د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۲

صدیقي: د کابل د وروستیو حملو په اړه جدي څېړنې روانې دي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، د کابل ښار د پنجشنبې ورځې خونړۍ حملې په اړه به د دوی د تحقیقاتي ډلې کارونه ډېر ژر بشپړ شي.

د دغه وزارت ویاند وايي په دې تحقیقاتي ډله کې د کورنیو چارو وزارت بېلابېلې ادارې شاملې دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، د دغه وزارت له لوري د تحقیقاتي ډلې د څېړنو یوه مهمه برخه به دا وې چې په راتلونکي کې د دا ډول پېښو مخنیوی وشي.

د دغه وزارت ویاند صدیقي صدیقي د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل د کورنیو چارو وزیر هم دغې تحقیقاتي ډلې ته دنده سپارلې څو خپل کارونه ژر ترژره پای ته ورسوي.

هغه زیاته کړه:

"د کورنیو چارو وزیر نن هم په ټينګار سره دغه تحقیقاتي ګروپ ته هدایت ورکړ چې ډېر ژر باید خپل کارونه خلاص کړي او د دې قضیې ټولې برخې دې وڅېړي او کومې پوښتنې چې له قضیې وروسته پیدا کیږي هغو باید ځواب پیدا کړي نو دوی په جدیت سره کار کوي او د کورنیو چارو وزارت بېلابېلې ادارې په ګډه دا مسوولیت مخې ته وړې."

دغه تحقیقاتي ډله وروسته له هغې جوړه شوه چې د پنجشنبې په ورځ دوه انتحاري حمله کوونکو د کابل د پغمان ولسوالۍ په قلعه حیدرخان سیمه کې د میدان وردګو ولایت د پولیسو له اکاډمۍ څخه د فارغو شوېو پولیسو د موټرو کاروان تر انتحاري حملو لاندې راوست.

د پنجشنبې په ورځ د کابل لویدیځه څنډه کې د نویو فارغ شویو پولیسو پر موټرو غبرګې انتحاري حملې وشوې
د پنجشنبې په ورځ د کابل لویدیځه څنډه کې د نویو فارغ شویو پولیسو پر موټرو غبرګې انتحاري حملې وشوې

کورنیو چارو وزارت وایي چې په دې حملو کې ۳۲ تنه وژل شوي او نږدې ۸۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د پېښې مسولیت وسله والو طالبانو منلی.

د میدان وردګو ولایت د پولیسو له اکاډمۍ څخه د فارغو شویو پولیسو د موټرو په کاروان په داسې حال کې خونړۍ حمله شوې چې تردې وړاندې له وسله والو طالبانو سره د میدان وردګو ولایت د امنیې قوماندان خلیل اندرابي د همکارۍ په اړه راپورونه خپاره شوي او حکومت هم ویلي چې په دې اړه څېړنه کوي.

بل لور ته د افغانستان د ولسي جرګي اداري پلاوی وایي، حکومت او د خلکو استازي باید په کابل کې د وروستۍ خونړۍ حملې په وړاندې بې تفاوته پاتې نه شي.

د جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي په دې اړه وویل:

عبدالروف ابراهیمي
عبدالروف ابراهیمي

"د دې پېښې په تړاو لکه څنګه چې په حکومت غږ کوم د افغانستان ملي شورا په ځانګړي ډول ولسي جرګې ته هم سپارښتنه کوم چې دا او دې ته ورته نورې پېښې چې یو په بل پسې تکراریږي باید په سادګۍ ورته ونه کتل شي."

خو د سیاسي چارو کارپوهان بیا د پېښې وروسته د حکومت له لوري د کمېټو ټاکل یو عکس العملي کړنه یادوې.

افغان کار پوه مطیع الله خروټي ازادي راډيو ته وویل چې په تېر کې هم د کندز پېښې په ګډون د حکومت له لوري بېلابېلې کمېټې ګمارل شوي خو په وینا یې چې اکثرو یې نتیجه نه ده ورکړې.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG