د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۳

د کابل د انتحاري حملو په اړه د نړیوالو ورځپاڼو تبصرې


ګڼ شمېر لوېدیځو ورځپاڼو په کابل کې پر پولیسو د پرونیو ځان وژونکو بریدونو په اړه مطالب خپاره کړي دي.

نیویارک ټایمز لیکي، په تېرو دوه اونیو کې دا دوهم ځل دی چې په کابل کې ځانوژونکې بریدونه په لویه اندازه مرګ ژوبله اړوي.

نیویارک ټایمز لیکي د کابل وروستۍ حمله دا موضوع روښانه کوي چې افغان حکومت او نړیوال متحدان يې نه دي توانېدلي چې طالبان د سولې خبرو ته کېنوي او یا دا ډله لږ تر لږه د روژې په مبارکه میاشت کې اوربند ته غاړه کېږدي.

ورځپاڼه د افغان چارواکو په حواله لیکي چې لومړی د پولیسو د لېږدونکو پر پینځو بسونو یوه ځانوژونکې د موټر پواسطه برید وکړ او لږه شیبه وروسته بلې چاودنې سیمه په نښه کړه.

د دوهم د څرنګوالي په اړه تر اوسه په دقیقه توګه څه نه دي ویل شوي.

یو.ایس.ای ټوډې:

یو ایس اې ټوډي ورځپاڼې بیا د کابل په کمپنۍ سیمه کې د پرونیو چاودونو په اړه د قاطع ملاتړ د ماموریت د ویاند څرګندونې نکل کړي دي.

تورن جنرال چارلس کلیفلنډ ویلي طالبانو یو ځل بیا وښودله چې د انسانانو ژوند ته هیڅ درناوی نه لري.

د نوموړي په وینا ځان وژونکو او د سړک د غاړې چاودونو له ډېرو افغانانو ژوند اخستی دی.

جنرال کلیفڼد ویلي، د ناټو قاطع ماموریت دا برید غندي او یو ځل بیا ټینګار کوي چې نړیواله ټولنه به د افغانستان له حکومت او ولس سره په کلکه ولاړ وي.

یو ایس يې ټوډي د برید د څرنګوالي په اړه د طالبانو د ویاند زبیح الله مجاهد څرګندونې راخستې چې ویلي، لومړی یو پلې ځانوژونکې د پولیسو د بسونو پر کتار برید وکړ او وروسته بیا یوه بل انتحاري د موټر پواسطه حمله وکړه.

دې او نورو لوېدیځو ورځپاڼو هم د کابل د پرونۍ حملې د مرګ ژوبلې په اړه ضد او نقیض شمیرې خپرې کړي دي.

ډیلي تیلیګراف:

ډیلي تیلیګراف هم د کابل د پرونۍ حملې په اړه مقاله خپره کړې ده.

ورځپاڼه لیکي د طالبانو ځانوژونکو برید کونکو نوي فارغ شوي افغان پولیس په نښه کړل.

ډیلی تیلیګراف د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت په حواله ویلي په دې اړه تحقیقات کیږي چې ایا په ریښتیا دا ځانوژونکي بریدونه وو او که بمي چاودنې.

د مقالې لیکوال وايي په پاکستان کې د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور تر وژل کیدو وروسته چې یوې بې پلیوټه امریکا الوتکې وویشت،ددې ډلې نوي مشر ملا هبت الله اخونزاده هم د افغان حکومت پر ضد د جګړې لاره خپله کړې ده.

خو ډیلي ټیلیګراف د مقالې په پای کې لیکي، سره له دې چې طالبان د ځانوژونکو او بمي حملې ترسره کړي خو دا ډله اوس د افغان حکومت سربیره له یوه بل پلوه تر سخت فشار لاندې ده چې هغه د اسلامي دولت په نامه ډله یا داعش دی چې د افغانستان په ختیځ فعال دی.

XS
SM
MD
LG