د تازه څرګندونو په اړه د جمهوري ریاست نظر هم واخلي، خو بریالۍ نهشوه.
په تېرو څو ورځو کې موږ د ملي امنیت شورا او اعلی سرقوماندانۍ د یوې غونډې شاهد نهیو.
بلخوا د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون یو شمېر غړي بیا وايي چې رښتیا هم د حکومتي مشرانو د نهپاملرنې له امله امنیتي وضعیت ورځ تر بلې د خرابېدو په لور روان دی.
د دغه کمېسیون غړی صالح محمد صالح له ازادي راډیو سره په خبرو کې سپارښتنه کوي، پهکار ده چې ولسمشر او اجرائیه رئیس خپلمنځي سیاسي اختلافات یو لوري ته کړي او د امنیت د ښهوالي لپاره په ګډه کار وکړي.
صالح محمد صالح
ښاغلي صالح زیاته کړه:
"له عبدالله نه مو غوښتنه دا ده، د دې پر ځای چې بیانیې ورکړي، باید دواړه مشران په ارګ کې سره کېني او د افغانستان د امنیتي وضعیت د ښهوالي لپاره کار وکړي."
څه موده وړاندې وسلهوالو طالبانو د الخندق په نوم نوي پسرلني عملیات پیل کړل چې ورسره د پلازمېنې کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې امینتي وضعیت خراب شوی او جنګ، جګړو او حملو زور اخیستی دی.
د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون غړی صالح محمد صالح وايي، د افغانستان امنیتي او کشفي ارګانونه باید په بشپړې همغږۍ سره د وسلهوالو تر حملو دمخه اقدام وکړي او پلانونهیې ورشنډ کړي.
راپور: رحمتالله افغان