د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۵۰

ډبلیو.ایچ.او: ژمي د افغانانو روغتیایي اړتیاوې ډېرې کړي


ارشیف
ارشیف

په افغانستان کې د هوا له سړېدو سره د روغتیايي اسانتیاوو د کمښت او موسمي ناروغیو د زیاتېدو په اړه د اندېښنو په دوام تازه د روغتیا نړیوال سازمان WHO  ویلي په افغانستان کې د هوا له سړېدو سره د خلکو روغتیايي اړتیاوي زیاتې شوي دي.

د دې سازمان مشر ټیډروس اډهانوم ګیبریېسوس پر خپله اېکس پاڼه په یو بیان کې چې جمعه د جنوري ۹ مه یې خپور کړی ویلي، د تېر ۲۰۲۵ کال له اکتوبر راهیسي یې د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې ۱۹۳ روغتیايي مرکزونو ته ۲۲۳ ټنه اړین درمل او طبي وسایل مرسته رسولي ده او دا به لږ تر لږه د ۲ سوه زره هغو کسانو سره مرسته وکړي چې د واورو له امله یې روغتیايي خدمتونو ته لاس رسی محدود شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د هوا له سړېدو او په بیلابیلو ولایتونو کې د واور ورېدو له امله د روغتیايي خدمتونو د نشتوالي په برخه کې د خلکو شکایتونه زیات شوي او دې وضعیت د کورنیو په ژوند ژور او مستقیم اغیز کړی دی.

سړه هوا، د لارو بندښت او روغتیايي اسانتیاوو ته محدود لاس رسی هغه څه دي چې خلک له یې له امله شکایت کوي.

د بامیان ولایت یکاولنگ ولسوالۍ یوه اوسېدونکې سید رضا ازادي راډيو ته وویل چې یو زوی یې ناروغ دی او په ولسوالۍ کې یې د روغتیايي اسانتیاوو د نه موجودیت له امله اړ دی چې څو کیلو متره مزل وکړي او خپل ناروغ ډاکتر ته یوسي.

نوموړي وویل:"دلته واوره ډېره زیاته ورېدلې ده، په دې سیمه کې په ژمې کې روغتیايي اسانتیاوې صفر کیږي، په بازار کې یوازې یو ډاکتر شته هغه هم د غاښونو ډاکتر دی چې له بازاره یې کور نیم ساعت لیرې دی، که امکانات وي معاینه خانې ته راځي او که نه وي نه راځي، دلته په لیرو پرتو سیمو کې په ژمي کې د ډاکترانو او روغتیايي اسانتیاوو نه موجودیت معمول دی."

د پلازمینې کابل یوې اوسېدونکې د نوم د نه خپرېدو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې یو ماشوم یې سخت سینه بغل دی او څو وار یې صحت طفل روغتون ته وړی خو لا نه دی ښه شوی.

هغې وویل چې په خصوصي روغتون کې د ماشوم د درملنې توان نه لري او په دولتي روغتونونو کې امکانات کم دي.

"زموږ خونه ډېره سړه ده، دا ماشوم مې له سره اوسه سخت سینه بغل دی، حیرانه یم چې د ژمې تر پایه به څه کوم، زموږ اقتصادي وضعیت هیڅ ښه نه دی، ډاکتر ته مې یوړو راته یې وویل چې سینه بغل دی، دوه ځل مې صحت طفل ته یوړو شربتونه یې راکړل خو ورسره ښه نه شو."

که څه هم د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې خو هغه د تېرې ډیسمبر په ۱۸ مه طالبانو ته نږدې رسنۍ حریت راډیو ته ویلي وو چې په وروستیو کې په موسمي او تنفسي ناروغیو د اخته کسانو شمېر زیات شوی دي.

هغه ویلي وو چې اوس مهال په ټول افغانستان کې نږدې اوه لکه کسان د هوا د سړېدو له امله په موسمي او تنفسي ناروغیو اخته شوي چې زیاته برخه یې له پنځه کلونو کم عمره ماشومان دي.

پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واک او نړیوالو مرستو د کمښت له امله په دې هیواد کې لا له وړاندې روغتیايي اسانتیاوې تر بل هر وخت کمې شوي دي.

د تېر ۲۰۲۵ کال ډیسمبر په ۲۴ مه د روغتیا نړیوال سازمان ډبیلو ایچ او همکارې ادارې یې د روغتیا کلستر خبر ورکړ چې په روان ۲۰۲۵ کال کې د سخت مالي کسر له امله د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې د ۴۴۵ روغتیايي مرکزونو فعالیتونه یا ځنډول شوي او یا هم په بشپړ ډول تړل شوي دي.

په راپور کې راغلي وو چې له دې امله لږ تر لږه ۳ عشاریه ۷۹ میلیونه خلک اغیزمن شوي دي.

له دې وړاندې د کډوالو په چارو کې د ملګرو کمېشنرۍ یو این ایچ سي ار ویلي ویلي وو چې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې ۱۳ عشاریه ۲ میلیونه افغانان په داسې سیمو کې اوسېږي چې ان په یو ساعت واټن لاره کې هم لومړنیو روغتیایي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.

XS
SM
MD
LG