د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۵ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۴۲

د طالبانو پنځه کلنه واکمني؛ د ښځو له محرومیت تر نړیوالو اندېښنو

ارشیف، په کابل کې د طالبانو له لوري د ښځو د لاریون ځپنه
ارشیف، په کابل کې د طالبانو له لوري د ښځو د لاریون ځپنه

​د بشري حقوقو څار سازمان د طالبانو د واکمنۍ د پنځمې کلیزې په درشل کې وايي چې طالبانو په افغانستان کې واک ته له ستنېدو وروسته د نړۍ په سطحه د بشري حقونو تر ټولو بدو بحرانونو څخه یو رامنځته کړی او د ښځو او نجونو حقونه یې په سیستماتیک ډول له منځه وړي دي.

دغه نړیوال سازمان د دوشنبې په ورځ د «زمري په ۱۲مه» په خپل راپور کې ویلي چې

طالبانو د ښځو او نجونو حقونه په ټولنیز ژوند کې د ګډون په برخو کې سخت محدود کړي دي.


افغانستان لا هم د نړۍ یوازنی هېواد دی چې نجونې په کې له شپږم ټولګي پورته زده‌کړو ته نه پرېښودل کېږي.

د طالبانو حکومت په دې اړه تازه څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې د دوی ویاند ذبیح‌الله مجاهد څو ځله ادعا کړې چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو خلکو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې تأمین شوي دي.

په ورته وخت کې، د بشري حقونو فعالان وايي چې د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت دومره خراب شوی چې د بشري حقونو یوه فاجعه ګڼل کېدای شي.

ارشیف، پر خبریالانو او رسنیزو فعالانو د وسله والو طالبانو برید
ارشیف، پر خبریالانو او رسنیزو فعالانو د وسله والو طالبانو برید

د افغانستان د حقوقپوهانو د ټولنې مشر، میر عبدالواحد سادات چې له هېواده بهر اوسي، له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې بې‌وزلي، بې‌کاري، د خلکو د حقونو او ازادیو نقض او په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو تر پښو لاندې کول، په افغانستان کې د بشري حقونو د فاجعې اساسي عوامل دي.

هغه وايي: "له بده مرغه، د طالبانو حکومت د بشري حقونو د دغه ستر بحران په مهارولو کې په څرګند ډول ناکام دی. د دې پر ځای چې له بې‌ وزلۍ سره مبارزه وکړي او د خلکو د حقونو او ازادیو نقض ته رسېدنه وکړي، د طالبانو سختدریځه مشران تر ډېره د خلکو د ږیرو او حجاب په څارنه بوخت دي او د دغه سیاست دوام د افغانستان خلکو ته ډېرې ناوړه پایلې لري."

دا پوښتنه کېږي چې ولې طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې د بشري حقونو په تړاو خپلو سیاستونو کې هېڅ بدلون نه دی راوستی؟

د افغانستان د ښځو د حقونو فعاله رقیه ساعي ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو سره د نړیوالې ټولنې د تعامل څرنګوالی د دې لامل شوی چې هغوی خپلو د بشري حقونو ضد سیاستونو ته دوام ورکړي.

طالبانو سره د نړیوالې ټولنې د تعامل څرنګوالی د دې لامل شوی چې هغوی خپلو د بشري حقونو ضد سیاستونو ته دوام ورکړي.

هغې وویل: "د افغانستان سفارتونه په اروپايي هېوادونو کې د طالبانو استازو ته وسپارل شول او په ټولیز ډول د افغانستان د وضعیت د عادي کولو او نرم تعامل بهیر روان دی. له همدې امله طالبان هېڅ اړتیا نه ویني چې شاتګ وکړي او د ښځو، قومي او مذهبي لږکیو حقونه او د بیان ازادي په رسمیت وپېژني، ځکه طالبان اساساً په دې ارزښتونو باور نه لري."

