د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۷

صدیقي: د کابل پرونیو انتحاري حملو کې د وژل شویو شمېر ۳۲ ته ورسېد


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په کابل کې د پرونو حملو د تلفاتو شمېر زیات شوی.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې د وژل شويو شمېر ۳۲ او د ټپيانو شمېر نږدې ۸۰ تنو ته رسېږي.

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت پرونۍ حملې په سختو ټکو غندلي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په کابل کې په پرونۍ حمله کې د تلفاتو په اړه نوي معلومات شريک کړي.

د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي په دې اړه له آزادي راډيو سره د خبرو پر مهال وويل:

"زموږ دوه دېرش هغه قهرمانان، د دې خاورې اصلي بچيان چې اماده شوي وو چې د خپل هېواد او خلکو ساتنه وکړي، دوی خپل ځان قرباني کړی دی، يو کس بل هم ملکي وګړی دی چې شهید شوی او د زخميانو شمېر نهه اويا ته رسېدلی چې په هغه کې هم يو ملکي زخمي لرو."

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په کابل کې پرونۍ حملې په سختو ټکو غندلي دي.

د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت پرونۍ حملې په سختو ټکو غندلي
د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت پرونۍ حملې په سختو ټکو غندلي

د دغه ماموریت د قوماندان د عامه اړیکو مرستیال او ویاند بريد جنرال چارلس کليفلند د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي:

"طالبانو يو ځل بيا د انسانانو ژوند ته بشپړه بې اعتنايي ثابته کړه، د بمونو استعمال افغانانو ته درنه مرګ ژوبله اړوي."

ده همداراز ويلي:

"د طالبانو حملې په افغانستان کې د ملکيانو د وژل کېدو تر ټولو لوی لامل دی، موږ د افغانستان د دښمنانو دا عمل په سختو ټکو غندو او د ملي یووالي د حکومت او د خپلو افغان متحدانو ملاتړ ته به په ټينګه ژمن یو."

د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په اعلاميه کې د دې تروريستي حملې څخه د اغېزمنو شویو کورنیو ته د زړه له تله تسليت ويل شوی.

دوی ويلي چې د افغانانو سره به د تل پاتې سولې لپاره کار کوي او همداراز به د افغانستان د امنیت په برخه کې له افغانانو سره تر څنګ ولاړ وي.

په همدې حال کې امریکا هم د کابل حملې غندلي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وياند جان کربي پرون په واشنګټن کې خبريالانو ته وويل:

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کربي
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کربي

"امریکا پر افغان ملي پوليسو او ملکيانو په کابل کې دغه خونړۍ حملې غندي، لومړۍ حملې د پوليسو اکادمۍ فارغین په نښه کړل، دوهمه حمله پر هغو زړه ورو کسانو وشوه چې د لومړۍ حملې قربانيانو مرستې ته په بېړه ورغلل، د روژې په مقدسه مياشت کې دا حملې انساني ژوند ته او هغه خطر ته چې دا حملې يې د افغانانو ژوند ته پېښوي، د سخت دريځو بشپړه بې اعتنايي ښيي."

جان کربي زياته کړه چې داسي حملې به له افغان حکومت او خلکو څخه د امریکا ملاتړ نور هم زیات کړي.

امریکا به د افغانانو د هڅو لا زيات ملاتړ کوي چې خپل هېواد ته د سولې او ثبات د راوستلو لپاره يې کوي.

د پنجشنبې په ورځ دوه انتحاري حمله کوونکو د کابل د پغمان ولسوالۍ په قعله حیدرخان سیمه کې د میدان وردګو ولایت د پولیسو له اکاډمۍ څخه د فارغو شوېو پولیسو د موټرو کاروان تر انتحاري حملو لاندې راوست.

د دې حملو مسؤلیت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی.

XS
SM
MD
LG