د افغانستان د کورنیو چارو وزارت نن اعلان وکړ چې په کابل کې د میدان وردګو د پولیسو د اکاډمۍ پر محصلینو د برید په پیښه کې د وژل شویو کسانو شمېر دوه دیرشو ته رسیدلی.
د کورنیوچارو وزارت په یوه بیان کې چې نن خپور شو همداراز افغانانو ته ډاډ ورکړی چې له وسله والو طالبانو څخه به د دوی د بچیانو غچ واخلي.
ولسمشراشرف غني او د کورنیوچارو وزارت د دې پېښې په اړه د څېړنې لپاره کمېسیونونه موظف کړي دي.
د دې کمېسیونونو د څېړنو د نتایجو په اړه احمد تکل د کورنیوچارو وزارت له ویاند صدیق صدیقي سره مرکه کړې.
ښاغلي صدیقي د مرکې په پیل کې د دې کمېسیونو د څېړنو د کار پر پرمختګ رڼا واچوله: