د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۸

سمیع: د کابل انتحاري حملو کې غفلت کوونکي مسؤلین باید مجازات شي


د افغانستان د مشرانو جرګې د کورني امنیت کمېسیون یو شمېر غړي وايي چې د کابل د پنجشنبې د ورځې په انتحاري حملو کې چې په کې ۳۰ تنه افغان پولیس وژل شوي او نږدې ۶۰ تنه ټپیان شوي وظیفوي غفلت شوی دی.

د مشرانو جرګې د کورني امنیت د کمېسیون غړي فیصل سمیع وايي، په دې اړه باید څېړنه وشي او هغه کسان چې دنده کې یې غفلت کړی مجازات شي.

د افغانستان د مشرانو جرګې د کورني امنیت د کمېسیون یو شمېر غړي په کابل کې د پولیسو پر موټرو د پنجشنبې د ورځې انتحاري حملې غندي وايي چې په دې برخه کې څرګند وظیفوي غفلت شوی دی.

د مشرانو جرګې د کورني امنیت د کمېسیون غړي فیصل سمیع د جمعې په ورځ ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې تېرو تجربو ته په پام سره پکاره وه چې کابل ته د دغو پولیسو د انتقال په برخه کې بې غوري نه وای شوې.

ښاغلي سمیع وايي، په دې برخه کې باید جدي څېړنې وشي او هغه کسان چې دنده کې یې غفلت کړی مجازات شي.

سمیع: د مسوولینو د غفلت له امله دغه پېښه شوې ده
سمیع: د مسوولینو د غفلت له امله دغه پېښه شوې ده

هغه زیاته کړه:

"د مسوولینو د غفلت له امله دغه پېښه شوې ده او زموږ یو شمېر زیات سرتېري شهیدان شوي دي، دوی نه باید څېړنه وشي او دوی باید مجازات شي، ځکه چې دوی غفلت وظیفوي کړی دی."

د پنجشنبې په ورځ دوه انتحاري حمله کوونکو د کابل د پغمان ولسوالۍ په قلعه حیدرخان سیمه کې د میدان وردګو ولایت د پولیسو له اکاډمۍ څخه د فارغو شوېو پولیسو د موټرو کاروان تر انتحاري حملو لاندې راوست چې ویل کېږي ۳۰ تنه په کې وژل شوي او نېږدې شپیته نور ټپیان دي.

د پېښې مسولیت وسله والو طالبانو منلی او د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره یې په دغه پېښه کې د پولیسو د لسګونو افسرانو او د دوی د ښوونکو د وژلو او ټپي کېدو ادعا کړې ده.

تر دغې پېښې وروسته افغان ولسمشر محمد اشرف غني پر پولیسو دا حمله غندلې او ویلي یې دي چې د پولیسو مامورینو د لیږد څرګنوالی به وڅېړل شي.

ولسمشر غني: د پولیسو مامورینو د لېږد څرنګوالی به څېړل شي
ولسمشر غني: د پولیسو مامورینو د لېږد څرنګوالی به څېړل شي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم ویلي چې د پېښې د څېړلو لپاره دوه کمېسیونونه ټاکل شوي تر څو څرنګوالی یې معلوم کړي.

په ورته وخت کې د امنیتي چارو یو شمېر افغان کارپوهان هم په قضیه کې د یو شمېر مسوولینو ښکېل تیا ته په پام سره وايي چې، دغه پېښه په قصدي ډول رامنځته شوې ده.

د امنیتي چارو افغان کارپوه جنرال عتیق الله امرخېل په همدې نظر دی:

امرخېل: دغه پېښه په قصدي ډول رامنځته شوې ده
امرخېل: دغه پېښه په قصدي ډول رامنځته شوې ده

"ماته داسې ښکاري چې دا کار قصدي دی، فقط داسې چې دوی پیسې اخیستي وي، دوی یې سپاره کړي او هغوی ته یې احوال ورکړی او حمله یې کړې ده. که نه نو یو عاقل انسان، یو افسر لا اقل چې یوه ورځ یې په اردو او پولیسو کې کار کړی وي لومړنی شرط ورته د قطار د امنیت ساتل دي او دا هم ډېر اسانه دی چې په تعلیم نامه کې شته."

د افغانستان د مشرانو جرګې د کورني امنیت د کمېسیون غړي له حکومت غواړي چې د ورته پېښو د بیا تکرار د مخنیوي لپاره جدي اقدام وکړي.

د یاد کمېسیون غړی فیصل سمیع وايي حکومت په ځانګړي ډول امنیت شورا باید د امنیتي ځواکونو د راټولېدو او له یو ځای نه بل ځای ته د دوی د انتقال لپاره پر یو جامع طرز العمل فکر وکړي.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG