د یو شمیر نورو ولایتونو بزګران چې په پرله پسې ډول وچکالۍ خپلي خپلو کروندو ته ډېر هیله من نه دي.
د کونړ ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ اوسېدونکي محمد ازادي راډیو ته وویل:
"موږ تمه لرو چې حاصلات به ډېر ښه وي."
دی همداراز وايي، تېر ژمی ورښتونه ښه وو او دوی یې سږني فصلونو ته هیله من کړي دي.
محمد همداراز وویل:
"تېر کال په کونړ کې ماشاالله ډېر ښه بارانونه وشول او موږ تمه لرو چې حاصلات به ډېر ښه وي، زموږ تمه داده چې حکومت زموږ حاصلاتو ته د بازار موندنې په برخه کې مرسته وکړي، ځکه موږ غریب خلک یو او ژوند مو په همدې کرنه ولاړ دی."
خو د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ یوه بزګر غلام فاروق بیا وايي، تېر کال دوی بیا هم سختې وچکالۍ وځپل او د سږ کال د غنمو حاصلاتو ته ډېره هیله نه لري:
" سږ کال چې موږ کومه تمه لرله هغسې بارانونه ونه شول او بیا هم یو وچ کال تېر شو، غنم مو کرلي دي خو فکر نه کوم چې ښه حاصل به ورکړي."
د کندوز ولایت یو شمېر بزګران هم وايي سیمه یې له تېرو څو کلونو پرلپسې وچکالۍ سخته ځپلې ده.
دوی د طالبانو له حکومت او مرستندویه بنسټونه په بیلابیلو برخو کې ورسره د مرستې هیله کوي.
د دغه ولایت د قعله زال ولسوالۍ یوه بزګر محمد علي ازادي راډيو ته وویل:
" موږ اصلاح شویو تخمونو ته اړتیا لرو، سرې ته اړتیا لرو، موږ سره باید په دې برخه کې مرسته وشي، موږ سختې وچکالۍ ځپلي یو، موږ ته باید ژورې څاه ګانې وکېندل شي تر څو د اوبه خور په سیستم کې ترې ګټه واخلو."
دا چې په نوي لمریز کال کې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بزګرانو لپاره کوم پروګرامونه لري په دې اړه مو د دوی د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند شیر محمد حاتمي وپوښت خو نوموړي د راپور تر خپرېدو د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا د د تېر لمریز کال د دلوې په ۲۳ مه په خپل راپور کې که څه هم د تېر ژمي اورښتونه د ډېرې وچکالۍ ځپلو سیمو لپاره ګټور بللي وو خو دا یې هم ویلي وو چې دافغانستان په ډیری برخو کې د وچکالۍ کچه نه ده بدله شوې.
دغه ادارې زیاته کړې وه، هغه طبیعي یخچالونه چې پخوا د وروستیو وچکالیو له امله سخت اغیزمن شوي او ټیټې کچې ته راټیټ شوي وو، اوس په ځینو سیمو کې د پام وړ ښه والی ښیي.
یکشنبه د حمل دوهمه هم د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې د باران او واورې اټکل شوی دی.
د طالبانوحکومت د ټرانسپورت د هوا پیژندنې ادارې دا ولایتونه هرات ، فراه ، نیمروز ، بادغیس ، هلمند ، کندهار، زابل، روزګان ، دایکندي ، فاریاب ، جوزجان ،بلخ، سمنګان ، سرپل، بامیان ، میدان وردګ ، غزني ، پکتیکا ، خوست ، پکتیا ، لوګر، پروان ، بغلان ، ننګرهار ، نورستان ، تخار، او بدخشان ښودلي دي.
خو دغه ادارې د تیزو بادونو او د سیلابونو د راوتلو هم اټکل کړی دی .
په ورته وخت کې د کرنې د برخې یو شمیر متخصصین بیا کروندګرو او هم د طالبانو حکومت ته ځني سپارښتنې لري.
له ډلې یې سلیم رحماني ازادي راډيو ته وویل:
"بزګران باید په دغه ډول وضعیت کې د اوبو د سپما سیستمونه وکاروي او هڅه وکړي چې اوبه کمې مصرف کړي، د اوبو زېرمې جوړي کړي، تر څو د باران اوبه په کې جمع شي، دغه شان مقامومه تخمونه وکري چې اوبو ته کمه اړتیا لري، د دې ترڅنګ باید د نباتاتو ترمنځ فاصله کمه کړي تر څو سیوری جوړ شي او له امله یې ځمکه مرطوبه پاتې شي، په خپلو کروندو کې د عضوي موادو کارونه زیاته کړي تر څو خاروه د باران اوبه جذب کړي."
نوموړی دغه شانپه افغانستان کې د طالبانو له حکومت غواړي چې به بیلابیلو وچکالي ځپلو سیمو کې د باران او سیلابونو د اوبو د زرمه کولو لپاره واړه بندونه جوړ او د واورو د زېرمه کولو لپاره د غرو په لمنو کې کندې وکېندي.
د حمل دوهمه مخکې په افغانستان کې د بزګر د ملي ورځ په نوم د کابل په غازي ملي ورزشي لوبغالي کې د لوی پروګرام پرګرام په ترڅ کې نمانځل کېده، خو ورستیو کلونو کې بیا دا نمانځنه د بزګر میلې په نوم د کابل په بادام باغ کې د کرنیز نندارتون په جوړېدو سره نمانځل کېږي.
د طالبانو حکومت په ۱۴۰۱ لمریز کال کې د دې ننداراتون جوړېدل نېټه هم د حمل له دوهمې پنځمې نېټې ته بدله کړه.