د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي، د سولې د وړاندیز سره ـ سره بیا هم د طالبانو له لوري د جنګ دوام نورو تروریستي ډلو ته د افغان وژنې موقع په لاس ورکړې ده.
ښاغلي عبدالله د چهارشنبې په ورځ د مطبوعاتو د نړیوالې ورځې په مناسبت کابل کې جوړې شوې غونډې ته وویل چې د بیان ازادي د خلکو حق دی او هېڅوک دغه حق ترې نهشي اخېستلای.
نوموړی وايي:
"موږ ټول باید دا ومنو چې ولس ته ملامت یو، هغه څه چې د مصؤنیت په کمېټه کې یې وعده شوې، د عملي کېدو په اړه یې زه ډاډ درکوم. موږ د خبریالانو او رسنیو د قربانیو او سرښندونو قدرداني کوو چې د ستونزو با وجود بیا هم له خپل سنګره نهدي په شا شوي."
د مې د میاشتې ۳مه نېټه هر کال په نړۍ کې د مطبوعاتو د نړیوالې ورځې په مناسبت لمانځل کېږي.
دغه ورځ په افغانستان کې په داسې حال کې لمانځل کېږي چې دوه ورځې وړاندې د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ په کابل کې د دوو حملو په نتیجه کې د ۹ خبریالانو په ګډون ۲۹ تنه ووژل شول او له ۵۰ زیات ټپیان شول.
په وژل شوېو کې د ازادي راډیو درې همکاران سباوون کاکړ، عبادالله حنانزی او فرشته محرم درانۍ هم شامل وو.
Your browser doesn’t support HTML5
Your browser doesn’t support HTML5
Your browser doesn’t support HTML5
په همدې ورځ په خوست ولایت کې د بي بي سي راډیو ولایتي خبریال احمد شاه او له دې نېږدې یوه اوونۍ وړاندې په کندهار کې د کابل نیوز خبریال عبدالمنان ارغند د نامعلومو وسلهوالو په ډزو ووژل شول.
که څه هم حکومت د خبریالانو د خوندیتوب په برخه کې د ځانګړو اقداماتو خبره کوي، خو د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب د کمېټې غړی صدیق الله توحیدي وايي چې نور خبریالان د حکومت په ژمنو بې باوره شوي دي.
ښاغلي توحیدي د مطبوعاتې د نړیوالې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل چې حکومت د امنیت ور اخوا د بې وزله خبریالانو په لاسنیوي کې هم پاتې راغلی.
نوموړی وايي:
"دا چې موږ د مطبوعاتو په نړیواله ورځ کې د امنیتي ځواکونو د ضعف او د هغو خبریالانو چې شهیدان شوي او کورنۍ یې په بې وزله حالت کې ژوند کوي، د لاسنیوي په اړه خبرې کوو له بدهمرغه د خوښۍ او لمانځلو لپاره هېڅ نهدي پاتې."
یادې غونډې ته د افغان ولسمشر محمد اشرف په پیغام کې د خبریالانو وژنه بشري جنایت بلل شوې و او ټینګار شوی و چې ترورېستان نهشي کولای په دا ډول بریدونو د ولس غږ چوپ کړي.
راپور: محمد حدیث پردېس