د افغانستان د ښځو چارو وزارت وایي، د ښځو وړتیاوو ته باید پاملرنه ډېره شي.
یاد وزارت په بېلابېلو برخو کې د ښځو د وړتیاوو په لوړولو ټینګار کوي او وايي، هر څومره که موږ په خپلو ستراتېژیکو پلانونو کې د مېرمنو ونډه زیاته کړو، خو چې کاري وړتیاوې نهوي موجودې، ګټه نهلري.
د ښځو چارو وزارت مسلکي مرستیالې سپوږمۍ وردګ د دوشنبې په ورځ په کابل کې، د پروموټ پروژې لهخوا یوه جوړ شوي کنفرانس ته وویل چې د ښځو د وړتیاوو د لوړولو په برخه کې، د دغه ډول پروګرامونو هرکلی کوي او دوی هیلهمند دي چې دا ډول پروګرامونه نورو ولایتونو ته هم وغځوي.
اغلې وردګ زیاته کړه:
"یوه لارهیې همدا ده چې موږ ځوانو مېرمنو ته د دوی د وړتیاوو د لوړولو په برخه کې کار وکړو، دوی تکړه کړو، څو وکړای شي له نارینهوو سره په مقایسوي ډول رقابت ته چمتو شي."
د افغانستان د ښځو چارو وزارت په داسې حال کې د ښځو د وړتیاوو په لوړولو ټینګار کوي چې په دغه هېواد کې د ښځینه فعالینو یو شمېر بنسټونو وخت په وخت دا نیوکه کړې چې په حکومتي او نورو مهمو او لویو هېوادنیو مسایلو کې د ښځو ونډه کمه ده.
افغان حکومت د خپل کار په لومړیو کې ویلي وو چې په حکومت کې به ۳۰ سلنه څوکۍ ښځو ته ورکول کېږي.
افغان ښځې وايي، حکومت ته ښايي چې دوی ته د ورکړل شویو ژمنو په برخه کې خپل شعارونه په عمل بدل کړي.
په ورته وخت کې، د پروموټ پروګرام د کارښودو د همغږۍ د ټیم مشرې لیلا رحیمي یاد کنفرانس ته وویل چې دوی شااوخوا ۵۰۰ ښځو ته د ملکي خدمتونو په برخه کې زدهکړې ورکړي چې اړوندو حکومتي ادارو ته بهیې د کارښودو په توګه معرفي کړي.
اغلې رحیمي زیاته کړه:
"هغه ځوانې مېرمنې چې موږ یې د خپل پروګرام په برخه کې تر خپل پوښښ لاندې راولو، هغوی مشخص عمر لري او زموږ هدف دا دې چې په کابل او هغو ولایتونو کې چې فعالیت کوو ۳۰۰۰ مېرمنې تر خپل پوښښ لاندې راولو."
د اغلې لیلا په خبره، اوسمهال دوی ته ۲۵ وزارتونو او نورو اړوندو ادارو د ۱۰۰۰ خالي پوسټونو وړاندیز کړی چې د پروموټ پروګرام لهخوا به ورته وړ کسان معرفي شي.
د یادونې ده چې د امریکا پراختیايي ادارې "یو. اس. اې. ای. ډي" په ۲۰۱۴ میلادي کال کې پروموټ یا د افغان ښځو د پیاوړتیا پروګرام پيل کړ.
د دغه پروګرام په تطبیق سره به په پنځو کلونو کې ۷۵ زره افغانې ښځې چې عمرونهیې له ۱۸ تر ۳۰ کلونو وي، وړتیاوې یې لوړې کړای شي.
راپور: سباوون کاکړ