د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۰

صدیقي: په نننۍ انتحاري حملو کې ۳۰ تنه وژل شوي او ۵۸نور ټپیان دي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت یوه اعلامیه وايي چې له غرمې مخکې د کابل په لویدیځ کې دوه انتحاري حملو نږدې دیرش تنه د پولیسو افسران وژلي او شاوخوا ۵۸ نور یې ټپیان کړي دي.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي، حمله د پولیسو په هغو پنځو بسونو شوي چې له میدان وردګ ولایته یې مرکز کابل ته د ښوونیز مرکز څخه نوي فارغ شوي محصلین لیږدول.

ښاغلی صدیقي وايي چې د ټپیانو په ډله کې د نهو نورو کسانو وضعیت هم د اندیښنې وړ دی.

صدیقي وايي چې د ټپیانو په ډله کې د نهو نورو کسانو وضعیت هم د اندیښنې وړ دی.
صدیقي وايي چې د ټپیانو په ډله کې د نهو نورو کسانو وضعیت هم د اندیښنې وړ دی.

له دې سره د مازدیګر تر ناوخته پورې امنیتي چارواکو په دې اړه چې د دې پېښې څومره قربانیان ملکي خلک دي څه ونه ویل.

د پنجشنبې په ورځ شاوخوا ۱۱:۳۰ بجو دوه انتحاري حمله کوونکو د کابل د پغمان ولسوالۍ حیدرخان قلعې په سیمه کې د میدان وردګو ولایت د پولیسو له اکاډمۍ د فارغ شوېو نوو ځوانانو د موټرو کاروان تر حملو لاندې راوسته.

د پېښې مسولیت وسله والو طالبانو منلی او د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره یې په دغه پېښه کې لسګونو پولیسو افسرانو او د دوی د ښوونکو وژلو او ټپي کېدو ادعا کړې ده.

د کورنیو چارو وزارت یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي ازادي راډيو ته وویل چې په دغې پېښه کې ۳۱ پولیس وژل شوي او ۴۱ نور ټپیان شوي دي.

افغان جمهور ریس محمد اشرف غني پر پولیسو دا حمله غندلې او ویلي یې دي چې د پولیسو مامورینو د لیږد څرګنوالی به وڅیړل شي.

افغان جمهور ریس محمد اشرف غني پر پولیسو دا حمله غندلې
افغان جمهور ریس محمد اشرف غني پر پولیسو دا حمله غندلې

ښاغلي غني نن په ارګ کې د اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د عدلي او قضایې ادارې د پرانېستې پر مهال وویل:

"زموږ بچیان د ملي پولیسو مرکز ته تلل او هدف یې دا وو چې سبا هر افغان سړی او افغانه ښځه وکولای شي خپلو کارونو ته د دې باور سره چې پولیس کولای شي ساتنه یې وکړي دوام ورکړي."

جمهوري ریاست په یوه خپره شوې خبرپانه کې ویلي چې د پولیسو په لیږد کې د هر ډول بې غورۍ په صورت کې به تعقیبي اقدامات تر سره شي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي چې د پېښې د څېړلو لپاره دوه کمېسیونونه ټاکل شوي تر څو څرګنوالی یې معلوم کړي.

په همدې حال کې جمهور ریس غني وايي چې حکومت یې د پولیسو د وظیفو په برخه کې د یوه عمده بدلون په حال کې ده.

"موږ د پولیسو دندو د اجرا په برخه کې د عمده بدلون په حال کې یو، نن پولیس اړ شوي چې نوي فیصده خپله انرژي د ترورېزم مخنیوي او باغیانو ته ځانګړي کړي په داسې حال کې چې د پولیسو اساسي دنده د جرمونو کشف او د قانون تطبیق دی."

اجراییه رییس عبدالله عبدالله هم دا حمله نه بخښونکی جنایت وباله او ویې ویل چې پولیس د امنیت د ټینګښت په برخه کې هره ورځ قربانی ورکوي.

عبدالله عبدالله هم دا حمله نه بخښونکی جنایت وباله
عبدالله عبدالله هم دا حمله نه بخښونکی جنایت وباله

د امریکا سفارت په یوه خبرپاڼه کې د پولیسو په افسرانو او ملکي خلکو دا حمله ظالمانه او نه بخښونکي یاده کړي ده.

په همدې حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم د حملې د غندلو تر څنګ ویلي چې د پاکستان خلک او حکومت د افغانستان سره خپله غمشریکي شریکوي.

له دې دوه میاشتې وړاندې هم په ځواکونو ورته یوې قوي انتحاري حملې د کابل د پل محمود خان په سیمه کې د رجال برجسته ریاست کارکوونکو ته درنه مرګ ژوبله رسولي وه.

د حمل میاشتې په وروستی ورځ دغې حملې د لوړپوړو چارواکو د ساتنې ریاست له شپیتو ډیر کسان وژلي او له ۲۵۰ ډير نور ټپیان کړي وو.

تېره اوونۍ هم کابل د یوې انتحاري حملې شاهد وو چې د بنایي په سیمه کې دغې حملې بیا ۱۴ کسان چې ډیر یې نيپالي وګړي وو ووژل.

صدیقي: د کابل په نننۍ حمله کې شاوخوا ۳۰کسان وژل شوي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:05 0:00

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG