د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۰

سرنوشت: د کابل حمله یوازې غندل شوې


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې تر ډیره د کابل وروستۍ خونړۍ حملې او د دغې حملې په اړه غبرګونونو ته ځانګړي کړي دي.

سرنوشت:

سرنوشت ورځپاڼې په سرمقاله کې لیکلي، د کابل وروستۍ حمله یوازې غندل شوې او یو جنایت بلل شوې، خو دا خبرې کافي نه دي او چارواکي باید په دې خبرو ځان خلاص نه کړي.

په سرمقاله کې راغلي، چارواکي باید دا پوښتنې ځواب کړي چې ولې یې د کابل- کندهار په ناامنه لار فارغ شوي پولیس په پنځو کاسټر موټرو کې کابل ته را انتقالول؟ ولې دغو فارغو شوو کسانو ته امنیتي تدابیر نه و نیول شوي؟ او ولې یې موټر له فاصلې پرته یو پر بل پسې روان وو؟.

د سرمقالې لیکوال ویلي، د داسې خونړیو پیښو د مخنیوي لپاره باید د حکومت له منځه یوشمیر نمایشي جنرالان له دندو لرې او د نظام له منځه د وسله والو مخالفینو لاسونه لنډ شي.

کابل پوسټ:

کابل پوسټ ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي، د میدان وردګو – کابل پر لویه لاره د پولیسو موټر په داسې حال کې په نښه شول چې همدې سیمې ته نږدې څه موده وړاندې د میدان وردګو د استیناف محکمې پر مامورینو انتحاري حمله وشوه.

په سرمقاله کې راغلي، چارواکي مخکې له مخکې د دغې لویې لارې پر ناامنیو خبر وو، خو کابل ته د فارغو شوو پولیسو د انتقال په وخت کې یې پر دغه واقعیت سترګې پټې کړي دي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، که دغه خونړۍ پیښه چې ۳۳ تنه یې ووژل او ۷۹ نور یې ټپیان کړل، سمه تعقیب او وڅیړل شي، د ډیرو چارواکو لاسونو ته به ولچکونه ولوېږي.

د ورځپاڼې په باور، د کابل وروستۍ خونړۍ پیښه ډیره لویه وه، خو چارواکي له هغې ډلې د کورنیو چارو وزات د دغې پیښې د کتمانولو هڅې کوي.

چراغ:

چراغ ورځپاڼې بیا لیکلي چې پر خلکو وینې بهیږي، خو د چارواکو دسترخوانونه رنګینه شوي دي.

په سرمقاله کې راغلي، دا حمله یو ځل بیا د دې ښکارندویي کوي چې وسله وال طالبان د حکومت دننه نفوذ لري او د خپلو نفوذي کسانو په وسیله داسې لویې حملې پلانوي.

اطلاعات روز:

اطلاعات روز ورځپاڼې بیا لیکلي چې په کابل کې خونړۍ حملې ناورین جوړ کړی خو ولسمشر بیا د عمرې لپاره مکې معظمې ته تللی دی.

په مطلب کې راغلي، معلومه نه ده چې جمهور رئیس به له سعودي چارواکو سره د افغانستان د وضعیت په اړه هم خبرې وکړي او که نه، خو د مطلب لیکوال ویلي، پر پولیسو وروستۍ حمله په خپل ډول کې بې سارې وه او باید وڅیړل شي.

XS
SM
MD
LG