د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۲ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۷

چارواکي: ایران ته د پاسپورټ او ویزه لرونکو افغانانو ورتګ مخ په زیاتېدو دی


ارشیف: د نیمروز له لارې ایران ته تلونکي افغانان
ارشیف: د نیمروز له لارې ایران ته تلونکي افغانان

د ایران د کورنیو چارو وزارت د اتباعو او بهرنیو کډوالو د چارو د مرکز رییس نادر یاراحمدي اعلان کړی چې دغه هېواد ته د پاسپورټ او ویزه لرونکو افغانانو ورتګ مخ په زیاتېدو دی.

له ایران څخه بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو له زیاتېدو سره هممهاله، تازه ځینو ایراني چارواکو اعلان کړی چې دغه هېواد ته له قانوني اسنادو سره د افغان وګړو ورتګ زيات شوى دی.

د ایران د تسنیم خبري آژانس د راپور له مخې، د ایران د کورنیو چارو وزارت د اتباعو او کډوالو چارو د مرکز مشر نادر یاراحمدي پرون چهارشنبه د عقرب ۳۰مه ویلي، هره ورځ د افغانستان څخه له څلورو زرو زیات وګړي د معتبر پاسپورټ او ویزې له لارې ایران ته داخلېږي او دا شمېر ورځ په ورځ په زیاتېدو دی.

یاراحمدي په ایران کې د قانوني او غیرقانوني کډوالو شمېر شاوخوا شپږ میلیونه تنه ښودلی او یوځل بیا یې ټینګار کړی چې بې اسناده افغان کډوال پرته له دې چې خپل هېواد ته ستانه شي، بله لاره نه لري.

خو په ایران کې له قانوني اسنادو لرونکو افغان کډوالو سره هم د ناوړه چلند په اړه ادعاګانې هم موجودې دي.

امېد، چې په ایران کې یو افغان کډوال دی، له ازادي راډيو سره په خبرو کې يې وويل ، سره له دې چې هغه په پاسپورټ او ویزې ایران ته تللی او د ویزې د پای ته رسېدو وخت یې هم لا ډېر پاتې دی، خو لا هم په وېره کې ژوند کوي.

امېد وايي: کله چې افغانان ایران ته داخلېږي، سره له دې چې ویزه هم لري، ډېر کم مامورین یې پرېږدي چې داخل شي، خو ډېر داسې کسان چې نیول کېږي، مستقیم کمپونو ته لېږل کېږي

نوموړي د ایران د پولیسو د چلند په اړه وویل: "کله چې افغانان ایران ته داخلېږي، سره له دې چې ویزه هم لري، ډېر کم مامورین یې پرېږدي چې داخل شي، خو ډېر داسې کسان چې نیول کېږي، مستقیم کمپونو ته لېږل کېږي او له هغه ځایه د تایباد او اسلام‌قلعه پولې ته لېږدول کېږي."

د ایران د کورنیو چارو وزارت د اتباعو او کډوالو چارو د مرکز مشر نادر یاراحمدي دا هم ویلي چې ایران هر کال افغانستان ته ۵۰۰زره ویزې ورکوي.

سره له دې ټولو ولې افغانان له قاچاقي لارو ایران ته خاورې ته ننوځي؟

هاشم یو بل افغان کډوال چې د خپلې کورنۍ د مالي ملاتړ لپاره قاچاقي ایران ته تللی، وايي چې د پاسپورټ او ویزې ترلاسه کول په افغانستان کې ډېر سخت دي.

هغه زیاتوي چې له ده سره د نورو په ګډون ډېری افغانان اړ دي چې د قاچاق ګواښونه ومني او غیرقانوني لارې وکاروي.

هغه د قاچاقي لارو د ستونزو په اړه وايي: "موږ هر قاچاقبر ته لس میلیونه تومن ورکړل، لاره په بشپړ ډول له ګواښه ډکه وه، د مړینې خطر و، د ورکېدو خطر و، د غلا خطر و او موږ دا ټول په خپلو سترګو ولیدل."

له ایرانه تازه ایستل شوي افغان کډوال چې افغانستان ته استول شوي دي.
له ایرانه تازه ایستل شوي افغان کډوال چې افغانستان ته استول شوي دي.

په ايران کې د کورنيو چارو وزارت د بهرنيو اتباعو د چارو د مرکز مشر نادر ياراحمدي په داسې حال کې هره ورځ ايران ته په قانوني توګه له څلورو زرو څخه د ډېر افغانان د داخلېدو خبره کوي چې مخکې ایراني چارواکو ویلي، یوازې د ايران د خراسان رضوي ولایت څخه هره ورځ درې زره بې اسناد افغانان نیول کېږي او اخراجېږي.

د هغوی په خبره، د روان هجري شمسي کال تر پایه پورې به دوه میلیونه بې اسناد افغان کډوال له ایران څخه وایستل شي.

XS
SM
MD
LG