نن جمعه په کابل کې د معالجوي طب له فارغانو څخه د (فعالیت د جواز) یا اېګزېټ ازموینه اخیستل کېږي، خو بیا هم د نجونو له ګډون پرته.
کابل کې یوې باخبره سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې د معالجوي طب د اېګزېټ ازموینه د جمعې په ورځ د میزان په ۱۷مه او د ستوماتولوژي یا د غاښونو د طب ازموینه راتلونکې جمعه اخیستل کېږي.
کورنیو رسنیو هم د ازموینو د ملي ادارې د ویاند ناصر خان شیرزي له قوله راپور ورکړی چې د ستوماتولوژي اېګزېټ ازموینه د تلې یا میزان په ۲۴مه اخیستل کېږي.
دا څرګنده نهده چې د جمعې د ورځې په ازموینه کې څه شمېر د طب فارغان برخه اخلي.
افغانستان کې د طالبانو حکومت له پنځو کلونو راهیسې له شپږم ټولګي پورته د نجونو او ښځو په زدهکړو او عالي تحصیلاتو بندیز لګولی دی او هغه یو شمېر نجونې چې کلونه پخوا د طب له پوهنځیو فارغې شوي دي هغوی ته د تېر په څېر د فعالیت د جواز یا د اېګزېټ په دغه ازموینه کې د ګډون حق نهدی ورکړل شوی.
د غزني ولایت د طب پوهنځي د درېیم سمستر پخوانۍ محصلې فتانې چې له زدهکړو بېبرخې شوې، ازادي راډیو ته وویل چې د طب زدهکړې باید د جنسیت له خنډ سره مخ نهشي او هغه نجونې چې د طب زدهکړې یې کړي دي باید د دې فرصت ولري چې خپلې زدهکړې بشپړې کړي، ازموینې ورکړي او د خپلې ټولنې او خصوصاً د ښځو او ماشومانو د روغتیا لپاره کار او خدمت وکړي.
فتانه زیاتوي، هغه نجونې چې په سختو شرایطو کې یې زدهکړې کړي اوس نهیوازې له زدهکړو، بلکې له کار او خلکو ته له خدمت هم محرومې شوې دي.
هغه وايي: "زه خپله هم یوه له هغو نجونو څخه یم چې زدهکړې مې نیمګړې پاتې شوې دي، نو د دې حالت سختوالی احساسوم، افغانستان ښځینه ډاکترانو او روغتیايي کارکوونکو ته ډېره اړتیا لري. که د نجونو په زدهکړو او مسلکي تحصیلاتو محدودیتونه دوام وکړي، نو په راتلونکي کې به د ښځینه روغتیايي کارکوونکو کمښت رامنځته شي او دا به د ښځو او ماشومانو په روغتیا باندې، په روغتیايي خدمتونو باندې هم بد اغېز ولري."
په ورته وخت کې، ملګري ملتونه وايي چې په افغانستان کې د ښځینه ډاکترانو کمښت بحراني پړاو ته رسېدلی او پر نجونو د زدهکړو د محدودیتونو دوام د هېواد د روغتیايي سکټور لپاره د ضروري بشري ځواکونو د برابرولو راتلونکی له جدي ګواښ سره مخامخ کړی دی.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو صندوق (یونیسف) خپل وروستي یو راپور کې وویل چې له اټکلونو سره سم په ۲۰۲۴ کال کې د شاوخوا ۲.۶ میلیونه تنکیو ځوانو نجونو په شمول له ۷ تر ۱۸ کلنو پورې شاوخوا ۳.۸ میلیونه نجونې له ښوونځیو محرومې وې او په تېرو پنځو کلونو کې لږ تر لږه ۱ میلیون نجونې په ثانوي زدهکړو د محدودیتونو څخه په مستقیم ډول اغېزمنې شوې دي.
د یونیسف د راپور پر بنسټ، که محدودیتونه همداسې دوام ومومي، نو تر ۲۰۳۰ کال پورې به دا شمېر له ۲ میلیونو څخه واوړي.
دغو محدودیتونو خصوصاً په روغتیايي خدمتونو څرګند اغېز کړی دی.
د فراه ولایت یوې مېرمنې چې نهیې غوښتل نومیې واخیستل شي د دغو ناوړه اغېزو ځینې بېلګې یادې کړې: "په دې ولایت کې نهیوازې ډاکتران کم دي، بلکې د قابلو کمښت د پام وړ زیات دی. پخوا وضعیت ښه و، قابلهګانې ډېرې وې، هر ځای ته به چې تلو قابله به پیدا کېده او دوی به له ښځو سره مرستې کولې، خو اوس ان ښځینه نرسانې نهشته. موږ اړ یو چې د ډېرو وړو ناروغیو او حتی د یوې پیچکارۍ یا هم د یوې وړې معاینې لپاره هم نارینه ډاکترانو ته ورشو چې هلته موږ ته پیچکاري وکړي یا مو معاینه کړي."
یونیسف د روان میلادي کال د اپرېل په ۲۸مه په خپل یو بل راپور کې خبرداری ورکړی و چې په افغانستان کې د نجونو پر زدهکړو روان بندیز کولای شي تر ۲۰۳۰ کال پورې دغه هېواد له ۲۰ زره زیاتو ښځینه ښوونکو او له پنځو زرو ډېرو روغتیایي کارکوونکو له کمښت سره مخامخ کړي.
د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت هم پخوا د ښځینه ډاکترانو او نرس قابلو د کموالي خبره تأیید کړې وه، خو د دغې ستونزې د هواري لپارهیې تر اوسه د کومې ښکاره تګلارې څرک نهښکاري.