د طالبانو د بیا واکمنۍ د پنځم کال په درشل کې، ملګري ملتونه وايي چې د دې سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې لپاره هېڅ بحث او یا بهیر نهشته.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ویاند مرستیال، فرحان حق، د سېشنبې ورځې په خبري غونډه کې د طالبانو د رسمیت پېژندنې او دوی ته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ د سپارلو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، تر اوسه د غړو هېوادونو ترمنځ د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندنې لپاره هېڅ ډول خوځښت نهلیدل کېږي.
د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو ترمنځ د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندنې لپاره هېڅ ډول خوځښت نهلیدل کېږي.
هغه زیاته کړه چې د حکومتونو رسمیت پېژندل د غړو هېوادونو صلاحیت دی او د ده د معلوماتو له مخې، په دې اړه هېڅ مشخص نوښت یا بهیر شتون نهلري.
د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له میاشتې راهیسې چې طالبان افغانستان کې واک ته راستانه شول، تر اوسه یوازې روسیې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلی دی.
ملګري ملتونه بیا هم طالبان د «ډي فاکټو افیشیلز» یا د واکمنې ادارې د چارواکو په نوم یادوي.
د ملګرو ملتونو ګڼو غړو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو څو ځله ټینګار کړی چې د طالبانو حکومت هر ډول رسمیت پېژندنه به د پراخبنسټه حکومت جوړولو، د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو درناوي او د ترهګرۍ پر ضد د اغېزمنو اقداماتو پورې تړلې وي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ برخلیک واک ته د طالبانو له ستنېدو راهیسې د افغانستان له مهمو ډیپلوماتیکو موضوعاتو څخه ده.
طالبانو واک ته له ستنېدو وروسته غوښتنه وکړه چې د دوی مشر غړی سهیل شاهین په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د رسمي استازي په توګه ومنل شي او د افغانستان څوکۍ د دوی حکومت ته وسپارل شي، خو ملګرو ملتونو تر اوسه دا غوښتنه نهده منلې او د افغانستان څوکۍ لا هم د پرځېدلي جمهوري نظام له لوري معرفي شوي استازي، نصیر احمد فایق، سره ده.
په همدې حال کې، د سیاسي چارو شنونکي نصرالله ستانکزي ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو د اوسنیو پالېسیو په پام کې نیولو سره، داسې نهښکاري چې نور هېوادونه به په نږدې راتلونکي کې د دوی حکومت په رسمیت وپېژني.
هغه وايي: "طالبانو هغه نړیوال معیارونه چې د یوه دولت د نړیوال مشروعیت لپاره اړین دي، نهدي مراعات کړي. نه اساسي قانون لري او نه هم داسې روښانه حقوقي نظام چې داخلي مشروعیت څرګند کړي. تر هغو چې طالبان پر خپل اوسني دریځ پاتې وي، زه فکر نهکوم چې په نړیواله کچه د رسمیت پېژندنې چانس به ولري."
افغانستان د ملګرو ملتونو د غړیتوب د کلني فیس د نهورکولو له امله تقریبا پنځه کاله کېږي چې د دې سازمان په عمومي اسامبله کې د رأی ورکولو له حقه بېبرخې دی.
افغانستان مخکې هر کال شاوخوا ۲۰۰ زره امریکايي ډالر د غړیتوب فیس ورکاوه، خو له ۲۰۲۱ کال وروسته دا پیسې نهدي ورکړل شوي او له دې امله اوس له ملګرو ملتونو نهه لکه ډالر پوروړی دی.
افغانستان د خپل کلني فیس د نهورکولو له امله دا مهال له یاد سازمان نهه لکه ډالره پوروړی دی.
سره له دې چې د طالبانو د واکمنۍ تقریباً پنځه کاله تېر شوي، دوی لا هم نهدي توانېدلي چې پراخ نړیوال مشروعیت ترلاسه کړي او دا موضوع لا هم د دوی د حکومت په وړاندې له مهمو سیاسي ننګونو څخه ګڼل کېږي.