د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی، یوناما وايي چې د طالبانو د امر بالعمروف او نهی عنالمنکر وزارت محتسبینو په تېرو درې میاشتو کې د نامناسب حجاب په تور تر ۵۰ زیاتې ښځې نیولي، توقیف کړي او هغوي تهيې خبرداری ورکړی دی.
د یوناما د دغه راپور پر بنسټ چې پرون پنجشنبه د (اکټوبر ۱۵مه) یې خپور کړی، پهکې د روان کال له جولای تر سپټمبر میاشتې د طالبانو لهخوا پر ښځو محدودیتونه مستند شوي دي.
د یوناما په ټکو، دا ښځې تر ډېره په هرات، کابل او بدخشان ولایتونو کې نیول شوې دي.
د راپور له مخې، د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف وزارت محتسبینو په ځینو ولایتونو کې ښځو ته خبرداری ورکړی که چېرته "بېبرقعې او یا محرمه" له کوره راووځي "نو وبهوهل شي".
د طالبانو لهخوا د نامناسب حجاب په تور د ښځو د نیولو په اړه د یوناما راپور په داسې حال کې خپرېږي چې ځینې افغان مېرمنې هم له ازادي راډیو سره په خبرو کې تأییدوي چې د طالبانو له لوري نیول شوي او زنداني شوې دي.
"ما نهغوښتل چې خپل موبایل ورکړم، ما مې پلار ته زنګ وهه، ډېره وارخطا وم او ژړل مې، دوی په ما لاس پورته کړ او غوښتل يې چې ما ووهي."
دا د کابل د یوې اوسېدونکې روایت دی.
هغه وايي، څه موده مخکې د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عنالنمکر وزارت کارکوونکو د نامناسب حجاب په تور نیولې او زنداني کړې وه.
هغه چې د امنیتي دلایلو له کبله نهغواړي نوميې په راپور کې واخیستل شي وايي، د کابل د هوايي ډګر پر سړک د خپل ورور په تمه وه چې طالب چارواکو ونیوله او حوزې تهيې یوړه.
هغې ازادي راډيو ته وویل: "زهيې امنیه قوماندانۍ ته ولېږدولم او له هغه ځای یې حوزې ته بوتلم، هلتهیې راباندې ډېر فشار راوست، بیا یې د ولایت زندان ته بوتلم او دوسیهیې راته جوړه کړه."
هغې ادعا وکړه چې طالبانو ترې په زرو د "اخلاقي فساد په تور" اقرار واخیست او بیا يې پلچرخي زندان ته انتقال کړه.
هغې ازادي راډيو ته ونهویل چې څومره وختيې په زندان کې تېر کړی او کله بېرته راخوشې شوې ده.
ازادي راډیو نهده توانېدلې چې د دغې ښځې ادعاوې په خپلواکه توګه تأیید کړي.
د طالبانو حکومت د یوناما پر وروستي راپور نیوکه کړې او د ځینو کسانو نیولیې د نافذه قوانینو له مخې د سرغړونو د مخنیوي او اصلاح لپاره بللي دي.
د طالبانو حکومت ویاند، ذبیحالله مجاهد د پنجشنبې په ورځ ناوخته پر خپله اېکسپاڼه د یوې اعلامیې په خپرولو سره "یوناما مغرضه او پروپاګند کوونکې اداره" یاده کړې او تور یې لګولی چې د طالبانو د ادارو د مرستو، د راستنېدونکو کډوالو د مېشتولو، امنیت او اقتصادي پروګرامونو هڅو تهیې په راپور کې انعکاس نهدی ورکړی او د افغانستان په اړهیې ناسم انځور وړاندې کړی دی.
خو یوناما په خپل راپور کې په تېرو درې میاشتو کې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف وزارت کارکوونکو لهخوا د افغان ښځو او سړیو د خپلسري نیونو او توقیف ۴۴۳ او همداراز د ناوړه چلند لږترلږه ۹۷ پېښې مستندې کړې دي.
د راپور په ټکو، د نیونو دغه موارد د حجاب د مقرراتو د نهرعایت، په سړیو کې د ږیرې اصلاح کولو، په جوماتونو کې په جماعت لمونځ نه ادا کولو او د موسیقۍ د غږولو یا اورېدلو په څېر مواردو څخه د سرغړونو له کبله ثبت شوي دي.
طالبانو پر افغانستان د واکمنېدو راهیسې په تېرو پنځو کلونو کې د ښځو پر زدهکړو، کار او ټولنیز ژوند ګڼ شمېر بندیزونه وضع کړي دي.
له شپږم ټولګیو پورته نجونو ته د زدهکړو اجازه نهشته او د ملګرو ملتونو د ادارو په ګډون ښځې نهشي کولای په ډېر شمېر شخصي او دولتي ادارو کې کار وکړي.
طالبان وايي، د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو ټول حقونه خوندي دي، خو ملګرو ملتونو او یو شمېر نورو نړیوالو ادارو له طالبانو په ځلونو غوښتي چې پر ښځو لګېدلي بندیزونه لیرې کړي.