په افغانستان کې یو شمېر نجونې هم وايي چې د طالبانو د واکمنۍ پنځه کاله یې په ستونزو او وېره کې تېر کړي دي.

ارشیف، په افغانستان کې یو شمېره نجونې زده کوونکې چې یوازنۍ هیله یې د زده کړو دوام دی.
ارشیف، په افغانستان کې یو شمېره نجونې زده کوونکې چې یوازنۍ هیله یې د زده کړو دوام دی.

دوو نجونو چې د امنیتي اندېښنو له امله یې نه غوښتل نومونه یې راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته په صوتي پیغامونو کې ویلي: "د طالبانو په راتګ سره زما ټولې هیلې له منځه ولاړې. د یوه نامعلوم برخلیک له درد سره ژوند کوم او راتلونکې ته هېڅ هیله نه لرم، ځکه طالبان ښځو ته هېڅ ارزښت او ځای نه ورکوي."

بله نجلۍ وایي: "دا پنځه کاله زموږ ټولو لپاره داسې وو لکه په دوزخ کې چې ژوند کوو. له بده مرغه باید ووایم چې زموږ شپه او ورځ له وېرې او وحشت څخه ډکه ده."

د بشري حقونو څار سازمان ویلي چې طالبانو د رسنیو پر ازادۍ هم محدودیتونه لا سخت کړي، خبریالان، مدني فعالان او منتقدان نیسي او ورسره ناوړه چلند کوي.

دغه سازمان زیاتوي چې د طالبانو نوي قوانین د مذهبي لږکیو پر وړاندې تبعیض زیاتوي او د ښځو قانوني ملاتړ، په ځانګړي ډول د کورني تاوتریخوالي او د ماشومانو د ودونو په برخو کې، کمزوری کوي.

طالبانو د رسنیو پر ازادۍ هم محدودیتونه لا سخت کړي، خبریالان، مدني فعالان او منتقدان نیسي او ورسره ناوړه چلند کوي.

راپور خبرداری ورکوي چې په افغانستان کې بشري بحران ورځ تر بلې سختېږي او شاوخوا ۴۰ سلنه نفوس چې له ۱۷ میلیونو څخه ډېر خلک کېږي، د نړیوالو مرستو د کمېدو له امله ښايي له سخت خوراکي کمښت سره مخ شي.

ارشیف، په افغانستان کې بې سرپناه او بې وزله کورنۍ
ارشیف، په افغانستان کې بې سرپناه او بې وزله کورنۍ

د بشري حقونو بله فعاله، نجیبه سنجر، په دې باور ده چې که له طالبانو سره تعامل د بشري حقونو د اساسي اصولو د رعایت په شرط وي، نو د اوسني وضعیت په بدلون کې اغېزناک تمامېدای شي.

هغې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي: "د دې وضعیت دوام به بې‌وزلي، کډوالي، له زده‌کړو محرومیت، د ټولنیزو بنسټونو کمزورتیا او د پرمختګ د فرصتونو له منځه تلل لا زیات کړي او د افغانستان راتلونکی به له لا جدي ننګونو سره مخ کړي. د وضعیت د ښه کېدو لپاره نړیواله ټولنه باید همغږی دریځ خپل کړي او د افغانستان له مدني ټولنې او ښځو خپل ملاتړ زیات کړي."

د بشري حقونو څار سازمان هم له نړیوالې ټولنې غوښتي چې پر طالبانو فشارونه زیات کړي، د بشري حقونو د سرغړونو په تړاو له هغوی د حساب اخیستلو له هڅو ملاتړ وکړي، د هغو افغانانو جبري ستنول ودروي چې د ځورونې له ګواښ سره مخ دي او بشري مرستو ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) هم د روان لمریز کال د «اسد په ۶مه» په خپل راپور کې د افغانستان د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وړ بللی و او ویلي یې و چې ښځې او نجونې لا هم له خپلو اساسي حقونو او ازادیو څخه په پراخه کچه بې‌برخې دي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG