د افغانستان د «خلکو محور» په نوم سیاسي جریان وايي، حکومت د ښځو د پراخې ونډې شعارونه ورکوي، خو په عمل کې د ښځو د پرمختګ لپاره هیڅ نه کېږي.
دغه جریان چې د جمعې په ورځ «۱۳۹۶کال لړم ۰۵»یې د ښځو کمېټې پرانیسته کوله د ښځې او ډيموکراسۍ په نوم غونډه رابللې وه چې پکې ګډونوالو په بېلابېلو برخو کې د ښځو پر ونډې ټينګار کاوه.
د دغې کمېټې مسؤله حمیده عثمان وايي، د تېر په څېر د درواغو شعارونه باید نور بند شي او معلومه شي چې د افغان ښځو ملاتړ څنګه کېدلای شي.؟
د خلکو محور غونډه.
نوموړې زیاته کړه:
"د افغان ښځو ملاتړ باید څنګه وشي؟ او په ژوندانه کې یې یو مثبت بدلون راشي، موږ باید په بېلابېلو برخو کې د ښځو پر وړاندې خط ونه باسو، د خلکو د محور په استازیتوب ویلای شم چې باید د افغان ښځو ملاتړي و، د ښځو پر ظرفیت باید تمرکز وشي نه دا چې لکه د تېر په څير یوازې د درواغو ژمنې وي."
دا سیاسي جریان چې د روان کال د چنګاښ په میاشت کې د ملي امنیت د پخواني رئیس رحمت الله نبیل په مشرۍ جوړ شوی تر ډېره د ملي وحدت حکومت ته اصلاحي مشورې ورکوي.
د دغه جریان د ښځو د کمېټې مسؤله حمیده عثمان وايي، په حکومت کې د ګڼو نورو ستونزو تر څنګ په ښځو او د دوی پر وړتیاوو ناباوري هغه څه دي چې باید ورته کار وشي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د فیفا د ښځو د برخې د څېړنو له مخې دا وخت په افغان حکومت کې د ښځو ونډه لس فیصده ده.
د افغانستان د ښځو چارو وزارت وايي، حکومت تر راتلونکو درېیو کلونو پورې هڅه کوي چې دا ونډه تر دېرشو فیصدو ورسېږي.
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د افغان حکومت نظر هم واخلو خو بریالي نه شوو.
له دې وړاندې بیا د ملي وحدت حکومت اجرائیه رئیس ویلي، حکومت د ښځو د ونډې پراخېدو ته ژمن دی او په دې برخه کې به ډېر ژر ښځې د تصمیم نیونې په کچه پراخ رول ولري.
له دې سره د مشرانو جرګې غړې رڼا ترین وايي، د ښځو ونډې او نظرونو ته پاملرنه څه زیاته شوې، خو وايي، دا بسنه نه کوي.
ترین: د افغان مېرمنو لپاره ځینې کارونه شوي خو بسنه نه کوي.
نوموړې زیاته کړه:
"اوس چې د فعلي حکومت له خوا ښځو ته کومه ونډه ورکړل شوې هغه په سیاسي ډګر کې د ښځو لپاره د منلو وړ نه ده، ښځو ته ورکړل شوې ونډه بسنه نه کوي او دا باید اضافه شي."
د نظر خاوند نجیب الله بخشنده وايي، په ټولو سیاسي او ټولنیزو برخو کې د قدرت عادلانه وېش نه یوازې د ولسواکۍ مهم اصل دی بلکې د ښځینه او نارینه وو حق دی چې د روانو حالاتو په اړه مساوي رول ادا کړي.
هغه وايي، د نجونو زده کړو، د دوی کار او سیاسي ونډې ته پاملرنه باید د حکومت له مهمو پروګرامونو وي.
راپور: یوسف خان ځدراڼ