د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۰

په ایران کې یو شمېر افغان کارګران: د زور زیاتي ترڅنګ په وخت تنخواګانې مو هم نه راکول کېږي


ارشیف: په ایران کې یو شمېر کارګران د کار پر مهال
ارشیف: په ایران کې یو شمېر کارګران د کار پر مهال

په ایران کې یو شمېر افغان کارګران ادعا کوي چې تنخواې یې په وخت نه ورکول کېږي او زور زیاتی ورسره کېږي.

د ایران په کرمان ولایت کې د پستې د یوه باغ افغان کارکوونکی شېرمحمد له یوه کال راهیسې دغلته کار کوي.

هغه شکایت لري چې د کار خاوند یې په بېلابېلو پلمو تنخوا نه ورکوي.

شېرمحمد وویل: "یو کال کېږي چې ایران ته راغلي یو، په قاچاقي لارو ډېر په مشکل مو دلته ځانونه رارسولي دي، زه دلته د پستې په یوه باغ کې کار کوم، زموږ د کار مالک خپلې پیسې په وخت نه راکوي، او که فشار پرې راوړو نو پوهېږم چې ستونزې راته جوړوي، اوس د مجبورۍ له مخې کوښښ کوو چې بل چېرته کار پیدا کړم."

صفي‌الله وايي: زما ډېرې پیسې دوی په همدې پلمه خوړلي چې که غږ پورته کړم نو پولیسو ته به مې وسپاري، یوازې زه نه بلکې له ډېری کارګرو په ځانګړې توګه له افغانانو سره د دوی رویه همداسې ده، ځکه دوی پوهېږي چې ډېری افغانان دلته په قاچاقي لارو راغلي او د اوسېدو اسناد یې مشکل لري.

په ایران کې مېشت یو بل افغان کارګر صفي‌الله هم د ورته ستونزې په شریکولو سره ازادي راډیو ته وویل: "درې کاله کېږي چې ایران ته راغلی یم، ساختماني کارونه کوم په کارونو کې ښه بلد شوی هم یم، خو د کار د خاوندانو چلند له موږ سره ډېر ناسم دی، زما ډېرې پیسې دوی په همدې پلمه خوړلي چې که غږ پورته کړم نو پولیسو ته به مې وسپاري، یوازې زه نه بلکې له ډېری کارګرو په ځانګړې توګه له افغانانو سره د دوی رویه همداسې ده، ځکه دوی پوهېږي چې ډېری افغانان دلته په قاچاقي لارو راغلي او د اوسېدو اسناد یې مشکل لري."

په ایران کې یو شمېر نورو افغان کډوالو کارګرانو هم ازادي راډیو ته وویل چې سخت کارونه کوي، خو تنخواګانې یې په خپل وخت او یا هم کله بېخي نه ورکول کېږي.

دوی دا ادعا هم وکړه چې د مجبورۍ له مخې یې د لږ عاید په بدل کې سختو کارونو ته غاړه ایښې، خو بیا هم د کار د څښتنانو له‌خوا ورسره زورزیاتی کېږي.

د ازادي راډیو خبریال وغوښتل چې په ایران کې د افغان کارګرو د ستونزو او تازه ادعاوو په اړه په کابل کې د ایران سفارت نظر هم ولري، خو سفارت د دې راپور تر خپرېدو پوښتنې ځواب نه کړې.

په کابل کې د ایران سفارت
په کابل کې د ایران سفارت

دا په داسې حال کې ده چې مخکې د ایران په یو شمېر ولایتونو کې ایراني چارواکي له افغان کډوالو څخه د کارګرو په توکه د استفادې په اړه هم خبرداری ورکړی و او ویلي یې وو، هغوی چې بیا هم له افغانانو د کارګرو په توګه استفاده کوي قانوني چلند به ورسره وشي.

یزد، لرستان، تهران، کرمانشاه او تبریز هغه ولایتونو دي چې په کرنیزو ځمکو، تولیدي شرکتونو، د خوراکي موادو په فابریکو او د ودانیزو پروژو په برخو کې د افغان کارګرانو ګمارل په کې منع شوي وو.

د روان کال د ثور په میاشت کې د ایران حکومت د دوی په خبره غیرقانوني بهرنیو کارګرو په ګمارلو جریمه ولګوله.

د ایران د کار وزارت د بهرنیو اتباعو د استخدام څانګې هغه مهال ویلي وو چې که څوک غیرقانوني کارګر وګماري، هره ورځ به شاوخوا ۱.۲ میلیونه تومان "نږدې شل ډالره" جریمه کېږي.

ارشیف: په ایران کې د یوې فابریکې یوه څنډه
ارشیف: په ایران کې د یوې فابریکې یوه څنډه

په ایران کې افغان کارګر په داسې حال کې د د کار په ګډون له بېلابېلو ستونزو سره مخ دی چې لا هم هره ورځ لسګونه افغانان په افغانستان کې د بې‌کارۍ او بې‌وزلې له کبله له ناچارۍ د افغانستان ګاونډیو، په ځانګړي ډول ایران ته د ګڼو ستونزو په ګاللو سره کډوال کېږي.

ایراني چارواکو مخکې ویلي چې په ایران کې شاوخوا شپږ میلیونه افغان کډوال ژوند کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG