د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۵ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۱۳

وروستیو سېلونو ګڼې کرنیزې ځمکې او فصلونه ویجاړ کړي؛ اکثر بزګران ناهیلي دي

سېلونو لاندې کړی باغ او پټی
سېلونو لاندې کړی باغ او پټی

یو شمیر افغان بزګران وايي، ورستیو سېلابونو یې کرنیزې ځمکې او فصلونه ویجاړ کړي دي. دوی وايي، د طالبانو له حکومت او اړوندو موسسو د لاسنیوي هیله لري.

د ننګرهار ولایت د سپین غر ولسوالۍ د چهل ګزیو یو بزګر پاچا میر وایي د روانې اونۍ په سر کې یې سېلابونو ټوله کابو ۷ جریبه کرنیزه ځمکه، باغ او د غنمو رسېدلي فصلونه وړي او شدیدو ورښتونو یې کور هم ور تخریب کړی دی.

دی چې د شاوخوا ۳۵ کلونو دی ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل د ۱۳ کسیزې کورنۍ ټول لګښت یې له همدې پولې او پټي و چې هغه اوس اوبو وړي دي:

دلته خو بل کار اوبار نشته، یو کال او بل کال همدې ته ناست یو، هغه هم رانه سېلابونو یوړول. دی زیاتوي:
د ننګرهار یو بزګر - پاچامیر

«زما خپله شخصي زراعتي ځمکه اوبو وړې ده، هلته د غنمو د بوسو او ترېشل لپاره مو یوه کوټه وه، هغه هم بارانونو راغوځولې ده،اباد پټي مو اوبو وړي، د کور دېوالونه مو لوېدلي اوس لګیا یو خټې کوو، همدې دهقانۍ ته ناست وو»
دی وایي هر کال له خپلې دې ځمکې کابو دوه تر دوه نیم سوه منه غنم تر لاسه کوي او ټاکل شوې وې چې تر راتلونکو ۱۵ ورځو د خپلو پټیو غنمو لونه پیل او ویې ریبي، خو د کال خواري یې په اوبو لاهو شوه.

دی له مرستندویه موسسو او د طالبانو حکومت د کرنۍ، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت غواړي چې د ده او نورو زیانمنو بزګرانو لاسنیوي او ورسره مرسته وکړي:

«تشویش مو زیات دی،غوښتنه مو له حکومته دا ده چې راشي په دې سیمو وګرځي او سروې وکړي دا زیانونه چې بزګرو ته اوښتي، مرسته دې وکړي، ډېرې عریضې مو وکړې خو څوک مو غم نه کوي»

پاچا میر زیاته کړه چې تر دې وړاندې یې کرنه او ځمکې وچکالیو سختې ځپلې وې او سږکال بیا سېلابونو ګڼ مالي زیانونه ورواړول.

دی زیاتوي چې په کلي کې د ګڼو نورو کلیوالو ځمکې، باغونه، کورونه هم په بشپړ ډول او یا نسبي تخریب او څاروي یې هم له منځه تللي دي.

سېلونو کې وران شوی کور او اغېزمن خلک
سېلونو کې وران شوی کور او اغېزمن خلک

هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو حکومت د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وپوښتو خو ویاندې یې مولوي شېر محمد حاتمي د راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

دا په داسې حال کې چې له نېږدې درې اوونیو راهیسې د افغانستان ډیری ولایتونه د شدیدو اورښتونو او سېلابونو شاهدان دي چې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله هم په کې اوښاتې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د تېرې جمعې په ورځ «د حمل په ۲۱مه» خپل راپور کې ویلي و چې د افغانستان په ډیریو ولایتونو کې د وروستیو شدیدو بارانونو او سېلابونو له امله له ۷۳ زرو ډیر خلک زیانمن شوي او سیلابونو د مارچ د ۲۶مې او د اپریل د ۶مې ترمنځ د ۳۱ ولایتونو ۱۶۵ ولسوالۍ او له ۵۴۰ ډیر کلي زیانمن کړي دي.

دې ادارې زیاته کړې وه چې د انساني تلفاتو سربیره، له ۹ زرو ډیر کورونه یا په بشپړ ډول ویجاړ شوي یا په جدي توګه زیانمن شوي او په زرګونو جریبه کرنیزه ځمکه، په سلګونو څاروي تلف او سلګونه کیلومتره سړکونه او پلونه ویجاړ شوي یا هم د استفادې وړ نه دي.

(اوچا) دا هم ویلي وو، چې تر ټولو زیات زیان په ختیځو ولایتونو، په ځانګړي ډول ننګرهار، کونړ او لغمان کې ثبت شوی او ورپسې د هیواد سویلي او لویدیځې سیمې دي.

د یادونې ده چې د افغانستان له نیمايي د زیاتو خلکو په ځانګړي ډول د ولایتونو د اوسېدونکو ژوند او اقتصاد کرنې او مالدارۍ پورې تړلی دی، چې پاچا میر یې یوه بېلګه ده.

This item is part of
XS
SM
MD
LG