د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۰

صدیقي: د کابل په نننۍ حمله کې شاوخوا ۳۰کسان وژل شوي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د پولیسو د اکاډمۍ پر فارغانو په نننۍ حمله کې شاوخوا دېرش کسان وژل شوي او اته دېرش نور ژوبل دي.

د یاد وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته وویل، حمله نن غرمه مهال د هغو پولیسو پر موټرو شوې چې تازه د میدان وردکو د پولیسو له اکاډمۍ فارغ شوي و.

د ښاغلي صدیقي په خبره د یادې حملې د څېړلو لپاره یو کمېسیون ټاکل شوی او په جدي څېړنې یې پيل کړي دي.

بل خوا افغان ولسمشر د میدان وردګو د پولیسو د اکاډمۍ د فارغانو پر موټرو حمله غندلې او امر یې کړی چې له میدان وردک نه کابل ته د یادو پولیسو د انتقال مسئله ژر وڅېړل شي.

جمهوري ریاست په یوه بیان کې د ولسمشر په حواله ویلي چې په روژه کې د طالبانو له خوا د خلکو وژنه د هغوی د ماتې نښه ده او که چېرته د پولیسو په انتقال کې کومه تېروتنه شوي وي ژر به تعقیبي اقدامات وشي.

اخوا په کابل کې د امریکا سفارت په پولیسو او ملکیانو باندې نننۍ حمله ظالمانه او نه بخښونکې بللې ده.

د یاد سفارت په یوه بیان کې د پېښې له قربانیانو سره غمرازي ښودل شوې او افغانستان ته د سولې او امنیت په راوستلو کې د امریکا د مرستو ډاډ ورکړل شوی دی.

موټر بم چاودنې له دیرشو ډېر کسان مړه او ټپیان کړي دي.
موټر بم چاودنې له دیرشو ډېر کسان مړه او ټپیان کړي دي.

پخواني:

افغان امنیتي چارواکي وايي چې د کابل په لویدیځ کې شوي موټر بم چاودنې له دیرشو ډېر کسان مړه او ټپیان کړي دي.

د کابل امنیه قوماندان عبدالرحمن رحیمي په سیمه کې خبریالانو ته ویلي چې دا لومړني معلومات دي او ښايي چې وروستي ارقام توپیر پیدا کړي.

د پېښې مسؤلیت وسله والو طالبانو پر غاړه اخېستی.

پخواني:

د کابل امنیه قومندان تایید کړه چې د کابل ښار ارغندې چوک ته نږدې د قلعه حیدر سیمه کې د یوې چاودنې غږ اورېدل شوې.

د پېښې مسؤلیت وسله والو طالبانو پر غاړه اخېستی.
د پېښې مسؤلیت وسله والو طالبانو پر غاړه اخېستی.

د دې قومندانۍ ویاند بصیر مجاهد څو شېبې مخکې ازادي راډیو ته وویل چې په دې اړه څېړنې روانې دي خو تر اوسه ددې چاودنې څرنګوالی نه دی معلوم.

ښاغلي مجاهد زیاته کړه:

"یوازې یو غږ اورېدل شوی او سیمې ته د زون له مرستیال سره یوځای د څېړنې ټیم هم ورغلی، خو د څرنګوالي په اړه یې معلومات نشته."

هغه وویل چې په خپله هم ددې چاودنې د نوعیت معلومولو ته ورغلې څو نور جزیات له موږ سره وروسته شریک کړي.

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا یوه اوونۍ مخکې د کابل په بنايي سیمه کې یوې انتحاري حملې ۱۴تنه نیپالي وګړي وژلي وو.

ددې انتحاري حملې پړه وسله طالبانو په غاړه اخیستې.

XS
SM
MD
LG