د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۳۹

د افغانستان د کرنې لپاره د خطر زنګ؛ کروندګر له یوه نوي کړکېچ سره مخ کېدونکي دي

ارشیف، یو شمېر افغان کروندګر
ارشیف، یو شمېر افغان کروندګر

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره (اېف‌اې‌او) وايي چې افغانستان د کرنې په برخه کې له یوې نوې ننګونې سره د مخامخ کېدو په درشل کې دی.

د دې ادارې په وینا، دغه ننګونه د کیمیاوي سرې د بې‌سارې بیې لوړوالي له امله رامنځته شوې چې د ۲۰۲۷ کال د غنمو حاصلات‌یې له خطر سره مخ کړي او د سلګونو زرو کروندګرو کورنیو ژوند به لا ډېر زیانمن او له ستونزو سره مخ کړي.

د کیمیاوي سرو بې‌سارې بیې لوړوالي د ۲۰۲۷ کال د غنمو حاصلات له خطر سره مخ کړي دي.

«اېف‌اې‌او» په هغه راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ (د زمري ۱۵مه) خپور کړی، ویلي چې په ۲۰۲۶ کال کې په افغانستان کې د کیمیاوي سرو بیې په ناڅاپي ډول لوړې شوې دي.

دغه اداره خبرداری ورکوي چې که له افغان بزګرانو سره پر وخت مرسته ونه‌شي، د کر وخت به له لاسه ووځي او د ۲۰۲۷ کال د غنمو حاصل به له ستونزو سره مخ شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره دغه‌راز وایي چې د افغانستان خاوره په طبیعي ډول ډېره حاصل‌خېزه نه‌ده، له همدې امله د غنمو د ښه او لوړ حاصل ترلاسه کول تر ډېره د «ډي‌اې‌پي» او یوریا کیمیاوي سرو پر کافي استعمال پورې تړلي دي.

ارشیف: په بدخشان کې دوه افغان کروندګر د کښت او کرنې لپاره د یوې غونډۍ لمن چمتو کوي.
ارشیف: په بدخشان کې دوه افغان کروندګر د کښت او کرنې لپاره د یوې غونډۍ لمن چمتو کوي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم ګڼو ننګونو د افغانستان کروندګر زیانمن کړي دي.

د بغلان یو بزګر خانزاده عبدالعزیز وايي ۴ جریبه ځمکه لري چې په دوه جریبه کې یې پخته او په دوه نورو کې یې خټکي کرلي و، د خټکیو پالېز یې چینجیانو وواهه او پخته هم د ګرمۍ څپې اغېزمنه کړه: "موږ د حمل میاشتې په وروستیو کې پنبه کرلې وه. بوټي یې پاڼې او ګلان کړي وو او یو ځل مو اوبه هم ورکړې وې، خو ناڅاپه د سختې ګرمۍ یوه څپه راغله چې د بغلان ټوله پنبه‌یې له‌منځه یوړه، ټول ګلان‌یې ورژول او یو ګل هم په‌کې پاتې نه‌شو."

خان‌زاده عبدالعزیز په افغانستان کې له هغو سلګونو زرو بزګرانو څخه یو دی چې پرله‌پسې وچکالیو، بې‌‌وخته ورښتونو، ناڅاپي سېلابونو او د اوبو کمښت له یوې خوا او د عصري ټکنالوژۍ نشتوالي او کیمیاوي سرو ته نه‌لاسرسي له بلې خوا، د دوی کرنیز حاصلات سخت زیانمن کړي دي.

د عصري ټکنالوژۍ نشتوالي او کیمیاوي سرو ته نه‌لاسرسي هم د کروندګرو کرنیز حاصلات سخت زیانمن کړي دي.

د نیمروز ولایت بزګر، دین محمد، بیا وایي چې اوس د کیمیاوي سرو د ترلاسه کولو او له بزګرانو سره د مرستې پخواني امکانات نه‌شته: "پخوا به اشنا دکاندارانو پور راکاوه، خو اوس هېڅوک پور ورکولو ته چمتو نه‌دي. که زه کیمیاوي سره ونه‌کاروم، له خپلې ځمکې هېڅ ګټه نه‌شم ترلاسه کولای."

ارشیف، یوه افغانه کروندګره کورنۍ په خپله کرونده کې د کار پر مهال
ارشیف، یوه افغانه کروندګره کورنۍ په خپله کرونده کې د کار پر مهال

که څه هم د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په خپل راپور کې د افغانستان لپاره د خپل استازي، ریچارډ ټرېنچارډ، له قوله لیکي چې افغان بزګران، له یوې سختې وچکالۍ وروسته، د ښه حاصل ترلاسه کولو فرصت لري، خو دا خبرداری یې هم ورکړی چې د کیمیاوي سرو د بیو لوړېدل ښایي د بزګرانو ډېرې کورنۍ سختې زیانمنې کړي.

ټرېنچارډ وایي، کیمیاوي سره د افغانستان په بازارونو کې شته، خو ډېری افغان بزګران‌یې د اخیستلو وس نه‌لري.

د کیمیاوي سرو د بیو لوړېدل ښایي د بزګرانو ډېرې کورنۍ سختې زیانمنې کړي.

بل‌خوا کندهار کې د زراعت پوهنتون پخوانی استاد انجنیر مسعود شاه احمدي وايي د کیمیاوي سرو بیې واقعاً لوړې شوې دي او په داسې حال کې چې د مېوې په موسم کې صادرات ټکني کېږي ځیني کروندګر یې د رانیولو وس نه‌لري.

خو هغه وايي چې کروندګرو لپاره د عامه پوهاوي زیاتوالي ته اړتیا ده څو د سرو په ارزښت او څرنګوالي ښه پوه شي: "د تورو او سپینو سرو بدیل خو دا دی چې په اوسني عصر کې «اېن‌پي‌کې» په زیاته اندازه په ټوله نړۍ کې کارېږي. ښه مثال یې دا دی که تاسو یو کښت ته توره سره ورکوئ مجبور یې چې ۲۵ کیلو به په في جریب ورکوې، خو که «اېن‌پي‌کې» ورکوې هغه ۲ کیلو کارېږي یعنې د دوه کیلو قیمت ۵۰۰ افغانۍ څخه نیولې تر ۷۰۰ افغانۍ دی."

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د ۳۸.۳ میلیونه امریکایي ډالرو د مالي ملاتړ غوښتنه کړې، څو د کرنې د موسم تر پای ته رسېدو مخکې شاوخوا ۶۰۰ زره کرنیزو کورنیو ته د کیمیاوي سرو او اصلاح شویو تخمونو د ورکولو زمینه برابره شي.

د «اېف‌اې‌او» په وینا، په نړیوالو بازارونو کې رامنځته شوی اختلال او د منځني ختیځ د کړکېچ له زیاتېدو وروسته رامنځته شوې ستونزې، کولای شي د افغانستان د بزګرانو لپاره جدي او اوږدمهاله ناوړه پایلې ولري.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG