افغانستان
ملګرو ملتونو کابل کې پرونۍ انتحاري حملې وغندلې
ملګرو ملتونو په کابل کې پرونۍ ځانوژونکې حملې وغندلې.
په دې بریدونو کې چې د کابل په لوېدیځه څنډه کمپنۍ سیمه کې د پولیسو پر لیږدونکو بسونو وشوې ،۳۳ کسان مړه او ۷۱ نور ژوبل شول.
طالبانو د کابل د پرونیو بریدونو مسولیت پر غاړه اخستی دی.
په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر وايي داسې بریدونه هیڅ ډول توجیه نه لري.
د ملګرو ملتونو ددفتر لخوا خپره شوې اعلامیه کې د دې برید د قربانیانو له کورنیو سره د غمرازۍ څرګندونه شوې ده.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د افغانستان د ښځو فوټبال لوبډلې خپله لومړۍ رسمي لوبه سیالې ډلې ته وبایلله
د افغانستان د ښځو فوټبال لوبډلې خپله لومړۍ رسمي لوبله د کوک ټاپوګانو ډلې ته صفر یو وبایلله.
دا لوبه د پنجشنبې په ورځ د نیوزیلنډ په اوکلند ښار کې ترسره شوه.
دا د "افغان وومن یونایټډ" لوبډلې لومړۍ سیالي وه چې د فوټبال د نړیوال فدراسیون FIFA له خوا تر رسمي پېژندنې وروسته ترسره شوه.
فیفا په دې وروستیو کې د خپلو مقرراتو په تعدیل سره دې لوبډلې ته، چې له افغان کډوالو لوبغاړو څخه جوړه شوې، اجازه ورکړې چې په نړیوالو سیالیو کې برخه واخلي.
د دې لوبډلې غړي هغه افغان نجونې دي چې د اسټرالیا په ګډون د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې کډوالې دي. دغو لوبغاړو په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته افغانستان پرېښود.
د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته، په افغانستان کې د ښځو پرورزشونو بندیز لګول شوی او ښځې او نجونې له ورزشي فعالیتونو او سیالیو څخه محرومې شوې دي.
د طالبانو حکومت: ایټالیا دې د درېو افغان کډوالو د وژلو عاملین عدالت ته راکاږي
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په ایټالیا کې د درېو افغان کډوالو د وژل کیدو د پیښې په غبرګون کې د ایټالیا له حکومت څخه غوښتي چې د دې پیښې عاملین عدالت ته راکاږي. د دې وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د چهارشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه کې په ایټالیا کې دا پیښه یوه جنایي او ظالمانه برید بللی چې په وینا یې دغه افغانان په قصدي ډول ژوندي سوځول شوي اوپه شهادت رسیدلي دي. وزارت همدارنګه په ایټالیا او نورو هېوادونو کې د مېشتو افغان کډوالو د ژوند، امنیت او اساسي حقونو د خوندیتوب پر اهمیت ټینګار کړی دی.
د ایټالیا صدراعظمې دا پیښه غندلې او د څلورو کډوالو د سوځولو عاملانو ته د سزاورکولو ژمنه یې کړې ده.
د ایټالوي رسنیو د راپورونو له مخې په دې پیښه کې چې د ایټالیا په جَنوبي سیمه کالبریا کې رامینځته شوې، دری افغان او یو پاکستانی کارګر په یوه موټر کې دننه سوځول شوي دي.
چارواکو ویلي چې د دې پیښې په تړاو دوه مشکوک کسان چې پاکستاني اتباع ښودل شوي، نیول شوي دي. ویل شوي چې د پیښې قربانیانو په کروندو کې د ځمکني توتانو د راټولو په چارو کې بوخت وو.
۷۹ نور افغان کډوال د پاکستان له زندانونو آزادشول
د طالبانو د حکومت د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت د پاکستان له زندانونو د په لسګونو نورو افغان بندیانو د خوشې کیدو خبر ورکوي. دې وزارت نن پنجشنبې پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې د پاکستان له زندانونو ۷۹ تنه افغان کډوال له ازادیدو وروسته د تورخم دروازې له لارې هیواد ته راستانه شول. ویل شوي دغه کسان چې کورنۍ هم پکې دي، په هغه هیواد کې د هستوګنې په سندونو کې د ستونزو له امله نیول شوي او مختلفې مودې یې په بند کې تېرې کړې وې. د بیان له مخې دوی د مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو سمیو ته ولېږدول شول.
که څه هم نده څرګنده چې په اوس وخت کې څومره افغان کډوال د پاکستان په زندانونو کې ساتل کیږي، خو د هغوی د خوشې کیدو له بهیرسره د پاکستاني چارواکو له خوا د نورو افغان کډوالو د نیولو او بندیانولو بهیرهم دوام لري.
اروپايي ټولنې او ایسلنډ له افغانستان سره نوې بشري مرستې اعلان کړې
اروپايي ټولنې د افغانستان د وروستیو سېلځپلو لپاره ۵۰ زره یورو ځانګړې کړې دي. دا مرسته به د افغاني سره میاشت ټولنې له لارې اړو کورنیو ته ورسول شي.
همداراز، د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې ایسلنډ د افغانستان بشري صندوق ته ۵۰ میلیونه ایسلنډي کرونه، چې شاوخوا ۴۰۲ زره امریکايي ډالر کېږي، مرسته کړې ده.
د اوچا په وینا، دغه مالي مرسته به د هغو بشري بنسټونو ملاتړ وکړي چې په افغانستان کې بحران ځپلو کورنیو ته بېړنۍ مرستې رسوي.
د ډنمارک په کابینه کې یوه افغان الاصله ښځه د کابینې غړې شوه
سمیرا نوا، چې افغان الاصله ده او کورنۍ یې ډنمارک ته د کډوالو په توګه تللې وه، د دغه هېواد د اقلیم، انرژۍ او عامه خدمتونو وزیرې په توګه وټاکل شوه.
۳۸ کلنه نوا له ۲۰۱۹ کال راهیسې د ډنمارک د پارلمان غړې ده او د اقلیم او انرژۍ په برخو کې د خپل ګوند له مخکښو سیاستوالو ګڼل کېږي.
نوموړې د ډنمارک په البورګ ښار کې زېږېدلې او له کوپنهاګن پوهنتون څخه یې د اقتصاد په برخه کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړی دی.
په پکتیا کې د ماین چاودنې دوه ماشومان ووژل
له پېښو سره د مبارزې ریاست مسوولان وایي، د پکتیا ولایت په روحاني بابا ولسوالي کې د یوه زاړه ماین د چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې له پېښو سره د مبارزې رئیس، نثار احمد نجات، ویلي چې دواړه قربانیان ۱۴ کلن وو او د یوې کورنۍ غړي وو.
نجات له خلکو غوښتي چې که ماینونه، ناچاودېدلي مهمات یا نور شکمن توکي وویني، ژر تر ژره دې اړوندو ادارو ته خبر ورکړي، څو د نورو مرګژوبلو مخه ونیول شي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، شاوخوا ۳.۳ میلیونه کسان په افغانستان کې داسي سیمو نه نژدې اوسي چې ماینونه او ناچاودلي مهمات پکې شته.
د څو لسیزو له جګړو پاتې ناچاودېدلي مهمات لا هم په افغانستان کې د ملکي وګړو، په ځانګړي ډول د ماشومانو، د مرګژوبلې مهم عامل ګڼل کېږي.
روبیو: امریکا په قطر کی د بندو افغانانو د بیا مېشتیدنې لپاره ۵ هیوادونو سره خبرې کړي
د امریکا بهرنیو چارو وزیر وايي ولسمشر ټرمپ نه غواړي هغه افغانان چې اوسمهال په قطر کې بند پاته دي افغانستان ته ستانه کړای شي.
رویترز خبري اژانس د مارکو روبیو له قوله رپورټ ورکړ چې واشنګټن ددغو افغانانو د بیا میشتیدنې لپاره لږ ترلږه ۵ هیوادونوسره خبرې کړي او دغو هیوادونو ورته چمتوالی ښودلی.
روبیو په عین حال کې د کانګرس غړو ته دا هم ویلي چې واشنګټن کې د ملي ګارډ په ځواکونو له برید وروسته د ولسمشر د اجرايي فرمان په اساس هیڅ افغان کډوال اوسمهال امریکا ته نه شي ورتللی.
د ښځو او کوچنیانو په شمول څه دپاسه ۱۱۰۰ تنه افغانان امریکا ته د لیږد په تمه د تیر کال راهیسې د قطر په سیلیه کمپ کې اوسي.
ایټالیا کې دری افغان او یو پاکستانی کارګر په یوه موټر کې دننه سوځول شوي
د ایټالیا په جَنوبي سیمه کالبریا کې دری افغان او یو پاکستانی کارګر په یوه موټر کې دننه سوځول شوي.
د ایټالیا دولتي ټلویزیون RAI پرون دا خبر ورکړی خو ډیر جزئیات نه دي ترلاسه شوي.
د کالبریا د کاسترو ویلاري څارنوال الیساندرو دې السیو تایید کړې چې د څلورو کسانو مړي له موټره ایستل شوي او دوه مشکوک کسان له پېښې سره په تړاو نیول شوي.
له پېښې سره تړلې ویډیو هم په خواله رسنیو ډېره لیدل شوې.
پولیسو ویلي چې له پېښې سره په تړاو یې دوه پاکستاني اتباع نیولي دي.
یوه افغان کارګر چې د موټر ښیښه یې ماته کړې او وتلی پولیسو ته ویلي چې د موټر د کرایې پر سر لانجه شوې وه.
د راپورونو له مخې دا کارګران هلته د توت زمیني یا سترا بیري په فارمونو کې کار کوي.
افغانستان د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د یو اتیایمې غونډې مرستیال وټاکل شو
په ملګرو ملتونو کې دافغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د یو اتیایمې غونډې یو مرستیال وټاکل شو.
ښاغلي فایق چې د تیر جمهوري نظام راهیسې په ملګرو ملتونو کې دافغانستان استازی دی، د سه شنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه ولیکل : " افغانستان خوښ دی چې ددغې غونډې د مرستیالانو څخه ټاکل شوی دی او هیله لري چې له منتخب رئیس او نورو هیوادونو سره په دې مهمه دوره کې د عمومي اسامبلۍ د اهدافو په ترسره کولو کې اغیزناکه ونډه ولري. "
د ملګرو ملتونو لخوا د اعلان شویو نتایجو سره سم د بنګله دیش دایمي استازی خلیل الرحمن د یادې غونډې مشر ټاکل شوی دی.
ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ د یواتیایمې دورې غونډې په سپتمبر میاشت کې پیل شي.
افغانستان کې د طالبانو حکومت په تیرو تقریبا ۵ کلونو کې هڅه کړې چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان کرسۍ وروسپارل شي خو ملګرو ملتونو تراوسه دا غوښتنه نه ده منلې.
چارواکي له سیلانیانو غواړي چې د محلي خلکو کلتور ، دود او دستور ته درناوی وکړي
د طالبانو د حکومت چارواکو له سیلانیانو غوښتي چې د سیاحت په جریان کې د محلي خلکو کلتور ، دود او دستور ته درناوی او د چاپیریال ساتنې ادارو سره همکاري وکړي.
دا غوښتنه داسې مهال کیږي چې د اختر په شپو ورځو کې د سیلانیانو ګڼه ګوڼه ډېره وه او د ترافیکي پيښو ترڅنګ د سیلانیانو ډزو کې په نورستان کې د یوه کس مړینه هم راپور شوه.
د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران رسنیو ته په یو صوتي پیغام کې ویلي چې د اختر شپو ورځو کې شاوخوا ۴ ملیونو کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د هیواد له تفریحي ، طبیعي ، تاریخي او فرهنګي سیمو لېدنه کړې.
دغه شمېر د پخوانیو کلونو پرتله ډېر بلل شوی دی.
چارواکو له محلي خلکو هم غوښتي چې سیلانیانو سره د میلمه پالنې د فرهنګ سره سم چلند وکړي.