۱۸ کلن محی الدین خپلې ټولې هیلې له ځان سره خاورو ته یوړې

د پولیسو د اکاډمۍ د افسرانو پرکاروان د پنجشنبې د ورځې د ځان وژونکي حملې، اکثره قربانیان هغه کسان وو چې د کورنیو خرڅ ورپه غاړه و.

محی الدین یو له دغو قرباني شویو ځوانانو څخه و چې عمر یې اتلسو ته رسېدلی و.

"پلاره مور ته مې ووایه چېیو ساعت وروسته کورته درځم ."

دا د محی الدین هغه وروستۍ جمله ده چې په ټلیفون کې یې پلارته ویلې ده.

محې الدین کمکي اختر ته په تمه و چې له میدان وردګو څخه به کابل ته ځي او د اخترشپې ورځې به له کورنۍ سره تېروي خو داسې ونه وشول او کورته یې د هغه نیمه سوځېدلې تنه ور وړه.

په دې کور کې د اختر د خوښیو پرځای د غم او ویر تغړ خپور شو.

د محې الدین مشره خور نوریه وايي، ورور یې اتلس کلن و، تازه یې د میدان وردګو د پولیسو له اکاډمۍ څخه، د فراغت سند ترلاسه کړی و او د کور یوازینی کس و چې کور ته یې نفقه برابروله:

"د یوې هیلې لپاره تللی و چې درس ووايي، خو دندې ته ونه رسید، په لاره کې ځوانیمرګ شو، محې الدین کباب شوی و، خدای دې دا درد کافر او مسلمان ته نه ښيي، ټولګیوال یې وايي چې په موټر کې يې شپږ تنه نابلده هم و، کله داچې کسان کوز شول، موږ وچاودېدو، محې الدین ویلی و په رخصتۍ کې کورته راځم، خبر نه و چې د تل لپاره به ځي."

محی الدین د میدان وردګو ولایت د پولیسو په اکاډمۍ کې د روزنې وروسته، د پنجشنبې په ورځ له میدان وردګو څه د کابل په لور روان و چې پر موټر يې ځان وژونکی برید وشو او د خپلو لسګونو ملګرو سره له دې دنیا لاړ.

د محې الدین کشره خور فریبا چې ژړا ژړا ېې اوښکې و چې کړی وې، اوس هم په تمه ده چې ورور به یې د کور په انګړ راننوځي او دې ته به خاندي:

"پلار او مور مې دواړه بوډاګان شوي دي، مورمې يې روغتون بوتلله دا څنګه دولت دی، ورور مې سوځیدلی او ټوټه ټوټه و."

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د پغمان ولسوالۍ د قلعه حیدرخان په سیمه کې دا حمله د دوو ځان وژونکو له خوا شوې چې یوه یې له ځانه سره چاودیدونکي مواد چولي او دوهم یې ټول موټر چولی دی.

دا وزارت وايي، په دې پېښه کې ۳۲ پولیس وژل شوي او ۷۹ ټپیان دي.

د محې الدین مور، د ځوان زوی له غمه د بیهوشۍ په حالت کې په یوه روغتون بسترده.

پلار يي وايي محې الدین ډېری هیلې له ځانه سره ګورته یوړې.

پلار یې داهم وايي، په ټلیفون کې ورسره په اړیکي کې و.

هغه کور ته د رسیدو لحظې شمارلې.

دی وايي کله چې له پېښې خبرشوم، په روغتونونو سر شوم چې پیدا یې کړم:

د وژل شوي محی الدین پلار

"څه وکړو، دا ژوند نور زموږ درد نه دوا کوي، دا هغه درد دی چې یوازې پرورد ګار پرې پوهیږي، دروغ وايي چې دیرش کسان وژل شوي، ۵۰ خو یوځاي وژل شوی دي، په روغتونونو سر وم چې زوی مې پیدا کړم."

دا یوازینۍ کورنۍ نه ده چې ویر کوي بلکې په لسګونو ورته کورنۍ، دغې پېښې په ویر اخته کړې.

د محی الدین او د ده د ملګرو کورنۍ له جمهور ريیس څخه غواړي چې د پېښې په اړه دې د جدي څېړنو حکم وکړي او که امنیتي مسوولینو په خپلو دندو کې بې پروايي کړي وي، جزا دې ورکړي.

راپور خان محمد سیند