د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۲۲

د طبیعي پیښو په اړه عامه پوهاوی مو له احتمالي ځاني او مالي زیانونو ژغوري

ارشیف، د سیلونو زیانونه
ارشیف، د سیلونو زیانونه

له اقلیمي بدلون سره مخامخ افغانستان کې ډیر خلک د ویجاړونکو او وژونکو طبیعي پیښو په اړه عامه پوهاوی نه لري. همدغه نه پوهاوی کله نا کله د دې لامل کیږي چې خلکو ته مرګ ژوبله واوړي.

په افغانستان کې د طبیعي پیښو یوشمېر زیانمنې شوې کورنۍ وایي، که مخکې له مخکې ورته خبر ورکړل شوی وی، دوی کولای شوای چې د امکان تر بریده یې د مرګ ژوبلې او ویجاړۍ مخنیوی کړی وی.

د ننګرهار ولایت د مومندرې ولسوالۍ اوسېدونکی ۳۵ کلن سعید وایي، کابو میاشت وړاندې یې د چت د پریوتو له کبله ۷ کلن وراره مړ شو او په خبره یې دوی له وړاندې د باران د شدت په اړه خبر نه درلود.

ده ازادي راډیو ته وویل، ډېر ځله دوی د اورښتونو او سېلابونو په اړه له وړاندې عامه پوهاوی نه تر لاسه کوي، چې له دې امله ځاني او مالي زیانونو سره مخ کېږي."په دې وروستیو کې شدیدو بارانونو زموږ د ګاونډي کور راوغورځوه زموږ یوه کوټه یې څنګ کې وه هغه هم ورسره راولوېده، د هغوی کور کې څوک نه و خو زما وراره هغه خونه کې شهید شو، د افغانستان په کچه د هوا پیژندنې اداره اعلان کوي او د ولایت په کچه وایي چې باران یا سیلابونه کېږي خو دوی دقیق سیمه یا ولسوالي نه ښیي، چې په دې سره د عامه پوهاوي کې ستونزه شته."

په نوره نړۍ کې د بارانونو د شدت او احتمالي سیلابونو په اړه خلکو ته منظم خبرداري ورکول کیږي او تر خطر لاندې سیمو نه ان خلک تخلیه کیږي.

همدغه وضعیت بزګران هم اغیزمن کړي او ځينو بزګرانو د کال خواري له لاسه ورکړې ده.

د نیمروز ولایت د چهاربرجک ولسوالۍ یو بزګر ظاهر وایي، له تېرو دریو پرلپسې کلونو راهیسې وچکالیو یې کرنیزې ځمکې سختې ځپلي، په داسې حال کې چې ژوند یې په همدې کرنې پورې تړلي دی:"زموږ ټول ژوند همدې کرنې او مالدارۍ پورې تړلی دی، مالونه خو وو ټول ختم شول او کرنه هم ډېره کمه پاتې ده، دې وچکالیو خو مو وضعیت ډېر بد کړی دی، او هېڅ کله چا راته راته د وچکالیو، سېلابونو راوتلو یا زلزلو په اړه معلومات نه دي راکړي، دا دریم کال دی چې پرلپسې مو وچکالۍ ځپي."

دوی وايي، دولت دې لرې پرتو سیمو کې د اقلیمي بدلون له امله د رامنځته شوي ستونزو په اړه د سیمه ییزو ټیمونو له لارې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.

هڅه مو وکړه چې په راپور کې د دې مرکه شویو کسانو د شکایتونو او غوښتنو په اړه د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د چاپیریال ساتنې ادارې او ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هوا پیژندنې ادارې نظر ولرو، خو ویاندیانو یې محب الله بهار او حکمت الله اصفي د راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

د یادونې ده چې د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هوا پیژندنې اداره او د دوی د اوبو اوانرژۍ وزارت وخت په وخت یوازې د ولایتونو او ښارونو په کچه خپلې وړاندوېنې خپروي او تر خطر لاندې سیمو اوسیدونکو ته د احتياط سپارښتنه کوي.

د طالبانو د حکومت د اوبو اوانرژۍ وزارت شنبه د ثور ۱۹ هم په یوه اعلامیه کې یکشنبه او دوشنبه په بلخ، سمنګان، لوګر، میدان وردګ، کابل، پنجشیر، کاپیسا، پروان، ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، بدخشان، تخار، کندز او بغلان ولایت کې کې د اورښتونو او سېلابونو د راوتلو خبره کړې ده.

د چاپېریال ساتنې برخې ځینې کارپوهان هم خلکو ته د بېلابېلو بنسټونو له لوري د عامه پوهاوي پر دوامداره معلوماتو ټینګار کوي.

له دې ډلې د تېر جمهوري حکومت پر مهال د لغمان ولایت د چاپیریال ساتنې ادارې مشر احمد جاوېد نور ازادي راډیو ته وویل:"دا د حکومت او هغو موسسو او انجوګانو چې په دې برخه کې بودجې اخلي، مسولیت دی چې خلکو ته تل په دومداره توګه د اقلیمي بدلونونو په اړه عامه پوهاوی ورکړي چې د ا د جوماتونو، شوراګانو، پروګرامونو له لارې کېدای شي، د خلکو د مصونیت ظرفیت لوړلو لپاره بېلابېلې ستراتیژۍ ورته جوړې کړي، اقلیمي تغیرات یوازې منفي پایلې نه بلکې مثبت عواقب هم لرلی شي چې موږ ترې ښه استفاده هم کولای شو نو باید هڅه وشي هغه پلانونه ورته جوړ شي چې چاپیریال سره همغږي دي لکه، هغه غلاجات او بوټي چې وچکالیو کې کمو اوبو ته اړتیا لري وکرو، او سازګارۍ برخه کې دې حکومت اقدامات وکړي."

افغانستان د هغو هیوادونو په ډله کې ده چې اقلیمي بدلون سخت ځپلی دی.

په دغه هیواد کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) د تېرې حمل میاشتې په ۳۱ مه یو راپور کې ویلي و چې افغانستان د نړیوال اقلیمي ناورین په لومړۍ کرښه او د پایلو د مدیریت له پلوه یې تر ټولو زیانګالی هېواد دی.

دې دارې ویلي وه چې د افغانستان ۷۰ سلنه خلک چې پر کرنه متکي دي، د اقلیم چټک بدلون په پایله کې د سېلابونو، وچکالیو، شدیدو ورښتونو او بېلابېلو نورو پېښو له امله کرنه او ځمکې یې زیانمنې شوې دي.

دې ادارې او هم د ملګرو ملتونو بېلابېلو نورو بنسټونو، په وار وار خپلو راپورونو کې ویلي چې د اقلیم بدلون میلیونونه افغانان د خوړو نا امنۍ، د پاکو اوبو کمښت، بې وزلۍ، بې کارۍ او د مخنیوي وړ ناروغیو سره مخ کړي دي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG