د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۵

نړیوالو ورځپاڼو کابل کې د وروستیو حملو په اړه تبصرې کړي


نیوزویک مجلې په یوه مقاله کې په کابل کې د پنجشنبې د ورځې خونړۍ حملو په اړه لیکلي دي.

دا حملې د کابل په لويديځ کې د پوليسو پر موټرونو وشوې چې په کې تر دېرشو زیات نوي فارغ شوي پوليس ووژل شول او دا کسان کابل ته د تګ پر مهال تر حملو لاندي راغلل.

نیوزویک لیکي چې طالبانو د دغو حملو مسئوليت منلی دی.

مجله لیکي چې طالبانو وروسته له هغه چې په وروستیو درو کلونو کې يې دوه مشران وژل شوي، د حکومت پر ضد خپلو حملو ته دوام ورکړی.

تېره مياشت هم په کابل کې په یوه ځانمرګي بريد کې طالب جنګيالیو د نيپال څخه څوارلس امنيتي ساتونکي ووژل.

انډپنډنټ:

د لندن چاپ انډپنډنټ ورځپاڼې هم د کابل د پنجشنبې د ورځې حملو ته اشاره کړې او لیکلي يې دي چې دا حملې له افغان حکومت سره د ملاتړ په اړه په وارسا کې د ناټو د مشرانو تر سر مشريزه یوه اوونۍ وروسته وشوه.

انډپنډنټ لیکي، له هغه وروسته چې ملا هبت الله آخند زاده تېره مياشت د امريکا د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې په پاکستان کې د ملا اختر محمد منصور تر وژل کېدو وروسته، د طالبانو د مشر په توګه وټاکل شو، دوی په صراحت ويلي چې د حکومت پر ضد به خپلو حملو ته دوام ورکوي.

ورځپاڼه لیکي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تېره اوونۍ پر لويو لارو او تاوتريوالي په اړه د يوې نوې لړۍ په اړه خبرداری ورکړی وو.

نشنل انټرسټ:

په داسي حال کې چې نیوزويک مجله او انډپنډنټ ورځپاڼه په کابل کې د پنجشنبې د ورځې پر خونړۍ حملو په اړه لیکلي نشنل انټرسټ خپرونې په خپله اخري ګڼه کې لیکلي چې په افغانستان کې د اداري فساد پر ضد مبارزه یوې ستراتيژۍ ته اړتيا لري.

خپرونه زياتوي چې اداري فساد په افغانستان کې د یوې خطرناکې ناروغۍ غوندي دی او دا کومه نوې موضوع نه ده.

خپرونه لیکي چې اداري فساد د افغانستان حکومت ته په تيرو څوارلسو کلونو کې ضربه رسولې.

نشنل انټرسټ زیاتوي چې اداري فساد د ملي وحدت د حکومت لويه ستونزه ده او دغه حکومت به د ۲۰۱۶م کال په پای کې خپل دوه کاله پوره کوي.

خپرونه لیکي چې ولسمشر اشرف غني د دې ستونزې د جديتوب له کبله په لومړي ګام کې هڅه وکړه چې په حکومتي قراردادونو کې د اداري فساد مخه ونيسي.

ده د ملي تدارکاتو کمیسيون جوړ کړ او تر خپله مشري لاندي يې کارونه پر مخ وړي.

خپرونه لیکي، که څه هم د تدارکاتو دغه ډول څېړنه ښايي په راتلونکي کې اوږدمهاله نه وي خو یو ستونزمن حقيقت څرګندي چې ولسمشر پخپله پر نظام او سيستم اعتبار نه لري، پر هره پروسه کې پخپله شخصاً دخيل دی.

مقاله لیکي چې دغه ميکانيزم د لنډې مودې لپاره د شفافيت لپاره ښايي ښه وي خو په اوږده موده کې د اداري فساد مخه نشي نیولای.

نشنل انټرسټ زیاتوي چې ولسمشر غني چې په حکومتداري چې نړيوال شهرت لري، پرته له شکه يې د تدارکاتي اجراتو لپاره هڅې کړي.

XS
SM
MD
LG