د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۷

د افغانستان د خلکو محور: د حکومت نه مشروعیت افغان دولت غیرقانوني ګرځولی


د افغانستان د خلکو د محور په نوم د سیاسي جریان غړي وايي، د حکومت نه مشروعیت ټول افغان دولت غیرقانوني ګرځولی دی.

دوی وايي، د ملي وحدت حکومت نه مشروعیت او کمزورو کړنو دا وخت د ټول افغان دولت مشروعیت تر پوښتنې لاندې راوستی دی.

د دغه ګوند غړي صدیق پتمن د پنجشنبې په ورځ د ملي وحدت حکومت د درې کلن مزل د څېړلو غونډې ته وویل، د ملي وحدت حکومت له پیله د اساسي قانون خلاف رامنځته شوی خو کړنو یې لا غیر مشروع کړی دی.

صدیق پتمن
صدیق پتمن

ښاغلي پتمن زیاته کړه:

"اوس موږ په داسې پړاو کې یو چې دولت مشروع نه‎دی د حکومت نه خبره وتلي ده. ځکه هر هغه پارلمان چې د هغې عمر پای ته رسیدلای وي لکه د افغانستان که هغه قضائیه قوې ته رأیه ورکړي قضایه قوه مشروع نه‎ده او که هغه اجرائیه قوې ته رأیه ورکړي اجرائیه قوه مشروع نه‎ده کله چې مور قوه خپل قانوني مشروعیت له لاسه ورکړي د هغې نه چې هر څه پیدا کېږي هغه قانوني نه‎دي."

د افغانستان د خلکو د محور په نوم سیاسي جریان د روان کال د چنګاښ په میاشت کې د حکومت د اپوزسیون په توګه د موجودیت اعلان وکړ چې په‎کې تر ډېره د پخواني حکومت چارواکي شامل دي.

تر دغه خوځښت مخکې ګڼو نورو بنسټونو او د انورالحق احدي په مشرۍ نوي ملي جبهې هم د ملي وحدت حکومت په جوړښت او د کار په دوام تل انتقادونه کړي دي.

د چارو یو شمېر کارپوهان وخت نا وخت د یادو سیاسي خوځښتونو او کړېو دا ډول انتقادونه د امتیاز اخېستلو او شهرت موندلو لباره یوه بهانه ګڼي، خو افغان ولسمشر مطبوعاتي سلاکار نبي مصداق وايي، نظر ورکول د خلکو او ګوندونو حق دی.

د افغان ولسمشر مطبوعاتي سلاکار نبي مصداق
د افغان ولسمشر مطبوعاتي سلاکار نبي مصداق

دی وايي:

"دا نوی حرکت دا خپله وظیفه ګڼي چې دا موضوع را پورته کړي ځکه دلته انتخابات راروان دي، دا خبرې تکراري دي، نوي څه په‎کې نشته، ولې داسې خبرې دي چې باید وویل شي او باید په اړه یې تصمیم ونیول شي."

د حقوقي چارو کارپوه برنا صالحي بیا په دې اړه ازادي راډيو ته وویل، خوځښتونه بالعموم د دا ډول انتقادونو له لارې غواړي د حکومت پر وړاندې د خلکو احساسات را وپاروي او امتیازات تر لاسه کړي.

خو د خلکو د محور مشرانو بیا ویلي، دوی حکومت ته نیکې مشورې ورکوي او د ملي وحدت حکومت د ړنګولو او یا په دغه حکومت کې د ونډې اخېستلو اراده نه‎لري.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG