د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۰۳

روسیې د لومړني هېواد په توګه د طالبانو حکومت په رسمیت وپیژانده

دا عکس چې د ۲۰۲۵ کال د جولای په ۳مه اخیستل شوی او د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت له خوا خپور شوی، د  طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د روسیې له سفیر دیمیتري ژیرنوف سره په کابل بهرنیو چارو وزارت کې د لیدنې پر مهال ښيي.
دا عکس چې د ۲۰۲۵ کال د جولای په ۳مه اخیستل شوی او د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت له خوا خپور شوی، د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د روسیې له سفیر دیمیتري ژیرنوف سره په کابل بهرنیو چارو وزارت کې د لیدنې پر مهال ښيي.

روسیې د پنجشنبې په ورځ (د جولای درېیمه) اعلان وکړ چې د افغانستان د نوی سفیر اعتبار لیک یې منلی دی، چې دا کار روسیه د نړۍ لومړنی هېواد ګرځوي چې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژني.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، مسکو د افغانستان له نوي حکومت سره د اړیکو پراختیا لپاره ښه فرصتونه ویني او ژمن دی چې له کابل سره د امنیت، ترهګرۍ پر ضد او د مخدره موادو د قاچاق پر ضد د مبارزې په برخو کې همکاري ته دوام ورکړي.

په بیان کې همداراز ویل شوي، چې روسیه په ځانګړي ډول د انرژۍ، ترانسپورت، کرنې او بنسټیزو پروژو په برخو کې د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو پراخ فرصتونه ویني.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي: "موږ باور لرو چې د افغانستان د اسلامي امارت د حکومت رسمي پېژندنه به د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزې اغېزناکې همکارۍ د پراختیا لپاره نوې لاره پرانیزي."

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په یوه بیان کې ویلي: "موږ د روسیې دا زړور اقدام ارزښتمن بولو، " نوموړې هېله څرګنده کړې چې د روسیې له خوا د طالبانو د حکومت په رسمیت پیژندل به نورو هېوادونو ته یوه بیلګه شي.

تر اوسه هېڅ بل هېواد د طالبانو حکومت، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په اله ګوله د امریکا په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته واک ته ورسېد، په رسمیت نه دی پېژندلی. خو چین، متحده عربي اماراتو، ایران، ازبکستان او پاکستان له طالبانو سره د اړیکو د پراخولو په موخه کابل ته خپل سفیران استولي دي.

رویټرز خبري اژانس په دې اړه خپل راپور کې وايي، د روسیې دا ګام د طالبانو د حکومت لپاره چې له نړیوالې انزوا څخه د وتلو هڅې کوي،ستر پرمختګ بلل کېږي.


رویټرز زیاته کړې چې د روسیې دا اقدام به یقیناً د امریکا له له نږدې څاري. امریکا د افغانستان د مرکزي بانک میلیارډونه ډالر شتمني کنګل کړې او پر ځینو لوړپوړو طالب مشرانو یې بندیزونه لګولي، چې له امله یې د افغانستان بانکداري له نړیوال مالي سیستم نه نږدې پرې شوې ده.

د ښځو یو شمېر افغان فعالانو سخت غبرګون ښودلی

افغانستان کې د بشري حقونو پر اوسني وضیعت په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو فعالانو د روسیې له‌خوا د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې له اعلان سملاسي وروسته دا پریکړه غندلې ده.

اسوشیتید پریس خبري اژانس د افغانستان د پخواني پارلمان د غړې، مریم سلیمان‌خېل له قوله ویلي: "دا اقدام هغه رژیم ته مشروعیت ورکوي چې نجونې له زده‌کړو منع کوي، په عامه محضر کې خلک په درو وهي او د ملګرو ملتونو له‌خوا بندیزونه پرې لګول شوي دي. "

هغې زیاته کړه: "دا پرېکړه دا پیغام ورکوي چې ستراتیژیکې ګټې به تل د بشر حقونو او نړیوالو قوانینو پر وړاندې لومړیتوب ولري."

د طالبانو لوړپوړي چارواکي لا هم د نړیوالو بندیزونو، په شمول د ملګرو ملتونو له بندیزونو سره مخ دي.

اسوشیتد پریس د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې دې بلې استازې ، فوزیه کوفي له قوله ویلي، د طالبانو هر ډول رسمیت پېژندنه "سوله نه راولي، بلکې د معافیت فرهنګ ته مشروعیت ورکوي" او "نه یوازې د افغانستان د خلکو، بلکې د نړیوال امنیت لپاره هم خطرناک تمامېدلای شي."


پیچلې ماضي

روسیې ورو-ورو له طالبانو سره اړیکې پراخې کړي دي. ولسمشر ولادیمیر پوتین تېر کال ویلي وو چې طالبان اوس د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د روسیې متحدان دي. له ۲۰۲۲ کال راهیسې افغانستان له روسیې ګاز، تېل او غنم واردوي.

طالبان چې روسیې په ۲۰۰۳ کال کې د "ترهګرې ډلې" په نوم ممنوع اعلان کړی وو، دا بندیز یې سږ کال د اپرېل په میاشت کې لرې کړ.

رویټرز وايي، روسیه د سیمې له امنیتي ننګونو سره د مقابلې لپاره له طالبانو سره همکارۍ ته اړتیا لري. له افغانستان نه تر منځني ختیځ پورې، یو شمېر هېوادونه د سختدریځو اسلامي ډلو د فعالیتونو مرکزونه دي چې روسیې ته یې ګواښ زیات کړی دی.

د ۲۰۲۴ کال د مارچ په میاشت کې، وسله‌والو د مسکو ښار ته نږدې په یوه کنسرت تالار کې برید وکړ او ۱۴۹ تنه یې ووژل. د اسلامي دولت ډلې (داعش) د دې برید مسؤلیت منلی و. د امریکا چارواکو ویلي وو چې د دوی استخباراتي معلومات ښيي چې دا برید د دې ډلې د افغان څانګې، یعنې د خراسان داعش، له‌خوا ترسره شوی و.

خو د لوېدیځو هېوادونو ډیپلوماتان وایي، تر هغه چې طالبان د ښځو د حقونو په برخه کې خپل دریځ بدل نه‌کړي، نړیوالې رسمي پېژندنې ته به یې لاره بنده وي.

طالبانو له نجونو څخه د منځنیو او لوړو زده‌کړو حق اخیستی او هغوی ته یې د نارینه سرپرست پرته له کوره وتل منعه کړې. طالبان وایي، د ښځو حقونو ته د اسلامي شریعت له مخې درناوی کوي.

روسیه په افغانستان کې یوه اوږده او له وینو ډکه ماضي لري. د شوروي اتحاد پوځ په ۱۹۷۹ کال کې پر افغانستان د هغه وخت د کمونست حکومت د ملاتړ لپاره یرغل وکړ، خو د امریکا له لوري د وسلوال ملاتړ شویو مجاهدینو سره په اوږده جګړه کې ښکېل شو.

د شوروي مشر میخاییل ګورباچوف د ۱۹۸۹ کال په فبرورۍ کې خپل ځواکونه له افغانستانه وایستل، چې تر هغه مهاله شاوخوا ۱۵ زره شوروي سرتېري وژل شوي وو.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG