خبرونه
طالبانو له اوو میاشتو بند وروسته دوه تنه بریتانوي وګړي خوشي کړل
دوه تنه بريتانوي اتباع چې طالبانو له شاوخوا اوو میاشتو راهیسې په افغانستان کې نیولي وو له بنده خوشي شول.
رویټرز اژانس ته یوه چارواکي نن ویلي دي چې دا جوړه بریتانیایان د قطر په منځګړیتوب ازاد شوي او د پلازمینې دوحې ته رسیدلې دي.
۸۰ کلن پیټر رینولډز او ۷۵ کلنه باربي رینولډز د روان کال په فبروري میاشت کې د طالبانو له خوا ونیول شول.
دا برتانوي جوړه ۱۸ کاله په افغانستان کې اوسېده او د تعلیم او ماشومانو د ساتنې په برخو کې یې کار کاوه.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
راشدخان ویلي چې هند او اسټرالیا د تابعیت وړاندیزونه ورته کړي وو خو ده رد کړل
د افغانستان پيژندل شوي کرکټر راشدخان ویلي هند او اسټرالیا د تابعیت وړاندیزونه ورته کړي وو خو ده رد کړل ځکه دی غواړي د افغانستان لپاره ولوبیږي.
ګڼو هندي رسنیو دا خبر یکشنبه خپور کړی.
د راپورونو له مخې راشدخان د هند او اسټرالیا له خوا د تابعیت د وړاندیز خبره په یوه کتاب کې کړې چې د ده په ورزشي ژوند او کارنامو باندې لیکوال او خبریال محمد جعفر هاند لیکلی دی.
تمه ده دا کتاب همدا خپور شي.
په کتاب کې د خان په حواله راغلي: «ما د [تابعیت او د لوبېدو] وړاندیزونه هم له اسټرالیا او هم له هند ترلاسه کړل. خو ورته ومې ویل چې که زه خپل هېواد ته ونه لوبیږم بل هېڅ هېواد ته نه لوبېږم.»
د هند له خوا راشدخان ته د تابعیت د ورکړې په تړاو یو وار په ۲۰۱۸ کال کې هم هندي رسنیو او د هغه یو شمېر مینه والو کمپاینونه کړي وو.
ان تر دې چې د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني د دغو هڅو او کمپاینونو په ځواب کې ویلي وو چې راشدخان د افغانستان ویاړلی کرکټر دی او بل هېواد ته نه ورکول کېږي.
د ایران په جګړه کې ۳۴۰۰ کسان وژل شوي دي
د ایران په جګړه کې ۳۴۰۰ کسان وژل شوي دي.
په ایران کې د شهیدانو او پخوانیو سرتیرو دولتي بنسټ نن یکشنبې وویل،"د ایران، امریکا او اسراییلو ترمنځ جګړه کې درې زره او۴۶۸ کسان وژل شوي دي".
دغه بنسټ دا ویل نه دي چې وژل شوي کسان ملکیان دي او که پوځیان.
همدارنګه د ښځو او ماشومانو د وژل کیدو په اړه هم څه ویل شوي نه دي.
بل پلو، د ایران عدلې طب تیره اونۍ د امریکا او اسراییلو سره په جګړه کې د درې زرو او ۳۷۵ ایرانیانو وژل کیدو خبر تایید کړې و.
د دغې ادارې په ټکو، په وژل شویو کې دوه زره ۸۷۵ نارینه او ۴۹۶ نور يې ښځې دي.
په امریکا کې د ایران د بشري حقونو میشت د "هرانا" په نوم یو سازمان بیا په دې جګړه کې د درې زرو او ۶۳۶کسانو وژل کیدو خبر ورکړی و.
د هرانا د شمیرو له مخې، په وژل شویو کې ۱۷۰۱ تنه چې ۲۵۲ماشومان دي، ملکیان وګړي وو.
پرون شنبې له پاکستان او ایرانه نژدې زر افغانې کورنۍ افغانستان ته راستنې شوي
پرون شنبې له پاکستان او ایرانه نژدې زر افغانې کورنۍ بیرته افغانستان ته راستنې شوي دي.
د طالبانو په واک کې باختر خبري اژانس نن یکشنبې پر ایکس پاڼه لیکلي،"۸۲۰ کورنۍ د تورخم، ۱۱۷کورنۍ د کندهار د سپین بولدک له لارې له پاکستانه او ۷ نورې کورنۍ د نیمرزو او هرات ولایتونو له لارې له ایرانه بیرته افغانستان ته راستنې شوي دي".
پاکستان په دې هېواد کې د بې اسناد افغان کډوالو اخراج له ۲۰۲۳کال راهیسې پیل کړی.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د شمیرو له مخې، په تیرو څلورو کلونو کې څه باندې دوه میلیونه افغانان له ایران او پاکستانه بیرته افغانستان ته راستانه شوي دي.
طالبانو په کندهار ولایت کې د نورو هېوادونو د بیرغونو پر چاپ بندیز ولګوه
طالب چارواکو په کندهار ولایت کې د نورو هېوادونو د بیرغونو پر چاپ، پیر او پلور بندیز لګولی.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس انعام الله سمنګاني نن یکشنبې پر خپلې ایکس پاڼې لیکي،" ټولو کتابتونونو، مطبعو، قرطاسیو او د ډیکوریشن مرکزونو او پلورنځیو ته خبرورکول چې د "اسلامي امارت" له بیرغ پرته د نورو هېوادونو د بیرغونو له چاپ، پیر او پلور څخه جدي ډډه وکړي".
سمنګاني د افغانستان د ملي درې رنګه بیرغ پر چاپ د بندیز په اړه څه ویلي نه دي.
