د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۲۸

اف- اې - او : د افغانستان په جنوب او لویدیځ کې د سیلابونو خبرداری ورکړ

ارشیف
ارشیف

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان FAO خبرداری ورکړی چې د افغانستان په لوېدیځو او جنوبي سیمو کې درانه اورښتونه او د موسم خلاف تودوخه ښايي د سېلابونو خطر زیات کړي. دغه سازمان تازه په خپله اېکس پاڼه په خپور کړي خبرداری کي ویلي، د روانې فبرورۍ له ۱۶ مې تر ۲۲ مې پورې دا خطر موجود دی.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان FAO د راتلونکو اووه ورځو لپاره د افغانستان په یو شمېر سیمو کې د موسم خلاف تودوخې د زیاتوالي او ورسره هم مهاله د درنو اورښتونو له امله د سېلابونو د راوتلو خبرداری ورکړی دی.

د دې سازمان وړاندوینه چې تازه سې شنبه د دلوې ۲۸مه خپره شوې د روانې فبرورۍ له ۱۶ مې تر ۲۲ مې موده رانغاړي.

په دې وړاندوینه کې په لوېدیځو او جنوبي ولایتونو کې د بارانونو کچه له عادي حد څخه زیاته اټکل شوې ده خو زیاته کړې چې شمالي او مرکزي سیمې ښايي د اوسط په پرتله وچې پاتې شي.

دغه سازمان ویلي په ټول افغانستان کې به د موسم خلاف تودوخه له عادې کچې ۱ تر ۸ سانتي ګراده لوړه وي خو په جنوبي ولایتونو به د تودوخې درجه تر ۲۰ سانتي ګراده لوړه شي.

دغه راز ویل شوي چې په ځینو سیمو کې د واورې چټک ویلي کېدل ښايي د واورې زېرمې کمې او د کروندو د دوام لپاره د خاورې رطوبت هم راکم کړي، چې کار د کرنیزو تولیداتو په اړه اندېښنې زیاتوي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان FAO له دې خبرداري سره هم مهاله په هرات کې د طبیعې پېښو په وړاندېد مبارزې ادارې ویلي ، چې د دې ولایت په کوهستان ولسوالۍ کې د سیلابونو د راوتلو له امله یو شمېر خلکوته مالي زیانونه اوښتي دي.

د دې ادارې مشر عبدالغني کامل د افغانستان یو شمیر کورنیو رسنیو ته ویلي په دې سیلابونو کې چاته د سر زیان نه دی اوښتی خو یو شمېر کورونه زیانمن شوي او دغه شان د اوبو دیرش څاه ګانې هم له منځه تللي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د بیلابیلو سیمو یو شمېر بزګران وايي، د تمې خلاف بارانونه او تودوخه د دوی فصلونو ته زیان رسوي.

د افغانستان د جنوبي ولایت هلمند د ناوې ولسوالۍ یوه کروندګر اختر محمد ازادي راډيو ته وویل، تېر کال یې ناڅاپي سیلابونو کروندې ویجاړې کړې وې او سږ کال هم له دې اړخه اندېښمن دی:

"بارانونه خو رحمت دی خو که ډېر شدید شي نو بیا کروندې خرابوي، له یوې خوا اوس ځمکې هغه شان حاصلات نه کوي له بله خوا که سیلابونه راشي نو زیان لا ډیریږي، تېر کال ناڅاپي سیلابونو زموږ د غنمو کروندې له منځه یوړې، او موږ له دې امله ډېر زیان ولیده، ان د تخم پیسې مو هم له خپله جیبه ورکړې، په دغه ډول وضعیت کې موږ له حکومته غواړو چې له بزګرانو سره مرسته او همکاري وکړي."

د لویدیځ هرات ولایت د شین ډنډ ولسوالۍ اوسېدونکي او بزګر حیات الله ازادي راډيو ته وویل:

"د ا اوس موږ غنم کرلي دي، خو که بارانونه پرې زیات شي دا خرابیږي او کروندې له منځه ځي ، د سیلابونو راوتل بیا جنجال دی، نه یوازې ګروندې خرابوي بلکې پلونه سرکونه ، ویالي او کورونه هم زیانمنوي، نو بس الله دې خیر کړي."

د یادونې ده چې افغانستان لا له وړاندې د اقلیمي بدلون له امله د ډېرو زیانګالو لسو هیوادونو په ډله کې دی.

پرلپسې وچکالي، ناڅاپي سیلابونه، شدید اورښتونه، توفانونه او زلزلې هغه څه دي چې په تېرو کلونو کې یې ګڼ شمېر افغانان سخت ځپلي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا د تېر کال په دیسمبر میاشت کې په یو راپور کې ویلي وو چې افغانستان به په ۲۰۲۶ کال کې د نړۍ له سترو بشري ناورینونو څخه وي.

په راپور کې راغلي وو چې کلونو جګړې، کمزوری اقتصاد، په بنسټیزو خدمتونو کې د پانګونې کموالی او د وګړو د حقونو پرله‌پسې محدودیت، په دغه هیواد کې د ډېرو خلکو د مقابلې توان سخت کمزوری کړی دی.

XS
SM
MD
LG