خو د ټولو دولتي ادارو په ګډون له هر ځایه د افغانستان ملي درې رنګه بیرغ(تور سور، زرغون) لیرې کړای شوی او په وروستیو کلونو کې د طالبانو او عامو افغانانو ترمنځ د دغه بیرغ پر سر شخړې هم راپورته شوي دي.
قالیباف؛ له واشنګټن سره په خبرو اترو کې پرمختګ شوی خو په اساسي موضوعاتو کې لا هم اختلاف شته
د ایران د پارلمان مشر او د مذاکراتي ټيم غړی محمد باقر قالیباف وايي،"له واشنګټن سره په خبرو اترو کې پرمختګ شوی خو په اساسي موضوعاتو کې لا هم اختلاف شته".
هغه نن یکشنبې د ایران حکومتي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي،" موږ لاتراوسه له وروستیو خبرو اترو لیرې یو".
د ایران د ملي امنیت عالي شورا پرون شنبې وویل،"د امریکا پر هغو وړاندیزونو غور کوي چې د پاکستان پوځ عاصم منیر ایران ته سپارلي دي".
د دغه شورا په خبره،"تراوسه دغو وړاندیزنو ته ځواب ویل شوی نه دی".
قالیباف د مرکې په یوه برخه کې ویلي چې د هرمز تنګي کنټرول به د ایران په لاس کې وي او که چیرته امریکا سمندري محاصره ختمه نه کړي نو دوی به دغه تنګي ته لاسرسی محدود کړي.
له دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې ایران د هرمز تنګي په تړلو له موږ باج نه شي غوښتلی.
د کرکټ بورډ مشر وايي شاپور ځدراڼ په ښه کېدو دی
د افغانستان د کرکټ بورډ مشر وايي د شاپور ځدراڼ روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی او ورځ تر بلې ښه کېږي.
میرویس اشرف شنبه ناوخته په خپله فیسبوک پاڼه له شاپور ځدراڼ سره ګډ عکس هم خپور کړی دی.
شاپور ځدراڼ د افغانستان له چټکو بالرانو وو چې په ګڼو نړیوالو لوبو کې یې د افغانستان لپاره لاسته راوړنې کړې دي.
ځدراڼ له څه وخته د ورپېښې ناروغۍ په سبب په هند کې تر درملنې لاندې دی.
مخکې له دې په خواله رسنیو د کرکټ بورډ په چارواکو کلکې نیوکې شوي چې د شاپور ځدراڼ د درملنې لپاره ناغېړي کوي او لکه څنګه چې په کار ده له هغه سره یې همکاري نه ده کړې.
اوکرایین پلازمینه کې وسله وال برید شوی
د اوکراین په پلازمینه کیف کې په ډزو دوه کسان وژل شوي.
ډزې د یوه سوپرمارکېټ دننه یوه کس کړي چې پنځه نور خلک یې ټپيان کړي هم دي.
د بریدګر د نیولو لپاره پولیسو هڅې کړي دي.
د طالبانو حکومت تېره اوونۍ څه باندې ۴۰ تورن کسان په دُرو وهلي
د طالبانو حکومت د افغانستان په څو ولایتونو کې د دوو ښځو په ګډون ۴۲ کسان په دُرو وهلي دي.
د طالبانو سترې محکمې د شنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې دا سزاوې په جوزجان کې په ۲۷ کسانو او په فراه کې په ۱۴ کسانو پلې شوي.
د محکمې د بیان په اساس دا خلک د الکولي مشروباتو د تولید، څښلو، پېر او پلور، روژې خوړلو، د والدینو د ځورولو او زنا په جرمونو په عام محضر کې له ۲۹ تر ۳۹ دُرو وهل شوي.
د طالبانو لخوا د بدني سزا تطبیق د بشري حقونو ډلو، په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو کلکې نیوکې پارولي.
په همدې حال کې د افغانستان لپاره د برتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي د طالبانو جزايي اصولنامه ظالمانه بللې او د ملګرو ملتونو د متخصصینو د هغې غوښتنې ملاتړ یې ښوولی چې د دغه قانون د لغوه کولو غوښتنه یې کړې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو د پنجشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې د طالبانو "د جزا اصولنامه" د افغانانو اساسي حقونه نور هم زیانمنوي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بینټ په مشرۍ په د ملګرو ملتونو د متخصصینو ډلې له طالبانو غوښتي چې دا اصولنامه لغوه کړي.
د افغانستان په یوشمیر ولایتونو کې د ورښتونو وړاندوینه شوې
د طالبانو د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د یکشنبه په ورځ د افغانستان په یولس ولایتونو کې د بارانونو او ناڅاپي سیلونو د بهیدو اټکل کړی دی.
د دغه ریاست د وړاندوینې له مخې به یکشنبه په نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پنجشیر، پروان، بغلان، سمنګان، کندز او بدخشان کې بارانونه ووریږي.
د وړاندوینې له مخې د باران کچه په دغو ولایتونو کې له لسو تر شل ملي مترو پورې اټکل شوې ده چې د سیلونو د بهیدو سبب به شي.
له افغانستانه د حج په مراسمو کې د ګډون لپاره الوتنې پيل شوې
د حج په مراسمو کې د ګډون لپاره د افغانانو لومړۍ ډله نن سعودي عربستان ته ورسیده.
د طالبانو د ارشاد، حج او اوقاف وزارت د بیان له مخې دیرش زره افغانان به سږکال د حج لپاره له افغانستانه سعودي عربستان ته د اریانا او کام اییر الوتکو له لارې په شپږ نوي الوتنو کې انتقال شي.
بیان زیاتوي چې پنځلس زره به مدینې منورې ته او پنځلس زره نور به جدې ته ولېږدي.
د حج مراسم سږکال د مې په وروستۍ اونۍ کې پیلیږي.